لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران صدر رئیسي به په سعودي عرب کې د غزې په سرمشریزه غونډه کې ګډون کوي


یوې سرچینې د ګل/ دوشنبې په ورځ اې ایف پي خبري ادارې ته ویلي چې صدر رئیسي به دغه غونډې ته وینا کوي .
یوې سرچینې د ګل/ دوشنبې په ورځ اې ایف پي خبري ادارې ته ویلي چې صدر رئیسي به دغه غونډې ته وینا کوي .

تمه ده چې د ایران صدر ابراهیم رئیسي به د اتوار/ یکشنبې په ورځ د سعودي په پایه تخت ریاض کې د اسرایل او حماس جګړې په اړه د اسلامي همکاریو تنظیم «او آی سي» په سرمشریزه غونډه کې ګډون کوي.

یوې سرچینې د ګل/ دوشنبې په ورځ اې ایف پي خبري ادارې ته ویلي چې صدر رئیسي به دغه غونډې ته وینا کوي .

د غزې د وضعیت په اړه د اسلامي همکارۍ تنظیم ځانګړې غونډه د سعودي عرب په پایه تخت ریاض کې جوړه شوې ده.

د او آی سي د غړو هېوادونو شمېر 57 دی.

سعودي عرب په 2016م کال کې هغه وخت له ایران سره اړیکې ختمې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت ګڼو خلکو وروسته له هغه برید وکړ، چې ریاض یو شیعه عالم په دار کړ. خو د روان کال د مارچ پر 10مه د بېجنګ په منځګړتوب دواړو هېوادونو یو تړون لاسلیک کړ.

د اسلامي همکارۍ تنظیم په تکرار سره په غزه کې پر ملکي وګړو په بریدونو نیوکې کوي، چېرته چې اسرایل د حماس جنګیالي ډلې د اکټوبر په اوومه د برید په ځواب کې د دغه ډلې د پوځي طاقت ځپلو هڅې کوي.

اسرایلي چارواکي وايي، د حماس په برید کې تر 1400 ډېر کسان وژل شوي، چې ډېر یې ملکي کسان وو او 240 کسان یرغمل شوي دي.

بلخوا د حماس د انتظام لاندې د روغتیا وزارت د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمیر د لسو زرو نه اوښتی چې په هغو کې څه باندې څلور زره ماشومان هم شامل دي.

د ایران صدر رئیسي او د سعودي عرب د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان تر منځ د فلسطین په اړه لومړنۍ ټیلیفوني خبرې د اکتوبر په ۱۲مه ترسره شوې چې دواړو مشرانو د فلسطین په اړه خپل دریځ بیا تکرار کړ.

د ایران حکومتي خبري ادارې ارنا د رپورټ تر مخه دواړو مشرانو د فلسطینیانو پر ضد د جنګي جرمونه د ودرولو غږ وکړو.

سعودي عرب او ایران دواړه اسرایل په رسمیت نه پیژني، خو په وروستیو کلونو کې ځېنو عربي هېوادونو د امریکا په منځګړتوب د ابراهم تړونونو «ابراهم اکارډز» له مخې د اسرایل سره سفارتي اړیکې جوړې کړې.

په دغه هېوادونو کې متحده عربي امارات، بحرین، مراکش او سوډان شامل دي، او سعودي عرب سره په دې اړه خبرې اترې روانې وې.

د څېړونکو نظر وو چې د سعودي عرب او اسرايل ترمنځ د اړيکو ټينګېدل ښايي د ډېرو نورو اسلامي هېوادونو دپاره د اسرايل سره د اړيکو جوړولو ته لاره هواره کړي، خو دا معامله د اوس وخت دپاره د اسرایل او حماس د جګړې له امله شا ته تللی ده.

(یادونه: د دې خبر ځینې معلومات اې ایف پي، او وي او اې اردو نه اخېستل شوي)

Forum

XS
SM
MD
LG