لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د حج نوې پالیسي اعلان کړې، د تېرکال په پرتله به دا ځل حج ارزان وي


د پاکستان د مذهبي چارو نګران وزير ډاکټر انيق احمد د کال 2024م لپاره د حج پالیسۍ اعلانولو په مهال ويلي دي چې د پاکستان په تاريخ کښې به په وړومبي ځل حج د تير کال په پرتله ارزان وي.

دا ځل په حج پالیسۍ کې حکومت د ۲۰ ورځو لپاره د حج یو د لږو ورځو پیکج هم مخې ته راوړی دی چې د عادي پیکج په پرتله به پرې ۸۰ زره روپۍ زیات لګښت کیږي.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د سعودي چارواکو د کال 2024م لپاره پاکستان ته د 179,000 کسانو د حج برخه ورکړې ده چې په دې برخه کې نیمایي د شخصي حج آپریټرانو لپاره ده.

بهرنیو هیوادونو کې میشت پاکستانیان به د اسپانسر اسکیم د لارې حج کولی شي اؤ هغوي به له خپل لوري د چا د نومولو صلاحیت هم لري خو د حج لپاره به ترې پیسې یوازې په امریکایي ډالرو کې اخېستل کېږي.

د نوې حج پالیسۍ له مخې د اسپانسر شپ اسیکم لکښت به د ملک د شمالي سیمو نه حج ته د تلونکو لپاره 3 زره اؤ 800 اؤ د جنوبي برخو نه 3 اؤ 765 ډالر وي.

د سرکاري حج لپاره به درخواستونه د روان کال د27 نومبر څخه تر 23 دسمبر پورې د بېنکونو له لارې ترلاسه کولی شي.

د مذهبي امورو نګران وزير د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د حج پالیسۍ اعلانولو په مهال ویلي، نګران حکومت د تېرو دريؤو مياشتو راهسې د حج پالېسۍ 2024ء باندې کار کړی دی اؤ پروسکال په حج 11 لکه اؤ 70 زره روپۍ لګښت راغلی ؤ اؤ سږکال به دا لګښت یو لک روپۍ کم یعنې 10 لکه اؤ 70 زره وي.

نوموړي وویل په حج کې به د یو لک روپو کمی وي اؤ د حج معیار به هم ورسره نه اغېزمن کیږي.

هغه وویل سرکاري اسیکم کې چې کوم خلک حج ته ځي حکومت به هغوي کې 90 حاجیانو ته د 30 کیلو ګرامه سامانونو لپاره یو یو سوټ کیس هم ورکوي.

د مذهبي چارو نګران وزیر وویل چې په روډ ټو مکه منصوبه کې اسلام اباد له وړاندې څخه شامل کړی شوی دی اؤ اوس د سعودي حکومت دې منصوبه کې کراچۍ هم شامله کړې ده اؤ د لاهور په شاملولو پکې هم کار روان دی.

ډاکټر انیق احمد وویل د سعودي حکومت د نوې حج پالیسۍ په اساس د حج اپریټرانو د شمېرې 900 نه 46 ته د راکمولو غوښتنه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG