لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ کپ کې د افغانستان او جنوبي افریقا مقابله: افغانستان لا هم سیمي فاینل ته د رسېدو وړوکی چانس لري


د درې پرله پسې شانداره بریاوو، او بیا د اسټرېلیا نه د ترخې ماتې خوړو وروسته، د افغانستان ټیم نن یو ځل بیا د لوبې میدان ته ځي او دا ځل د کرکټ د یو بل پیاوړي ټیم، ساوت افریقې سره مقابله کوي.

دا لوبه د هند د ګجرات ایالت په سرښار احمد آباد کې د نرېندرا مودي په سټډیم کې کېدونکې ده او د هغې دپاره، د افغانستان لوبډلې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د آمادګیو تمرینونه هم ترسره کړل.

د ساوت افریقې ټیم هم د افغانستان سره د لوبې دپاره، د زیارت/پنجشنبې په ورځ مشقونه کول.

د اسټرېلیا نه په ماتې خوړو، سیمي فاینل ته د افغانستان د رسېدو چانس ډېر زیات کم شو، خو بیا هم امکان یې بالکل له منځه ندی تللی. که چېرته افغانستان په نننۍ لوبه کې ساوت افریقې ته په ډېر زیات فرق ماتې ورکړي او د لوبو په جدول کې یې نېټ رن رېټ د سیالانو نه اوچت شي، نو بیا سیمي فاینل ته وتلی شي.

د افغانستان ترڅنګ، پاکستان او نیوزيلېنډ هم سیمي فاینل ته د رسېدو چانسونه لري. د نیوزیلېنډ بله لوبه نده پاته او په لس پواېنټونو ولاړ دی، خو پاکستان به د خالي/شنبې په ورځ د انګلېنډ سره لوبه کوي، چې که هغه وګټي، نو پواېنټونه به یې لس شي. بیا نو که دا لوبه یې په ډېر لوی توپیر (د شاوخوا ۲۹۰ رنزونو په فرق) ګټلي وي، د نیوزیلېنډ نه مخکې کېدلی شي.

افغانستان هم که نننۍ لوبه وګتي، نو پواینټونه به یې لسو ته ورسیږي، او سیمي فاینل ته به یې چانس پیدا شي، مګر د افغانستان اوسني نېټ رن رېټ ته په لیدلو، دا امکان ډېر وړوکی ښکاري چې سیمي فاینل ته ووځي.

د دې سره سره، افغانستان په دې ورلډ کپ کې ډېر زیات مینه وال لري او د لوبې طریقه یې ګڼ شمېر د کرکټ ماهرینو ستایلې ده. نو داسې ښکاري چې د ساوټ افریقې سره به یې لوبه هم په زړه پورې وي.

بل طرف ته د ساوت افریقې لوبډله د وړاندې نه سیمي فاینل ته وتلې ګڼل کيږي، او په جدول کې د هند نه پس په دویم کتار ولاړه ده. که څه هم د تېرې اتوار/یکشنبې په ورځ یې د کوربه هېواد یعنې هندوستان نه د ۲۴۳ رنزونو په توپیر، ډېره سخته ماتې وخوړله.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG