واشنگټن —
د کرکټ د نړیوال کپ په ۴۴مه سیالۍ کې انګلېنډ پاکستان ته د ګټلو لپاره د ۳۳۸ منډو هدف ورکړی چې دې سره سیمي فاینل یا نیمه پائ لوبې ته د پاکستان د وتلو چانس تقریباً ختم شوی دی.
که پاکستان غواړي نیمه پایلوبې ته ورسېږي ورته به د انګلېنډ لخوا ټاکل شوی دا هدف په ۶.۴ اوورونو کې ترلاسه کول وي. د هند د کلکتې په ایډن ګارډن کې اسټیډیم کې د روانې دې سیالۍ پچه انګلېنډ وګټله اؤ وړومبی یې بېټنګ واخستو.
د انګلېنډ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په تاوان ۳۳۷ منډې جوړې کړې. د انګلېنډ لومړۍ وېکټه په ۸۲ منډو هغه وخت پریوته چې دپاکستان افتخار احمد په ۳۱ منډو دانګلېنډ توپ وهونکی ډیویډ مولان وسوځولو، ورپسې حارث رووف په ۵۹ منډو جوني بیرسټو وسوځولو.
بین سټوکس ۸۴ منډې جوړې کړې، هغه د شاهین افریدي لخوا بولډ شو. جوروټ د ۶۰ منډو په جوړولو اوټ شو، هیري بروک ۳۰ منډې او جوس بټلر ۲۷ منډې وکړې، معین علي ۸ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري حارث رؤف ۳، محمد وسیم ۳، شاهین اپریدي ۲ او افتخار احمد یوه وېکټه واخیسته.
دا د نړیوال کپ په لومړي پړاو کې د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه ده، پاکستان او انګلینډ دواړو تر اوسه اته اته لوبې کړي، چې پاکستان په خپلو لوبو کې څلور او انګلینډ خپلې دوه لوبې ګټلې دي.
پاکستان د پوائنټونو په جدول کې په پنځم او انګلېنډ په اووم نمبر دی
Forum