لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېتن ياهو: اسرايل په جګړه کې د ملکي وګړو بچ کولو ممکنه هڅې کوي


د اسرايل وزيراعظم بنيامين نېتن ياهو ويلي په غزه کې د حماس پرضد جګړه کې ملکي وګړو ته د تاوان اوړېدو څخه بچ کېدو دپاره ټولې ممکنه هڅې کوي، هغوی ته پاڼې غورځول شوي چې ووځي، خو په مرګ ژوبلو کمولو کې نه دي بريالي شوي.

د یو بل خبر ترمخه، د رپوټونو ترمخه د اسرايل پوځ ویلي، د شفا روغتون سره نزدې ورته د حماس لخوا يرغمل شوې يوې ښځې مړی يا جسد ترلاسه شوی دی.

د رويټرز خبري ادارې په رپوټ کې راغلي، د نېتن ياهو نه د زيارت/پنجشنبې په ورځ د امريکايي ټي وي چېنل سي بي اېس لخوا پوښتنه شوې د اووم اکتوبر د حماس د بريد په ځواب کې د زرګونو فلسطينيانو وژنه به کرکې ته نوره وده ور نه کړي؟

په ځواب کې نوموړي ویلي، "د هر ملکي وګړي يوه الميه ده، مونږ له داسې کول نه دي په کار، ځکه مونږ ملکي وګړو ته د تاوان رسېدو څخه بچ کولو دپاره پوره هڅې کوو، خو حماس دوی ته د تاوان اړولو دپاره هر څه کوي".

هغه ويلي، "مونږ ورته پاڼې لېږلي، په ټيليفون موبايل مو ورته ویلي، چې دغه علاقې پرېږدئ او ډېر خلک وتلي هم دي".

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتن یاهو

په اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرایل بريدونو کې، د اسرایل د حکومتي شمېرو ترمخه، د 1200 پورې اسرايليان وژل شوي او 240 پورې نور يرغمل شوي وو، او د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د 11000 نه زيات کسان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.

اسرايل وايي د حماس پرضد یې پوځي عمليات پېل کړي او د پوځي عملياتو هدف یې د حماس تباه کول دي.

نېتن ياهو ويلي، "مونږ هڅه کوو چې ملکي وګړو ته کم نه کم تاوان ورسي او حماس د مينځه لرې کړو، ځکه مونږ هڅه کوو چې ملکي وګړو ته کمه مرګ ژوبله واوړي خو د بده مرغه په دې نه يو بريالي شوي".

د ېرغمل شوې ښځې د مړي موندل

په داسې حال کې چې اسراییلیان له خپل حکومت نه غواړي چې د حماس ډلې په قبضه کې ېرغمل شوي کسان دې ژر تر ژره وژغوري، تر اوسه د هغوی د خلاصون څه خبر ندی ورکړی شوی او د یوې مړی یې تازه په غزه کې موندل شوی دی.

د اسرايل پوځ ویلي، "د شفا روغتون سره نزدې یې د يوې يرغمل شوې ښځې مړی يا جسد ترلاسه کړی دی".

د رویټرز ترمخه، د اسرايل پوځ د زیارت په ورځ ویلي، دغه جسد چې د يهودیت ويس دی په اووم اکتوبر د حماس د وسله والو لخوا د 240 يرغمل شوو د جملې څخه يوه ده، او جسد د شفا روغتون سره نزدې ترلاسه شوی دی.

یهودت ویس د سرطان ناروغي هم درلوده او د حماس وسله والو یرغمل وړې وه
یهودت ویس د سرطان ناروغي هم درلوده او د حماس وسله والو یرغمل وړې وه

د اسرايل پوځ ویلي، د جسد پېژندګلو به د فارنزک معاينې د لارې کولی شي او بيا به یې کورنۍ ته اطلاع ورکړي.

نېتن ياهو سي بي اېس ته ویلي، د دوی سره قوي نخښې وې د حماس لخوا يرغمال شوي کسان د غزې په شفا روغتون کې دي خو د اسرايل پوځ چې هلته ځمکني عمليات پېل کړل نو دوی هلته نه وو.

هغه زياته کړې "مونږ ځکه د شفا روغتون ته ننوتلو چې زمونږ سره د يرغماليانو هلته ساتلو قوي نخښې وې، او که دوی هلته وی مونږ به را ايستلی وی".

هغه زياته کړې د يرغمال شوو په اړه استخباراتي معلومات لري خو په دغه یې نور څه نه دي ویلي.

د اسرایل دفاعي ځواکونه د شورو/چهارشنبې په ورځ شفا روغتون ته ننوتي وو.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري د شوروپه ورځ ویلي وو، دوی په الشفا روغتون کې یواځې د حماس د وسلوالو خلاف هدفي عملیات کوي او د دې لپاره یې خپلو پوځیانو ته داسې روزنه ورکړې چې عام خلک به نه زیانمن کېږي:

هغه ویلي وو، "د ای ډي ایف په ځواکونو کې طبي ډلې او عربي ویونکي شامل دي او هغوی ته روزنه ورکړل شوې ده چې دغسې پېچلیو او حساسو حالاتو ته تیار اوسي او د دې مقصد دا دی چې حماس له کومو خلکو د ډال په توګه کار اخلي هغوی ته هیڅ زیان ونه رسېږي".

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG