لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ پاليسي ښکاره نه ده، د ترهګرو او ولس ترمنځ فرق پکار دی


د پاکستان پخواني خارجه وزیر او د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، "کله چې مونږ د افغانستان خبره کوو، سختي مونږ له د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ترهګرو سره پکار ده، د ولس او ترهګرو ترمنځ فاصله پکار ده بايد مونږ یې د يو بل نه جدا کړو".
نوموړي پرون د جمعې په ورځ کراچۍ کې مطبوعاتو سره په خبرو کې د افغانستان په حواله د پاکستان د پاليسۍ خبره کړې ده.
هغه ويلي، "کله چې د پي ډي اېم (تېر اتحادي) حکومت وو، زمونږ اعتراضونه وو خو مونږ به (په افغانستان کې د واکمنو طالبانو) سره رابطې کولې، افغانستان د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر سفر کړی وو، دلته په پاکستان کې مونږ د پاکستان، افغانستان او چين ترمنځ خبرې کړې وې چې په خپلمنځني مسلو خبرې وکړو يو بل ته یې وړاندې کړو، زما په خيال د نورو رابطو ضرورت دی".
هغه زیاته کړې، څ"و پورې چې د (پاکستان) د نننۍ پاليسۍ خبره ده، ماته هغه واضحه نه ښکاري، زما په خيال، مونږ چې د افغانستان خبره کوو، نو سختي مونږ له د تحريک طالبان پاکستان سره پکار ده، سختي مونږ له د ترهګرو سره کول پکار دي، څوک چې زمونږ په ادارو حملې کوي مونږ له په هغو پسې تلل پکار دي د ولس او ترهګرو ترمنځ مونږ له فرق پکار دی، او هر ځای که سختي کيږي نو شايد چې هغه هدف به رسېدل مشکل وي".
پاکستان د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو وخت ورکړی او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ده.
ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.
خو پاکستان ویلي د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
په اتم نومبر د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده". کاکړ زياته کړې، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
خو د کاکړ خبري غونډې ته په ځواب کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، "د پاکستان دننه امن ساتل د دوی (طالبانو) ذمه واري نه ده، پاکستان دې خپلې مسلې خپله حل کړي او د ناکامیو ذمه وار دې افغانستان نه بلي".
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ويلي، طالبان د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي او هېڅ چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړي.
هغه زياته کړې، طالبان "په پاکستان کې دننه د امن ټینکولو مسولیت نه لري، هغوی باید خپل کورني مسایل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي".
په نهم نومبر، افغانستان سره په پوله پرتې د بلوچستان صوبې نګران وزيراطلاعات جان اڅکزي ویلي وو، "د غېر قانونه غېر ملکيانو د ايستلو د پړاو سمدست وروسته به رجسټرډ مهاجرين هم بيرته لېږلی شي" خو نوموړي نېټه نه وه ويلې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د خونديتوب د چارو مرستيالې جيليان ټريګز په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي، "مونږ په دوامداره توګه د پاکستان نه د هغو افغانانو د خونديتوب غوښتنه کوو څوک چې بيرته افغانستان په زوره په لېږلو د خطر سره مخ کېدی شي".
د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل د پاکستان د حکومت نه غوښتي، "په سمدستي ډول دې د افغان کډوالو نيول، د هغو بيرته ستنول او په غټه کچه د ځورولو لړۍ ودروي". او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د پاکستان نه بيا غوښتنه کړې "هغه افغان کډوال دې خوندي کړي چې افغانستان ته د لېږلو په صورت کې یې ژوند د ګواښونو سره مخ کېدی شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG