لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په اسرایل کې د ډیجیټل بورډونو کمپاین د فلسطیني وسله والې ډلې حماس څخه د اسراییلیانو په خلاصون کې څومره مرسته  کوي؟ 


Israel Bring Them Home, promotion on LEDs
Israel Bring Them Home, promotion on LEDs

په اکتوبر اووم په اسرائیل د وسله والې ډلې حماس د خونړۍ حملې اثر د ځاي او نړیوالو مصنوعاتو په تشهیري مهمونو هم شوی. د اسرایل په تل ابیب او نورو لویو ښارونو کې په بلبورډونو، سړکونو، بسونو او اورګاډو په تمځایونه کې د مصنوعاتي برانډز ځای وس د هېش ټیګ برینګ دېم هوم سره د 200 څخه د ډیرو اسراییلیانو عکسونو او ویډیوګانو نیولی. په دې عکسونو او ویډیو یادونو کې یو ویډیو د درې کلن وییل او بله د نهو مياشتو د كفير ده.

د 30 کلن تښتول شوي ایوانون اغو مور دیتزا اغو چې یو اسرایلۍ معلمهده په تل ابیب کې د اسرائیلي پوځ د مرکزي دفتر مخې ته د احتجاج په مهال وائس اف امریکا ته وویل حماس یرغمل شویو ته د سره صلیب لاسرسی نه ورکوي:

"ریډ کراس هلته نه ورځي او نه یې د دوی (حماس) سره رابطه کړې. راته یې ویلي چې دوی دا کار نه شي کولی او حماس هم دوی ته اجازه نه ورکوي. نو له دواړو خواوو، حماس او ریډ کراس څخه، موږ ته هیڅ خبر نشته چې ګران ماشومان به مو څنګه وي او هم په دې لوی ًافسوس راځي".

Israel Bring Them Home, promotion on LEDs
Israel Bring Them Home, promotion on LEDs

د محصولاتو د برانډینګ شرکتونو څخه تر سیمه ایزو نادولتي موسسو او د اسراییلو خیرخواهانو پورې، د یرغمل شویو د ژغورنې لپاره په ډیجیټل کمپاین کې شر يک دي

خو ایا دغه کمپاین د یرغمل شویو په خلاصون کې کومه مرسته کوي؟

ډینیل ډولچېسرپه نامه یو اسراییلی ځوان چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره په مظاهره کې ګډون کوي، په دې باور دی چې په دیوالونو باندې د شعارونو په لیکلو سره به د حماس په روحیه اغیزه ونشي، خو د ملي یووالي احساس ضرور ورکوي:

"زه فکر کوم چې د یو هیواد په توګه مهمه ده چې د یو شریک مرام لپاره قوم یو شي، یو کیدل په یو ډول پیوستون تاییدوي. دا مهمه ده چې د یو هیواد په توګه د سیاسي اختلافاتو، قومي توپیرونو سره سره، هر څه چې وي، په سخت وخت کې ترې مونږ تېرشو. یعني څنګه چې د 9/11 حملو په وخت امریکیان یوځای شول. البته زما خیال نه دی چې ګني تشهبرونه په حقیقت کې د تښتول شویو په مشکل کې څه کوټلی فرق پېدا کړي یا به ددې اثر په حماس وشي خو دا کار د اسرایل د قومي مورال لپاره اهمیت لري".

د یرغمل شویو خپلوان او ملګري یو شمير دلیلونه لري. په یوه لاس کې د اسراییلو ملي بیرغ او په بل لاس کې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون د غوښتنې سره د سړک په غاړه ولاړ الون وايي، کله چې د اکتوبر په اوومه اسراییلیان له خوبه راویښ شول، هر څه بدل شوي وو:

"موږ چې د اکټوبر په اوومه له خوبه راویښ شو نو داسې معلومېده ناڅاپه موږ په یوه بل هیواد کې یوو، یو داسې هیواد چې ترهګر پکې دننه شوي وو او ماشومان یې ووژل، ښځې یې ووژلې، مشران یې ووژل. ځکه مونږ ددې په ضد او د اغوا شویو دخلاصون لپاره بطور احتجاج په سړک ولاړ یوو، له بده مرغه زموږ حکومت هم ډېر څه نه کوي".

Israel Bring Them Home, promotion on LEDs
Israel Bring Them Home, promotion on LEDs

د اسرایلو مشهورو شخصیتونو هم د یرغمل شویو د ژغورلو په کمپاین کې برخه اخیستې ده. په یوه ځانګړي کمپ کې د اسرایلو مشهورې سندرغاړې هانا ډریسنر چې په الا نیت مشهوره ده، تر یو ساعت زیات ملي سرود وغږوه

ورته صحنې په تل ابیب کې د مشهور جافا سړک په څلورلارې کې هم ولیدل شوې.

خلیجي هیواد قطر د اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره منځګړیتوب کوي. حماس د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون د شرط په توګه د خپلو سترو بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. اسرایل دا ډول غوښتنې رد کړې دي. په لویدیځه غاړه کې یوه فلسطیني چارواکي قدورا فارس دعوا کړې چې د اسرائیلو په زندانونو کې شاوخوا 6700 فلسطینیان بندیان دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG