د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني ویلي چې د افغانستان ګاونډي ملکونه او روس د طالبانو سره د یو "تفاهم" یا هوکړې په بنیاد تعلقات ساتي چې که ځانګړي شرایط پوره شي، نو دغه ملکونه په په یو وخت کې ټول د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
آصف دراني د زیارت/پنجشنبې په ورځ یو نړېوال سیمینار ته په خبرو کې وویل چې په سیمه ییزه کچه دغې مشترکې تګلارې د جنګ ځپلي افغانستان سره په اقتصادي اړخ کې مرسته کړې ده.
ښاغلي دراني د مارګالا ډائیلاګ په کلنۍ غونډه کې چې د اسلام آباد پالیسي ریسرچ په سرکاري انسټیټیوټ کې جوړ شوی و، وویل: "د افغانستان د شاوخوا ګاونډیو ملکونو او روس ترمنځ یوه هوکړه یا تفاهم موجود دی چې مونږ به د طالبانو رژیم په یو اړخیز ډول نه، بلکې ټول په یو دم په رسمیت پېژنو."
هغه زیاته کړه چې د خطې د ملکونو دغه اتفاق، هغو ته لاره هواره کړې چې د افغانستان د موجوده واکمنانو سره "په دوه اړخیزه تجارت، د کرنسیو په تبادله، او بارټر تجارت" لوظنامې وکړي. د دراني په وینا، که داسې څه نه وي، نو دا احتمال مخې ته راځي چې د غریب ځپلي افغانستان نه لس میلینه خلک وتښتي او پاکستان ته پناه یوسي.
د پاکستان دغه سفارتکار د نړېوالو څارونکو او د ملګرو ملتونو په ملاتړ د تازه مطالعاتو په یادونې سره وویل: "په افغانستان کې مثبت شی دا دی چې هلته کرپشن کم دی، او [طالبانو] خپل آمدن سېوا کړی دی. په ملک کې امن دی... د مخدره موادو یا اپینو د کرلو کچه دومره ټيټه شوې چې تر اوسه یې مثال نه و."
ښاغلي دراني دا خبرې رد کړلې چې ګني پاکستان به د ګاونډي افغانستان نه د ترهګرۍ د خطرو د ځپلو په بدل کې، د طالبانو حکومت ته سفارتي تسلیمي ورکړي.
د هغه وینا وه چې: "مونږ باید (د هغه ګاونډیو ملکونو) د عمومي اتفاق برخه اوسو، ځکه مونږ صرف د افغانستان په اړه خبره نه کوو، بلکې د خطې په اړه خبرې کوو او دا به زمونږ په سیمه ییزې پالیسۍ هم اثر وغورځوي."
هغه وویل چې پاکستان یوازېنی ملک ندی چې توقع لري طالبان ځیني شرایط پرځای کړي، به طور مثال د ښځو او جینکو په تعلیم او کار باندې لګول شوې پابندۍ ختمې کړي.
"هغوی وایي دا اسلامي (حکم) دی. دا اسلامي (حکم) ندی. ممکن دا [افغان] قبایلي یا ثقافتي روایات وي، خو اسلامي ندي."
طالبانو د اسلامي شریعت نه د سختدریځه معنا په اخېستو، افغانستان کې د شپږم جماعت نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې او ښځې یې د اکثره سرکاري او غیرسرکاري دندو څخه منعه کړي دي. په دې ډله کې هغه ښځې هم له کاله منع کړی شوي چې افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو او نورو امدادي تنظیمونو په دفترونو کې کار کولو.
طالبانو پخپلو پالیسیو باندې د نورو له اړخه شوي تنقیدونه رد کړي، او وایي چې تګلارې یې د اسلامي شریعت او افغان ثقافت مطابق دي.
روس، ایران، او ځیني نور سیمه ییزو ملکونو له طالبانو غوښتي دي چې پخپل حکومت کې ټولو افغانو ډلو ته ځای ورکړي چې یو ټولشموله حکومت جوړ شي. بل طرف ته پاکستان او چین په دې ټینګار کوي چې ښځو ته دې اجازه ورکول شي چې د جنګ ځپلي افغانستان په پرمختیا کې برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو له خوا د یو آزاد کمېشن ارزونه هم ښيي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه په دې پورې اړه لري چې افغانستان د عالمي معاهدو ترمخه پرخپلو ژمنو او فریضو اودرېږي، او بل دا چې د ښځو په حقونو باندې لګولې پابندۍ لېري کړي.
Forum