واشنګټن – په فلسطیني خاوره باندې د سېو دې چلډرن مشر جېسن لي د اسرایلو او حماس په جګړه کې بیړنۍ اوربند غوښتی.
هغه وايي، د دغې جګړې تر ټولو درنه بیه ماشومان پرې کوي او ټولې خواوې باید هر وخت د ماشومانو د ژغورنې مکلفیتونه پوره کړي.
جېسن لي د امریکا غږ له خبریالې کیدا کاسترېسې سره په زوم باندې خبرو کې ویلي، په غزه کې حالات خراب دي او لا نور په خرابېدو دي.
"اوس مونږ په یو داسې حالت کې یو چې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم وژل کېږي او په هر پنځو دقیقو کې یو ټپي کېږي چې دا ټپونه ژوند بدلونکي دي."
هغه وویل، د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو ترڅنګ د غزې ۱.۵ میلیونه خلک چې د غزې ۶۰ فیصده نفوس جوړوي له خپلو کورونو څخه تښتېدلي او بې ځایه شوي دي.
"دغو کسانو د خوندیتوب لپاره په ښونځیو، روغتونونو او داسې نورو ودانیو کې پناه اخیستې خو دغه ډول ودانۍ ځینې وخت کافي اوبه نه لري او دوی کافي خواړه هم نه لري او له ژوبل شويو ماشومانو او خلکو سره طبي مرستې هم نه کېږي. اکثره خلک په شپه او ورځ کې یواځې یو وخت ډوډۍ خوري"
دې وايي، د ښونځیو د ظرفیت څلور چنده زیات خلک په ښونځیو کې پراته دي او په خان یونس نومې سیمه کې په یو ښونځي کې چې د ۲۰۰۰ کسانو ظرفیت لري ۲۲۵۰۰ کسان پراته دي او دا په دې معنی چې ۲۲۰۰۰ کسانو ته یواځې ۱۶ تشنابونه دي نو ځکه پاکوالی نشته، ساري ناروغۍ او نس ناستی په خپرېدو دی.
دی وایي، د سپټمبر د اومې نېټې له برید وروسته د غزې د خلکو اوبه ۹۲ فیصده راکمې شوې. دا یو بشري ناورین دی او ماشومان یې بیه ورکوي.
جېسن لي د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، اوربند نه یواځې دا چې ممکن دی بلکه ضروري هم دی. په غزه کې دا مهال خوندي ځای نشته. د غزې نفوس ۲.۳ میلیونو ته رسېږي چې نیمايي یې ماشومان دي. دا مهال ۱.۱ میلیونه ماشومان دي چې اغیزمن شوي دي.
"دا په نړۍ کې یوه له ډېرو ګڼ مېشتو سیمو څخه ده. او په شمال او جنوب کې هیڅ ځای خوندي نه دی او د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمېره دا خبره تاییدوي."
جېسن وویل، په هرو دریو مړو کې دوه یې ښځه او ماشومان دي، نو ځکه دا ضروري ده چې مونږ اوربند وکړو ځکه دا یواځینۍ لاره ده چې مونږ پرې د ملکیانو ژغورنه کوو.
هغه وړاندې وویل، د غزې په جنوب کې اوه لکه کسان په موقتي سرپناو کې ژوند کوي. ټول یې ملکیان دي او خواړو ته اړتیا لري. دوی اوبو ته اړتیا لري. دوی درملو ته اړتیا لري.
جېسن دا هم وویل، روغتونونه نور فعالیت نه کوي. له هرو دریو څخه یو روغتون بې کاره شوی. له هرو دریو څخه دوه روغتیايي مرکزونه تړل شوي. ډاکټران او نرسان اوس له بې هوښۍ پرته عملیاتونه کوي. دوی د موبایلونو له رڼا کار اخلي، هلته په روغتونونو کې برېښنا نشته ځکه تېل نه لري.
Forum