لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیتن یاهو: حماس وسله واله ډله د غزه هسپتالونو نه د ناروغانو خوندي ویستلو لارې بندوي


د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ ویلي ٫٫ داسې هیڅ علت نشته ٬٬ چې د غزه محاصره شوي شفا روغتون نه په خوندي توګه ناروغان وه نه ویستل شي، او دعوه یې کړې چې د حماس جنګیالي ٫٫ دوي ته د زیان رسولو لپاره هر څه کوي.٬٬

د اسرایل وزیراعظم د امریکا سي اېن اېن ټي وي ٫٫ سټېټ اف دي یونین ٬٬ خپرونې ته ویلي د دغه روغتون نه ۱۰۰ ناروغان بهر ویستل شوي او په لسګونو زره فلسطینیان چې دغه سیمې سره نژدې پاتې کیدل په ٫٫ خوندي لارو٬٬ د غزه ښار خوندي سویلي برخې ته تللي دي.

د غزه دغه لوې روغتون سره د اسرایل او حماس وسله والو تر منځه جګړه روانه ده او د هسپتال مشر محمد ابو سلمیه ویلي د هسپتال چار چاپیره جګړه روانه ده.

د واېټ هاوس د قامي امنیت سلاحکار جېک سولیون د امریکا سي بي اېس نیوز ٫٫ فېس دي نېشن ٬٬ خپرونې ته ویلي ٫٫ امریکا نه غواړي د روغتون دننه جګړه نه غواړي چرته چې معصومه خلکو پناه اخستې او د ناروغانو علاج ترسره کیږي او په جګړه کې ګېر شوي. مونږ د اسرایل دفاعي ځواکونو سره په دې اړه مسلسل رابطه کې یو.٬٬

په دغه روغتون کې د تیلو د کموالي د لاسه د یو شمېر ناروغانو درملنه ځنډول شوې چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي او د ګڼ نور ناروغان د ژوند د خطر سره مخ دی.

نیتن یاهو بې د کومو تفصیلاتو ورکولو ویلي چې اسرایل ٫٫ شفا روغتون ته د تیلو ورکولو وړاندېز کړی ٬٬ خو هغوي ٫٫ دغه وړاندېز رد کړی.٬٬

بل اړخ ته د واېټ هاوس د امنیت سلاحکار امریکایي مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي چې امریکا د اسرایلو قطر او مصري چارواکو سره ٫٫ په فعاله توګه په رابطو کې ده ٬٬ چې د حماس وسله والو لخوا تښتول شوي ۲۴۰ یرغمل شوي کسان راخلاص کړي. په دغه یرغمل شوو کسانو کې نهه امریکایان او یو بل خارجي چې د امریکا د روزګار حق لري هم شامل دي.

جېک سولیون ویلي صدر جو باېډن به ٫٫ تر هغې په ارام نه کښیني تر څو چې دغه یرغمل شوي کسان ټول په خېریت سره ازاد شوي نه وي.٬٬

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د حماس وسله والو لخوا تښتول شوي دغه کسانو په اړه د امریکا سي اېن اېن ټي وي ته ویلي ٫٫ مونږ هر هغه څه کوو چې کولی یې شو، او ډیر څه داسې دي چې ځه یې نه شم ویلی، چې دغه کسان راخوشي کړو.٬٬

د اسرایل مشر د امریکا لخوا د جنګ وروسته غزه واک اختیار د فلسطیني ادارې ته سپارلو وړاندیز یو وارې بیا رد کړی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG