د هغه غيرملکيانو وړومبۍ ډله د رفح پولې د لارې مصر ته واوړېدله چې د اسرايل او وسله والې ډلې حماس ترمنځ د جنګ د پيل نه په غزه کې ايسار وو
د مصر او غزه ترمنځ د رفح لار د بيا خلاصېدلو په نتیجه کې به هغه نږدې څلور سو کسانو ته د وتلو لار په لاس ورشي چې د اسرایل او د حماس د جنګ وروسته په غزه کې ګېر دي. رفح د پرانېستل کېدو پرېکړه د اسرايل، مصر او حماس ترمنځ د قطر په منځګړتوب وشوه..
د غيرملکيانو ترڅنګ به 81 هغه فلسطينيان هم د غزه نه د مصر هسپتالونو ته یوړل شي چې په جګړه کې ژوبل شوي دي. دا به وړومبي فلسطيني زخميان وي چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې او د حماس خلاف د اسرایل د بمبارۍ د شروع وروسته د غزه څخه وويستل کېږي.
د غېرملکيانو او فلسطيني زخميانو د غزه نه ويستل په داسې وخت کې کيږي چې غزه کې يو ځل بيا د مواصلاتي رابطې ختمې شوې دي
د سيمې د مواصلاتو ادارې پالټل (پلېسټاين کميونيکيشن کمپني) د سه شنبې په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل په سيمه کې يې خلک د ټيليفون او انټرنټ د سروس د نيشتوالي نه خبر کړي.
په شمالي غزه کې د صحت عامه اداره وايي د ټېلېفون او انټرنېټ سروس په جباليه کې په کډوال کيمپ د اسرایل د هوايي بمبارۍ نه څو ساعته وروستو قطع شو چې پکې پنځوست تنه مړه او يو سل پنځوست نور ټپيان شوي.
د اسرايل پوځي وياند سي اين اين ته د بمبارۍ پخلی کړی او وايي په هوايي بريد کې يې د حماس مهم کمانډر وژلی. د اسرايل د دفاع ځواکونو وروستو د ياد کمانډر د ابراهيم بياري په نوم پېژندګلو کړې او ويلي يې دي بياري د حماس مهم تن و او په اووم اکتوبر په اسرايل شوي بريدونو کې ککړ و.
جباليه د کال 1948 د جګړې د کډوال شوو کورنو د اوسېدو ځای دی او د حماس لخوا په يو بيان کې ويلي شوي هيڅ کمانډران په ياد کيمپ کې نه وو او په دې بمبار کې نزدې څلور سوه تنه وژل شوي او زخميان کړل شوي دي
ای اېف پي خبري اداره وايي حماس د شورو، چهارشنبې په ورځ دعوه کړې په بمبارۍ کې اووه يرغماليان چې درې پکې غيرملکي پاسپورټونه لري وژل شوي دي
د دې دعو په ازاده توګه پخلی نه دی شوی.
اسرايل د امريکا لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې حماس تورنوي چې د ډلې وسلوال د عامو خلکو ترمنځ او خلک د ډال په توګه کاروي او بل دا چې په غزه کې يې د سورنګونو يو جال خور کړی چې وسلې، خوراک او نور څيزونه په کې خوندي ساتي.
په جباليه کډوال کيمپ د اسرايل بمبارۍ يو شمېر عرب هېوادونه غصه کړي او د متحده عرب اماراتو د وزارت خارجه بيان وايي دا حمله به سيمه کې د نه پوره کېدونکي زيان سبب وګرځي او ياد بادشاهت د اجل اوربند غږ وکړو چې نور ژوند وژغورل شي.
سعودي عرب د حملې غندنه وکړه او د قبضه ګر اسرايلي ځواک دا عمل يې غير انساني وبللو.
د ايران د خارجه چارو وزارت وياند په انسټاګرام وويل دا بريد د اسرايل يو بل جنګي جرم و.
د اسرايل دفاعي ځواکونو د شورو په ورځ ويلي د جنګ د پيل نه راپه دېخوا يې د ترهګر تنظيم 11,000 هدفونه په نخښه کړي چې په ورځ کې د 440 نه زيات جوړيږي.
د اسرايل وزير اعظم بينيامين نتن ياهو په يو بيان کې ويلي هېواد يې په يو ګران جنګ کې دی خو عزم يې دا دی چې جنګ به د ګټې حد ته رسوي.
د ملګرو ملتونو ادارې اوچا په یو بیان کې د فلسطين د صحت ادارې په حواله وايي د ګل او نهې په ورځ په غزه کې 216 فلسطينيان وژل شوي. تر اوسه د شمارو ترمخه 8,500 تنه وژل شوي چې 67 فيصده برخه يې ښځې او ماشومان دي.
د امريکا د خارجه چارو وزير انتوني بلېنکن د جمعې په ورځ بيا سيمې ته روان دی چې د اسرايل د دورې سره سره ممکن په نورو ځايونو کې هم ملاقاتونه وکړي
Forum