لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نه په زوره د بهرنیانو ویستلو عمل افغان هنرمندان، خبریالان اؤ د بشري حقونو فعالین اندېښمن کړي


د نومبر له وړومبۍ نېټې نه په پاکستان کې په غېر قانونه توګه دمیشت بهرنیانو په زوره د ویستلو عمل د نورو لکونو افغانانو ترڅنګ هغه ګڼ شمېر افغان هنرمندان، خبریالان اؤ د بشري حقونو فعالین هم اندېښمن کړي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا یې پاکستان ته سر پناه راوړې ده.

په پاکستان کې پناه اخستونکي دغه افغانان وايي په ويزو کې ورته ورکړل شوی وخت ختم شوی او يا يې هم پکې ډير لږ وخت پاتې دی اؤ په داسې حال کې د طالبانو د واک لاندې افغانستان ته بېرته ستنېدل د دوي د پاره د ستونزو لامل جوړیدای شي.

جميل خان په افغانستان کې د انعکاس نومې رېډيو سره د خبريال په توګه دنده ترسره کوله خو د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته پېښور ته راغلی او اوس دلته د بې کورۍ ژوند تېروي، هغه وایي د بې اسنادو افغانانو خپل هېواد ته په زوره د شړلو لړۍ انديښمن کړی دی.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وویل ، په ويزه کې يې په پاکستان کې د پاتې کېدو د پاره لا هم څو مياشتې وخت پاتې دی خو وایي د افغانو د ويستلو او د طالبانو د واک لاندې افغانستان ته ستنېدل په دې وخت کې د خبريالانو او هنرمندانو د پاره يو ګران عمل دی۔

دجمیل خان په وینا"ځینې خلک ستونزي لري چې نه يې د ميډيا د لارې ويلي شي، اونه يې هم داسې چاته ويلي شي.

هغه وایي دوه قسمه خلکو ته مشکلات دي، يو خبريالان او بل هنر مندان "دهنرمندانو کسب هم دغه دی ځان ته پرې رزق پېدا کوي، رسنۍ به هم فعاليت کوي خو په هغه اندازه چې څنګه د حکومت خوښه وې، فکر کوم بې پلوه پاتې کيدل به د خبريال د پاره هلته ګرانه وي".

جميل خان ډيرې خبرې د کېمرې مخې ته کول نه غوښتل چې د ده پېښې او ژوند سره تړلې وې.

جميل خان چې کومې رسنۍ سره د خبريال په توګه کار کولو د هغې درې کارمندان درې کاله وړاندې په هدفي بريدونو کې وژل شوي وو، او څلورمه کارکونکې يې هم سره د ډرايوره وژل شوې وه۔

د بشري حقونو د څار تنظيم هيومن رایټس واچ وايي د کال 2019 نه تر کال 2021 پورې په افغانستان کې 33 خبريالان وژل شوي وو، چې د ځینو د وژنو تر شا وسله والې ډلې وې، او د ځینو وژنو علتونه لا هم نه دي معلوم شوي.

د خبريالانو ترڅنګ په پاکستان کې پناه اخستونکي د بشري حقونو فعالان هم د بې اسنادو افغانانو په زور د ويستلو عمل انديښمن کړي دي، او وايي که چرته په دې وخت کې هغوي خپل هېواد ته بېرته وليږل شي نو د سختو شرایطو سره به مخ شي۔

د بشري حقونو فعاله او خبرياله سهار الکوزۍ ډیوه ته وایي،"په واقعۍ ډول فضا تنګه ده او سخته ده، هر يو افغان وګړې په سختو شرائطو کې ژوند کوي"

د اغلې الکوزۍ په خبره "هر چا سره ويره وي، ذهني فشار پرې راغلی دی، ذهني ناروغه او پريشانه دي، هغه چې افغانستان کې ورته حالات سخت وو تر هغې ورته په پاکستان کې حالات ډير سخت شوي دي، دوي په واقعي ډول هره ورځ په ويرې سره تېروي، نو که مونږ بېرته افغانستان ته لاړ شو نو د سختو شرایطو سره به مخ شو"

"چونکې زمونږ ژوند په خطر کې ؤ، هيڅ څوک خپل وطن داسې نه پريږدي، وطن د مور و پلاره خوږ دی، خو تر څو چې سړی مجبوره نه شي، ژوند يې خطر کې نه وي هغه خپل وطن نه پريږدي، که مونږ چرته بېرته افغانستان ته لاړ شو نو مونږ به په واقعي ډول سختو شرائطو سره مخ شو او سخت وخت به په مونږ باندې راشي"

د بشري حقونو نړيوالې ادارې وايي دا کډوال په داسې وخت کې افغانستان ته ستنېدو ته مجبوره دي چې په هېواد کې یې له مخکې بشري بحران اؤ د بشري حقونو چېلنجونه رامنځته شوي او اوس ورپسې سخت ژمی په را رسېدو دی۔

څيړونکي وايي که دافغانستان دجمهوریت په تېره دوره کې کارکوونکي د بشري حقونو فعالان، خبريالان او هنر مندان په زوره د پاکستان نه وويستل شي نو دا به د دوي ژوند ته په افغانستان کې لوي ګواښ جوړ شي۔

د سپېځلې ځاځۍ په نوم پېښور ته را په کډه شوې افغان مېرمنه وایي،" کوم خلک چې دلته راغلي دي افغانستان کې د هغوي ژوند ته خطرې پېښې وې.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي که چرته اوس د خلک یو وارې بیا د تورخم نه واوړي نو ژوند ته به یې بشپړ ګواښونه متوجې شي.

دځاځۍ په خبره " تاسو وليدل چې کوم خبريالان وو، نظاميان وو، يا يې د مېرمنو د پاره غږ پورته کولو هغوي په افغانستان کې حتماً له مينځه ځي“

د پاکستان نه په دې وروستيو کې نزدې دوه لکه افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي اؤ د کډوالو لپاره دملګرو ملتونو ادارې يو اين ايج سي ار ويلي په دې کې ځني د پي او ار کارډ لرونکو د نيول کېدو او افغانستان ته په زور د ليږلو خبرونه هم مخې ته راغلي دي.

جميل خان هم د پوليسو لخوا د نيول کېدو له ویرې د ورځې ډير لږ وخت لپاره له کوره بهر اوځي.

دهغه په خبره"مونږ اورو چې دلته د ځني خلکو ويزو او پاسپورټونو ته هم نه کتل کيږي او نيول کيږي، ځورول کيږي، نو په مونږ ويره ډيره زياته ده، په دې خاطر رانه کار خو کار پاتې دی چې له د کوره هم نه شو وتلی"

د خېبر پښتو نخوا د حکومت وياند پاکستاني رسنيو ته ويلي هغه افغان کډوال چې د ستنېدو سره ورته خطر وي خپل کېسونه دې د کډوالو اداري يو اين ايچ سي ار ته وړاندې کړي۔

نوموړي ويلي په دې پړاؤ کې فقط هغه غېر ملکيان ويستل کيږي کوم چې پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG