لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه د اټومي برید مشوره ورکوونکی اسرایلي وزیر ګوښه او د کابېنې غونډو کې له ګډونه منع شوی


د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو په غزه د اټومي برید مشوره ورکوونکی د اسرایل وزیر ایچی ایلیاهو تر بل امر ګوښه کړی اؤ په حکومتي غونډو کې یې له برخې اخستو منع کړی دی.

د ای ایف پی اؤ رایټرز خبري شبکو د رپورټونو له مخې په ۷م اکتوبر د حماس لخوا په اسرایل د شوې حماس پر مهال د یرغمل کړی شوؤ کسانو کورنیو هم د اسرایلي وزیر امیچی ایلیاهو لخوا په غزه د اټومي برید په اړه شوې څرګندونې غندلې دي.

د اسرایل د وزیراعظم دفتر د اتوار- یکشنبې په ورځ اعلان وکړو چې بنیامین نیتن یاهو د میراث وزیر ایچی ایلیاهو تر بلې خبرتیا په حکومتي غونډو کې له ګډون څخه منع کړی دی.

دغه اسرایلي وزیر (الیاهو) چې د نین یاهو د واکمن ایتلاف غړی دی، د اسرایل «کل براما» راډیو سره په مرکه کې ویلي وو، چې هغه په فلسطینی سیمو کې د اسرایل په ځوابي کارروایو په بشپړه توګه خوښ نه دی، سره له دې چې په دې بریدونو کې د حماس د چارواکو په وینا تر اوسه له ۹۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

اسرایل دعوه کوي چې د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس په برید کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

الیاهو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به په غزه کې ایټمي برید ملاتړ وکړي چې ټول په کې ووژل شي؟ ویلي وؤ،"دا یو اختیار دی" خو بیا له خپلې خبرې په شا شو.

اسرایل هیڅکله په عامه توګه دا نه ده منلې چې اټومي وسلې لري.

د اسرایلي وزیر اعظم نیتن یاهو دفتر د نوموړي وزیر دغه بیان له حقیقت څخه لرې بللی دی اؤ ویلي یې دي چې اسرایل غزه کې د هغو خلکو د ژغورلو هڅې کوي چې وسله وال یا جنګیالي نه دي.

بیان کې ویل شوي چې د ګډ حکومت یو دغه وزیر تر بل امر ګوښه کړل شوی اؤ کابېنې په غونډو کې له ګډون منعې کړل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د اسرائیل د حکومت وزیران وايي چې د بنیامین نتنیاهو لخوا د کابینې له غونډو څخه د میراث د وزیر ځنډول "بې معنی" دي.

د اسرایل "وای نت" خبري وېب پاڼې د کابينې د يو وزير له خولې د هغه د نوم له يادولو پرته ليکلي: "دا يوه ټوکه ده، د کابېنې زیاتره چارې په غونډو کې له وزیرانو له ګډون پرته له لرې او د ټیلیفون له لارې ترسره کېږي"

د اسرایل د حکومت د مخالف سیاسي اپوزیشن مشر یایر لاپید هم پرون د غزې په تړانګه کې د اټومي بم د غورځولو د احتمال په اړه د الیاهو څرګندونې وغندلې او دا یې د "یو غیر مسوول وزیر وحشتناکه او لیونۍ څرګندونې" وبللې.

لاپید وویل، "هغه [په غزه کې د ۲۴۱ یرغمل شویو کسانو] کورنیو ته سپکاوی وکړ، د اسرایل ټولنه یې په غوصه کړه او زموږ نړیوال موقف یې زیانمن کړ."

هغه وویل، "زموږ په حکومت کې د سخت دریځو شتون د جګړې د اهدافو بریالیتوب، چې د حماس ماتول او د یرغمل شویو بیرته ستنیدل دي له خطر سره مخامخ کوي."

( په دې رپورټ کې د ای ایف پی اؤ رایټرز خبري شبکو د معلوماتو څخه استفاده شوې ده)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG