د امریکا اېوان نمایندګان د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اسرایل دپاره پوځي مرستو ته ۱۴.۵ بلین ډالر منظور کړل. دا د حماس په وړاندې جګړې کې اسرایل سره د امریکا یو طاقتوره ملاتړ ګڼل کیدلی شي، مګر بل طرف ته دا څرګندوي چې د کانګرس نوی سپیکر مایک جانسن په یو ګوندي اقدام سره ډېموکرېټانو او صدر جو بایډن ته نېغ په نېغه چلېنج مخې ته کړ.
د سپیکر جانسن لخوا وړاندې شوې او اېوان کې پاس شوې دا مسوده د معمول خلاف دا بیانوي چې اسرایل سره بېړنۍ مرسته دې د حکومتي ادارو په بجټ کې د کمېدو له لارې پوره کړی شي. دې ګام د اېوان د نوي رېپبلېکن مشرتابه قدامت پسندانه تګلاره جوړه کړه، مګر بل اړخ ته یې د دې پرځای چې په دغسې مسودو باندې دواړه ګوندونه اتفاق وکړي، د رېپبلېکنانو او ډېموکرېټانو ترمنځ فاصله زیاته کړله. صدر بایډن دړکه ورکړې چې هروخت د کانګرس دغه منظور شوې مسوده هغه ته د دستخط دپاره ورسیږي، نو هغه به یې سمدستي مسترده کړي.
سپیکر جانسن وویل چې د ریپبلېکنانو منظور کړی شوی پکېج به اسرایل ته ضروري مرسته مهیا کړي چې هغوی ورباندې وکړی شي د ځان دفاع وکړي، د حماس د لاسه یرغمل شوي کسان آزاد کړي، او هغه تندلارې فلسطیني ډله له منځه یوسي او دې سره چې ټول دغه مقصدونه خپل پوره کړي، "مونږ به په دې هم کار وکړو چې ذمه دارانه اخراجات یقیني کړو او د فډرل حکومت سائز راکم کړو."
ډېموکرېټانو ویلي چې دغه اقدام به صرف د اسرایل دپاره مرسته وځنډوي. په سنېټ کې د ډېموکرېټانو مشر سنېټر چک شومر خبرداری ورکړ چې دغه "ډېر ناسنجیده" بېل به په سنېټ کې د پاس کېدو هېڅ چانس ونلري.
تر دې وړاندې، صدر بایډن د کانګرس نه د قریب ۱۰۶ بلین ډالرو منظوري غوښتې وه چې په کې هم د اسرایل دپاره، هم د اوکراین دپاره، هم د چین د جارحانه رویې سره مقابلې ته، او هم د مکسیکو سره د امریکا د سرحد حفاظت دپاره پیسې شاملې وې. مګر اېوان نمایندګان د خپل پکېج په منظوره کولو سره، د بایډن طمعه پوره نکړله، ځکه صرف یې د اسرایل دپاره پیسې په بېل کې شاملې کړې دي.
دا اقدام د اېوان نمایندګان د سپیکر په حیث مایک جانسن ته لومړنی غټ امتحان دی، ځکه د رېپبلېکنانو په اختیار کې دغه اېوان د یوې میاشتې ګډوډۍ پس بېرته په کار پیل کړی دی. تر دې وړاندې کېوېن مکارټي د سپیکرۍ له څوکۍ لېرې کړی شو او بیا رېپبلېکنان د یو سپیکر په ټاکلو جوړ نه راتلل.
رېپبلېکن قانونسازان په زیاتېدونکي ډول اوکراین ته د امداد ورکولو مخالفت کوي. سپیکر جانسن ویلي دي چې دا ځل یې د اوکراین سره مرسته په پکېج کې نده شامله کړې، خو هغه به د سرحدي تحفظ له بجټ سره یوځای، په آینده کې د غور لاندې راولي.
که څه هم د اسرایل سره مرسته په هماغومره پیمانه چې صدر بایډن غوښتې وه، اېوان منظوره کړې، مګر وایټ هاوس وایي چې د رېپبلېکنانو په پلان کې د غزې دپاره بشري مرستې شاملې ندي او دا به یوه "لویه اشتباه" وي، ځکه په غزه کې بحران په زیاتېدو دی.
بایډن د شورو/چهارشنبې په ورځ جګړه کې د یوې وقفې غوښتنه وکړه چې بشري امداد غزې ته ورسېدلی شي.
د زیارت/پنجشنبې ورځې نه وړاندې دا ښکاره نه وه چې څو تنه ډېموکرېټان به د رېپبلېکنانو سره په رایه ورکولو کې یوځای شي. وایټ هاوس نېغ په نېغه له قانونسازانو، په خاص ډول یهودو ډېموکرېټانو وغوښتل چې د رېپبلېکنانو پکېج ته منفي رایه ورکړي.
د ځینو قانونسازانو دپاره چې د اسرایل سره د مرستې طرفداره دي، رایه ورکول مشکله شوي و، او دا به ورته سخته وي چې خپلو د علاقو خلکو ته څنګه قناعت ورکړي چې ولې یې د مرستې پکېج ته منفي رایه ورکړې ده، په خصوص داسې وخت کې چې د یهودانو ستره لابي ګره ډله، اېپیک او نورې ډلې د دې مسودې د منظورېدو دپاره کوشش کولو.
د اېوان نمایندګان رېپبلېکنانو اسرایل ته د مرستو د پیسو مهیا کولو دپاره ځیني نور اقدامات هم منظور کړل چې ترمخه یې د امریکا له حکومتي ادارو نه پیسې سپمول کیږي. د دې ترمیم ترمخه، د ټېکسونو د ټولولو ادارې له بجټ نه به بلینونه ډالر راکم کیږي. دا هغه پیسې دي چې تېر کال ډېموکرېټانو پاس کړې او صدر بایډن منظور کړې وې، او مقصد یې د ټېکسونو د غبن پلټنې وې.
د کانګرس د بجټ دفتر، چې هېڅ ګوند پورې اړه نلري، وایي چې د ټېکس راټولولو ادارې د بجټ دا قسمه راکمول به د فډرل حکومت دپاره ۱۲ بلین ډالر نقصان راوړي. رېپبلېکنان دا اندازه لګول نه مني، مګر په تاریخي توګه د کانګرس د بجټ دفتر یوه د اعتبار وړ سرچینه ګڼل کیږي.
Forum