د امریکا په سنېټ کې د دواړو ګوندونو سنېټرانو د نهې/سې شنبې په ورځ د اېوان نمایندګان د هغه پلان مخالفت وکړ چې غواړي د ټېکسونو راجمع کولو ادارې د بجټ په کمولو سره، صرف اسرایل ته ۱۴.۳ بلین ډالر مرسته منظور کړي مګر د اوکراین دپاره کوم څه په کې نشته.
د نوي سپیکر مایک جانسن د نظر لاندې هاوس آف رېپرېزنټیټیو یا اېوان نمایندګان چې اکثریت په کې رېپبلېکنان دي، د ګل/دوشنبې په ورځ داسې یوه مسوده وړاندې کړله چې هغه کې صرف د اسرایل دپاره د مرستې بجټ شامل دی.
په اېوان نمایندګان کې رېپبلېکنان ۲۲۱ او ډېموکراټان ۲۱۲ څوکۍ لري، مګر په سنېټ کې ډېموکراټانو سره ۵۱ او د رېپبلېکنانو سره ۴۹ څوکۍ شته. د سنېټ ډېموکراټانو هم ویلي چې که اېوان هغه مسوده منظوره هم کړي، دوی به یې په سنېټ کې منظوره نکړي. بایډن هم خبرداری ورکړی چې که دغسې بجټ په کانګرس کې پاس هم شي، هغه به یې منظوره نکړي او مسترد به یې کړي.
صدر بایډن په دې دلیل ویلو چې د امریکا د اتحادیانو سره مرسته د دې ملک قامي سلامتیا ته ډېره اهمه ده، د اوکراین سره د مرستې دپاره ۶۱.۴ بلینه ډالر بجټ غوښتی دی چې د دې پېسو قریب نیمې به یې په امریکا کې دننه د وسلو د هغو زېرمو په ډکولو ولګي کوم چې پخوا اوکراین سره د مرستې په خاطر تشې شوې دي.
بایډن همدا راز د اسرایل دپاره د ۱۴.۳ بلین ډالرو، د بشري مرستو دپاره د ۹ بلین ډالرو – د اسرایل او غزې دپاره د مرستو په شمول-، د امریکا د سرحدي تحفظ دپاره د ۱۳.۶ بلین ډالرو، او په ایشیا کې د چین د سیمه ییزو هڅو د مقابلې دپاره پوځي او حکومتي مرستو ته د ۴ بلین ډالرو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د صدر جو بایډن د کابینې دوه اهمو غړو د نهې/سې شنبې په ورځ د امریکا له قانونسازانو وغوښتل چې اسرایل سره د مرستې دپاره دې د بلینونو ډالرو اضافې فنډ منظور کړي.
خارجه وزیر انټني بلېنکن او دفاع وزیر لایډ آسټن دا غوښتنه د سنېټ د اورېدنې په یوه غونډه کې وکړه.
بلېنکن او آسټن د صدر بایډن په غوښتنه، د سنېټ د مختصاتو کمیټې ته حاضر شول او سنېټرانو نه یې وغوښتل چې د اوکراین، اسرایل، او د امریکا د سرحداتو د تحفظ پلانونو ته دې کانګرس ۱۰۶ بلینه ډالر بجټ منظور کړي.
دا اورېدنه څو څو ځله د هغو احتجاج کوونکو له خوا د خلل سره مخ شوه کوم چې امریکایي چارواکي یې غندل او ویل یې چې دوی ګني په غزه کې د فلسطینیانو په "قتل عام" کې لاس لري.
د اورېدنې په پیل کېدو سره، یوه ډله د جګړې ضد مظاهره کوونکو، خپل لاسونه پورته کړل چې په مړوندونو یې سرې کرښې لیدل کېدلې او پرې د غزې نوم لیکل شوی و.
وروستو چې هغوی نعره بازۍ وکړې او ویل یې چې "فوري ډزبندي دې وشي" او "د غزي ماشومانو ته تحفظ ورکړئ"، د کانګرس پولیسو هغوی له کېمرې بهر کړل.
بلېنکن احتجاج کوونکو ته څه جواب ورنکړ، مګر وروسته چې ورنه د یوې ډزبندۍ د امکان په اړه وپوښتل شول، هغه وویل چې دا به حماس ډله پیاوړې کړي او بیا بله ورځ به هماغسې کار وکړي چې په اسرایل کې یې وکړل. بلېنکن زیاته کړه چې د بشري مرستو د رسېدلو په خاطر، جګړې کې په یوې لنډې وقفې غور کېدلی شي.
بلېنکن دا هم وویل چې غزه په آینده کې د حماس د انتظامیې لاندې نشي پاته کېدلی، خو د اسرایل د انتظامیې لاندې هم نشي راتلی او غوره به وي چې په آخره کې "یوه اغیزمنه او تجدید شوې فلسطیني انتظامیه" هغه سمبال کړي او موقتي چارو دپاره د خطې ملکونه هم کردار لوبولی شي.
Forum