لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ کپ: افغانستان د هالېنډ ټوله لوبډله په ۱۷۹منډو وسوځوله


د کرکټ د نړیوال جام په ۳۴مه سیالۍ کې هالینډ افغانستان ته د ۱۸۰ منډو اسان هدف ورکړی دی ، د هالینډ ټوله لوبډله یوازې په ۱۷۹ منډو سوځېدلې ده.

د جمعې په ورځ د هند په لهکنوؤ ښار کې د روانې دې لوبې پچه یا ټاس د هالینډ کپتان سکاټ اډوارډز وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان باولرانو په وړاندې د هالینډ لوبغاړي په غوره توګه ونه لوبېدلی شول اؤ په ۴۷م اوور کې ټوله لوبډله په ۱۷۹ منډو وسوځیده،

د هالینډ سایبرنډ تر ټولو زیاتې ۵۸ منډې جوړې کړې.

که د نړیوال جام د پواینټونو جدول ته وکتل شي نو افغانستان پکې په شپږم او هالینډ په اتم نمبر دی.

نن چې کله د هالینډ وړومبي توپ وهونکي یا بیټران ویسلي بارسي او میکس اوډو بېټنګ ته ودریدل نو ویسلي بارسي د لوبې په لومړیو اوورونو کې د مجیب الرحمن په پنځم توپ د یوې منډې په جوړولو سره وسوځېدو، چې وروسته رحمت الله عمرزي میکس اوډ د ۴۲ منډو په جوړولو وسوځولو .

له هغې وروسته د هالینډ له لوري کولن اکرمن ۲۹ منډې جوړې کړې خو سکاټ اډوارډز پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېدو ، باسدي لیډي په ۳ منډو اوټ شو، وان ډېر میرو ۱۱ منډې وکړې، واین مک کرین ۴ او ثاقب ذوالفقار ۳ منډې جوړې کړې، ارین ۱۰ منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو.

د هالینډ له لوري سیبرنډ تر ټولو زیاتې ۵۸ منډې جوړې کړې او د افغان توپ وهونکو په وړاندې د هالینډ ټوله لوبډله په ۴۶.۳ اورونو کې وسوځېدله

د افغانستان له لوري محمد نبي ۳، نور احمد ۲ او مجیب الرحمن یو،یو لوبغاړی وسوځول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG