د نهې/ سه شنبې په ورځ د امریکا په پایه تخت واشنګټن ډي سي په نېشنل مال کې د اسرایل په ملاتړ شوي لاریون ’مارچ فار اسرایل ‘ګډونوالو د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره د خلاصون دپاره د اقداماتو غوښتنه، او د امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې د یهودانو پرضد د کرکې او د جرمونو غندنه کړې ده.
د دغه لاریون مقصد د اکټوبر په اوومه د حماس په بريد کې د وژل شوو کسانو او دوو سوو نه د زياتو کسانو د يرغمل کېدو وروسته د اسرايل ولس سره د پيوستون څرګندونه وه.
دا لاریون د شمالي امریکا د یهودي سازمانونو لخوا تنظیم شوی و چې پکې زرګونو خلکو برخه اخیستې ده.
په لاریون کې شاملو کسانو د یرغمل شویو کسانو عکسونه په لاسونو کې نيولي وو او پر بینرونو یې د یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره د خلاصون غوښتنه کوله.
د “مارچ فار اسرایل ” منتظمینو تمه لره چې په دغه لاریون کې به په لویه شمېره کې خلک برخه واخلي. د دې لاریون لپاره کلک امنیتی ګامونه اخېستل شوي وو. د واشنګټن ډي سي ته غځېدلې لویې لارې د نهې له سهار راهیسې تړل شوې وې، او د امنیتي اندیښنو له امله پولیس هم په لویه شمېره کې ځاې پر ځاې شوي وو.
په غزه کې د اسرايل پوځي عمليات د اکتوبر په اوومه د اسرایل په سویل کې د اسلامي فلسطیني ډلې حماس له برید وروسته اسرایل د حماس پر ضد خپله جګړه پیل کړې ده. د اسرایل د شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شوي او ۲۴۰ نور یرعمل شوي اؤ غزې ته تښتول شوي دي.
په غزې کې د حماس د واک لاندې روغتیایي چارواکي وایي، په دغه جګړه کې تر ۱۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.
یوه اونۍ وړاندې په واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نزدې د فلسطینیانو په پلویتوب یوه لویه مظاهره شوې چې تر ۱۵۰ زیاتو سازمانونو پکې برخه اخیستې وه. دوی غوښتنه کړې وه چې امریکا دې له خپل نفوذ څخه په استفادې په غزه کې اوربند ټینګ کړي او له اسرایل دې پوځي مرستې بندې کړي.
یادونه:- د رپوټ اکثر معلومات د وي او اې اردو څانګې نه اخیستل شوي دي
Forum