لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړيواله اداره: غزه کې 23 روغتونونو ته د خالي کولو حکم د لسګونو ناروغانو ژوند ته خطره


د صحت د نړيوالې ادارې مشر د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي، په غزه کې په زوره د روغتونونو خالي کولو سره به د لسګونو ناروغانو ژوند په خطره کې شي.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټيډرو ګيبرس په جنېوا کې خبريالانو ته ویلي، د غزه په ښار او شمال کې 23 روغتونونو ته د خالي کولو ویل شوي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی په داسې حالاتو کې په زوره د خلکو ويستل د ناروغانو ژوند په خطره کې اچوي.

ټيډورس د زرګونو په شمېره کې ژوبلو د مرستو دپاره د حماس او اسرايل په جګړه کې د دمې غږ کړی دی.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر ويلي، تراوسه پورې په جګړه کې دواړو خواو اسرايل او فلسطين کې 21000 کسان ژوبل شوي او په غزه کې 14 کسان بې کوره شوي دي.

ټيډورس ويلي، په اووم اکتوبر په اسرايل د حماس د حملې وروسته تراوسه پورې جګړه کې د 10000 نه زيات کسان وژل شوي چې د 8500 نه زيات پکې په غزه کې او 1400 پکې اسرايليان دي.

هغه زیاته کړې، په اسرايل او غزه کې دواړو خواو ته په وژل شوو کې 70 فيصده ماشومان دي.

د صحت نړيوالې ادارې مشر په جګړه کې په انساني بنيادونو د دمې کولو غږ کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG