لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل ویلي په غزه کې یې د ترهګرو ۲۵۰۰ اهداف په نخښه کړي


دېر البلح مهاجر کېمپ غزه
دېر البلح مهاجر کېمپ غزه

نن د اتوار په ورځ اسرایل ویلي د اکتوبر په ۷مه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د برید په ځواب کې یې ٫٫ د ترهګرو د ۲۵۰۰ نه زیات مرکزونه په نخښه کړي.٫٫

اسرایل ویلي دغه اهداف د اسرایلي پوخ، هوايي ځواکونو او سمندري پوځ لخوا ٫٫ په ګډه په نخښه شوي.٬٬

د اسرایل پوځ لخوا په ټېلیګرام باندې خپور شوي یو بیان تر مخه ٫٫ تېره شپه د اسرایل ځمکني پوځ هوايي پوځ ته د حماس وسله والو د یو پوځي، تربیې او کمانډ مرکز په نخښه کولو امر کړی وو.٬٬

د حماس وسله والو پرضد د اسرایل دغه پوځي عملیات د اکتوبر په ۷مه نېټه وروسته د هغې پېل شوي کله چې د حماس وسله والو په اسرایل برید وکړو او د ۱۴۰۰ نه زیات اسرایل یې ووژل او د ۲۰۰ نه زیات یې غزه ته وتښتول.٬٬

د امریکا د خارجه چارو سېکتر انټني بلنکن د اتوار/ یکشنبې په ورځ د اسرایل د ولقې لاندې غربي غاړې ناڅافي سفر کړی او هلته یې د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره لیدلي. ښاغلي بلنکن د رام الله ښار د دغه سفر وړاندې د خالي/ شنبې په ورځ په اردن کې د عرب مشرانو سره هم لیدلي وو. تمه ده ښاغلی بلنکن د ترکي سفر هم وکړي.

اخوا د صحت نړیوالې ادارې په ټولنیزو رسنیو خپور کړي یو پوسټ کې ویلي چې د اکتوبر ۷مې نېټې راپه دیخوا یې په غزه کې د صحت په مرکزونو ۱۰۲ بریدونو رپورټ کړي. د ادارې تر مخه په دغه بریدونو کې ٫٫ ۵۰۴ کسان وژل شوي، ۴۵۹ ژوبل شوي، ۳۹ د صحت مرکزونو ته زیان رسیدلی او ۳۱ اېمبولېنسې یې زیانمنې کړي.٬٬

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي په غزه کې د صحت مرکزونو نیمه برخه په نخښه شوي او په دغو کې نیمايي په غزه کې دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس او نورو خبري ادارو د رپورټونو تر مخه د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د خپلې کابینې وزیر ایماهي ایلیاهو د خپلې څوکې نه لرې کړې. دغه وزیر ویلي وو چې په غزه د نیوکلیايي بم غورځولو امکان شته. اسرایلي‌ وزیراعظم په ټولنیزو رسنیو په خپل یو بیان کې ویلي چې د دغه وزیر خبره ٫٫ حقیقت نه ده.٬٬ دغه وزیر د اسرایل د امنیتي کابینې غړی نه دی.

د غزه په جنګي سيمه کې د اسرایل په بمبارۍ کې ملکي وګړي وژل شوي دي. او د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د نورو مرستو غوښتنه کړې ده. د عرب هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د اردن په عمان ښار کې د امریکا د بهرنيو چارو باندې د جنګ بندۍ دپاره فشار اچولی دی. د اردن د بهرنيو چارو وزير ویلي، پوره سيمه د نفرت په سمندر کې ډوبيږي.

عرب مشرانو د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن سره ليدلي او په سمدستي توګه د جنګ بندۍ په خبره يې په نوموړي فشار اچولی دی. انتني بلينکن د اردن په عمان ښار کې د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، مصراو قطر د بهرنيو چارو د وزيرانو او فلسطين لبرېشن ارګنايزېشن د مرکزي کمېټۍ د غړي او لبنان د نګران وزيراعظم سره ليدلي دي.

د اردن د بهرنيو چارو وزير ايمن صفادي د خالي په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، په اووم اکتوبر د حماس د بريد غندنه یې کړې ده، خو د غزې د جګړې ساتلو اجازه دې ور نه کړل شي.

د بلينکن سره د مصر د بهرنيو چارو وزیر سامح شکري د ليدو وروسته صفادي ويلي، په ټوله سيمه کې نفرت خوريږي او دا به د راتلونکي نسل تعين کوي. د اردن او مصر د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرايل او حماس په جګړه کې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه کړې ده.

خو بلينکن ويلي دا به ګټې ونه لري، او اشاره یې ورکړې هغه د بشري مرستو رسولو او ملکي وګړو د غزې سره بهر ويستلو دپاره په جنګ کې د وقفې ملاتړ کولی شي.د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو ويلي، دا په هغې صورت کې کېدی شي چې يرغمل شوي اسرايليان خوشي شي.

بلينکن د حماس لخوا په جنوبي اسرايل حملې ته په اشارې سره ويلي، مونږ په دې نظر يو چې جنګ بندي به حماس ډله په خپل ځای پريږدي، دغه ډله به بيا يو ځای شي او هغه څه به بيا وکړي چې په اووم اکتوبر شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG