پېښور ـ د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا په چترال سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې "دوه ترهګر" پکې وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار خپل یو بیان کې ویلي دا عملیات د 7م او 8م نومبر په منځ شپه کې د چترال په ارسون سیمه کې ترسره شوي دي.
خو پوځ بیا پخپل بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې.
چترال د خېبر پښتونخوا صوبې هغه لرې پرته سیمه ده چې پولې یې د افغانستان د واخان پټۍ سره لګیدلي دي .
چترال د افغانستان د نورستان ولایت سره هم یوازې د یوه غره فاصله لري چرته چې پاکستاني چارواکي وخت په وخت د ټي ټي پي د وسله والو د خوندي ځالو د لرلو تورونه لګوي خو په افغانستان واکمن طالبان بیا پخپله خاوره کې د ترهګرو شتون نه ردوي.
په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د افغانستان د لوري ترهګرو په چترال کې په امنيتي پوستو بریدونه کړي چې په دغو بریدونو کې د څلور پاکستاني امنيتي عسکرو د وژل کېدو تصدیق شوی ؤ اؤ پوځ ویلي وؤ چې د ترهګرو حمله یې ناکامه کړې ده.
پوځ په دغه مهال دعوه کړې وه چې له افغانستان څخه د برید لپاره ورغلي 12 ترهګر یې په چترال کې وژلي اؤ ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان په چترال کې په پاکستاني پوستو د بريدونو زمه واري منلې وه خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو رد کړې وه چې ګنې د چترال په بريدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د شورو یا چهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راپدېخوا په پاکستان کې ترهګري تر 60 فيصدو زیاته شوې او په ځانمرګو بريدونو کې 500 فیصده زیاتوالی راغلی.
هغه ویلي په تیرو دوو کالو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې د دوو زرو نه زیات کسان وژل شوي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی او دا ترهګره ډله پاکستان کې د بریدونو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.
خو د پاکستان د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ دې څرګندونو ته په غبرګون کې په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان دننه امن ساتل د دوی ذمه واري نه ده، پاکستان دې خپلې مسلې خپله حل کړي او د ناکامیو ذمه وار دې افغانستان نه بلي.
Forum