د افغانستان د بیا رغونې د چارو څارونکې امریکایي ادارې سیګار یو ځل بیا ویلي، د دې ضمانت نه شي کېدی چې له افغانستان سره په تېرو دوو کلونو کې د امریکې شوې مرستې سمو ځایونو ته رسیږي. طالبان وایي دې مرستو ته باید سیاسي رنګ ور نه کړل شي.
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي، امریکې له هغه راهیسې له دې هېواد سره د تقریباً دوه اربه ډالرو مرسته کړې ده.
امریکایي چارواکي وایي امکان نه لري چې په افغانستان کې واکمن طالبان له دغو مرستو شخصي ګټه تر لاسه نه کړي. د سیګار مشر جان سوپکو د نهې- سه شنبې په ورځ د امریکې د کانګرس غونډې ته وویل:
"ثبوتونه لرو چې طالبان د امریکا مرستې تر لاسه کوي. مونږ نه ده معلومه کړې چې هغوي په کره توګه څومره رقم تر لاسه کړی. لکه ما چې په اعلامیه کې هم وویل، غله معمولاً نه وایي چې څومره غلا یې کړې".
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل حکومت تر انتظام لاندې سرکاري «رېډیو افغانستان» ته په یوه مرکه کې ویلي، چې مرسته ورکوونکي باید له افغانستان سره خپلې مرستې سیاسي نه کړي.
مجاهد ویلي د امریکا حکومت خپلې مرستې د طالبانو حکومت ته مخامخ نه دي ورکړې بلکې دا د غیرسرکاري ادارو له خوا لګول شوې دي.
خو جان سوپکو د استازو اېوان ته په خبرو کې دعوه وکړه او ویې ویل چې طالبان د مرستو د منصوبو د عملي کولو لپاره له امریکا د پیسو غوښتنه کوي، خو دا پیسې بیان بلې خواته اړوي:
"طالبان پر ملګرو ملتونو او نورو غیرسرکاري ادارو فشار اچوي چې د دوی غړي، خپلوان او متحدین ولګوي او د مرسته کوونکو ادارو له خوا د مرستو په وېش کې برخه ولري او د طالبانو اړوندو انجوګانو سره تړون وکړي."
له افغانستان سره د امریکې د مرستو په هکله په داسې مهال پوښتنې پیدا شوې دي چې د امریکا په کانګرس کې له اوکراین او اسرایل سره د مرستو پر سر وار د مخه جنجال روان دی.
د امریکې په استازو اېوان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر مایکل مککال هم په دې غونډه کې ومنله چې طالبان له افغانستان سره د امریکې شوې مرستې پټوي او د خپلو "ناوړه" کړنو لپاره یې کاروي:
"څه شی چې ما ځوروي، دا دي چې د بایډن اداره په هر قیمت [له طالبانو سره] د تعامل پالیسي پر مخ بیایي".
که څه هم امریکې څه باندې دوه کاله مخکې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته خپل ټول پوځیان په بیړه له افغانستانه و ایستل خو وایي دا هېواد به یواځې نه پرېږدي او تر ټولو ډېرې مرستې یې ورسره کړې دي.
د سیګار مشر جان سوپکو وایي له افغانستان سره د مرستو بندول به له طالبانو سره د امریکې پر پالیسي هم اغیز وکړي. سوپکو وویل، "خلک به په کوڅو له لوږې مړه شي، څومره کنټرول او نفوذ چې مونږ لرو- چې زما په فکر ډیر لږ دی- که مرستې بندې کړو، دا به هم ختم شي".
د کانګرس یو شمېر غړي دا مني چې که له افغانستان سره د امریکې مرستې بندې شي، په دې هیواد کې به بشري ناورین راشي.
د امریکا د استازو اېوان یو غړي ګریګوري میکس له افغانستان سره د امریکې د مرستو په هکله وویل، " مهمه ده چې له طالبانو سره په هغه برخه کې تعامل وساتو چې باید یې وکړو، خو زه فکر کوم د دې حقیقت نه منلو سره به زموږ پالیسي ښه نتیجه ولري".
ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې اټکل کړی وو چې له افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې 30 فیصده کموالی به د افغانستان په اقتصاد "ویجاړوونکی" اغېز ولري.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم تېره اوونۍ خبرداری ورکړی وو چې له پاکستانه هغه په لکونو افغانان چې په زور ایستل کیږي، کېدای شي په افغانستان کې روان بحران لا پسې خراب کړي.
Forum