د غزې دپاره د مرستې په کنفرانس کې چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په پېرس کې جوړ شو، د فرانس صدر اېمانویل مېکرون پرانېستونکې وینا کې ټینګار وکړ چې "د ټولو وګړو ژوند یو شان قدر لري."
د امریکا او د څو عربي ملکونو په شمول، د څه باندې پېنځوسو ملکونو استازو په دې کنفرانس کې ګډون کړی و. د فرانس د صدر دفتر ویلي چې دې غونډې ته د اسرایل چارواکي نه و رابلل شوي، مګر له وړاندې نه په دې اړه هغو ته آګاهي ورکړی شوې وه.
صدر اېمانوېل مېکرون د حماس په ضد د اسرایل ځوابي حملو کې د بشري امداد دپاره د وقفو غوښتنه وکړه، او ویې ویل چې د عوامو د تحفظ یقیني کول د کوم بحث یا دلیل وړ خبره نده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ د دفتر (اوچا) ترمخه، شاوخوا یو نیم میلین فلسطینیان – چې د ټولې غزې قریب ۷۰ فیصده آبادي ده – د اسرایل د هوایي او ځمکنیو حملو په وجه د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره کړی شوي دي. د اسرایل دغه حملې د حماس ډلې د هغه ناڅاپي برید په جواب کې دي چې د اکټوبر په ۷مه نېټه یې د اسرایل په جنوب وکړ او د اسرایل حکومت وایي چې هغه کې ۱۴۰۰ (څوارلس سوه) اسرایلیان ووژل شول.
بل طرف ته په غزه کې د حماس د اختیار لاندې وزارت صحت وایي چې د اسرایل په هوایي حملو کې تر اوسه د ۱۰۰۰۰ (لس زره) نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
د پېرس په کنفرانس کې د مغربي ملکونو او منځني ختيځ سفارتکارانو، او همدا شان د غیردولتي تنظیمونو او ملګرو ملتونو مشرانو برخه اخېستې وه او مقصد یې په غزه پټۍ کې د هغو فلسطینیانو دپاره د فوري امداد برابرول و چې په بدترین بشري ناورین کې هلته ګیر پاته دي.
صدر مېکرون او نورو مشرانو په دې غونډه کې وویل چې فلسطینیانو سره د اوبو، خوراک، صحت، او سون موادو او بجلۍ په برخه کې مدد کول، اهم لومړیتوب دی.
د فرانس صدر دا هم وویل چې د دایمي امن دپاره ضروري ده چې د اسرایل او فلسطین دوو جدا ریاستونو د جوړولو په ترکیب کار وشي.
د فلسطیني انتظامیې وزیراعظم محمد ابراهېم اشتیه هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او د جګړې د ختمېدو مطالبه یې وکړه. هغه وویل چې دا جګړه د حماس ډلې په ضد نه، بلکې "د ټولو فلسطیني وګړو په ضد یوه جګړه" ده.
هغه زیاته کړه چې په کار ده د زخمیانو درملنه وشي او فلسطینیانو ته بجلي، اوبه، او دوایانې مهیا کړی شي.
د مصر خارجه وزیر سامح شکري وویل چې اسرایل ځینو امدادي بارونو ته اجازت ورکړی چې د رفح سرحدي دروازې له لارې غزې ته یووړل شي، مګر دا امداد بیخي کم دی.
ښاغلي شکري په ټولې نړېوالې برادرۍ او په خاصه توګه په امداد کوونکو ملکونو باندې غږ وکړ چې "په غزه کې د فلسطیني خلکو حمایت ته دوام" ورکړي.
د قبرس صدر نیکوس کرېسټوډولیډس خپل یو پلان تشریح کړ چې ترمخې به یې د بحیره روم د لارې یوه لاره پرانېستل شي چې "په یوه عملي او موثره توګه فوري، محفوظه، او د خنډ پرته دوامداره بشري امداد [غزې ته] مهیا کړی شي."
د زیارت ورځې په دې کنفرنس کې د یورپي ملکونو له طرفه د غزې خلکو ته د مالي مرستو وعدې هم ورکړی شوې.
مېکرون په دې کنفرنس کې وویل چې فرانس به ۸۰ میلین یورو (چې ۸۵.۷ میلین امریکایي ډالر کیږي) د غزې عوامو ته د بشري امداد په مد کې ورکړي. د دې نه وړاندې، سږکال فرانس په همدې منظور د ۲۱.۴ میلین ډالرو مرستې ژمنه هم کړې وه چې هغه جدا دي.
د صدر مېکرون د دې اعلان نه دوه ورځې وړاندې، جرمني د غزې خلکو ته د شل میلین یورو مرستې اعلان وکړ، او دا یې هم وویل چې د دې ترڅنګ به هغه ۷۱ میلین یورو مرسته هم جاري کوي کوم چې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې ته یې وعده کړې وې.
ډنمارک هم د غزې د عوامو دپاره د لس اعشاریه اوه میلین ډالرو مرستې وعده وکړه چې دا به د ملګرو ملتونو د بشري امداد د ډلو او د انټرنېشنل رېډ کراس له لارې هغو ته رسیږي.
په پېرس کې د دې غونډې د ختمېدو نه وروستو، یو پرس کنفرانس جوړ شو کوم کې چې فعالانو او د بشري حقونو کارکنانو په غزه کې د فوري ډزبندۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د بشري مرستو دپاره جنګ کې وقفې، پوره وخت نه برابروي چې د جګړې د ناخوالو چاره ورباندې وشي.
د اېمنسټي انټرنشنل نومي د بشري حقونو د ادارې سېکرېټري جنرل اګنېش کالامارډ وویل چې په غزه کې د اسرایل د پوځ عملیات "د نړېوال قانون یوه داسې مکرره خلاف ورزي ده.... چې د دویمې عالمي جګړې راهیسي نه ده لیدلی شوې."
د فلسطینیانو دپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې کمېشنر جنرل فیليپه لازاریني د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اسرایل د جنګ طریقه ډېره سخته وغندله او ویې ویل، "د زرهاوو ماشومانو وژل کېدل، ضمني نقصان نشي ګڼل کېدی."
په ملګرو ملتونو کې د بشري چارو دپاره مرستیال کمېشنر مارتین ګرېفېټس وویل، د غزي په هېڅ یو ځای کې "کافي سرپناه، خوراک، اوبه، صفائي او صحت" ته رسایي نشته.
Forum