لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان دیني عالمان وایي افغان طالبانو سره قام ولاړ ؤ ځکه یې دوي ملاتړ کړی خو وایي ټي ټي پي سره هیڅ نشته


Pakistani Ulema Heading to Afghanistan
Pakistani Ulema Heading to Afghanistan

پاکستاني دیني عالمان وایي د پوځ دا دعوې بیخې په ځای دي چې ټي ټي پي‌ د پولې د پورې غاړې(افغانستان) نه پاکستان کې ورانکاري کوي اؤ دوي وایي هیواد کې دترهګرۍ پرضد دپوځ د بیانیې ملاتړ کوي.

دخېبر پښتونخوا مشر خطیب مولانا طیب قریشي وي او ای ډیوه ته ویلي که پاکستاني عالمانو په تېرو وختونو کې د افغان طالبانو ملاتړ کولو خو دهغوي تر شا قام ولاړ ؤ اؤ نن یې په ټول افغانستان واک ټینګ کړی دی خو د ټي ټي پي سره نه خو قام ولاړ دی اؤ نه یې په واک کې د پاکستان کومه سیمه شته.

دپاکستان بیلابیلو مسلکونو سره تړاؤ لرونکو دیني عالمانو اوړمه ورځ دپاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير سره ليدلي وؤ او دپاکستان ددې دریځ او تحفظاتو تاييد او ملاتړ یې اعلان کړی ؤ چې د افغانستان دخاورې نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.
د پوځ لخوا ددغه کتنې په اړه خپور شوي بیان کې ویل شوي وؤ چې په یاده غونډه کې د افغانستان نه د پاکستان د تحفظاتو د لرې کولو دپاره په ګامونو اخستلو ټينګار شوی دی.

په یاده غونډه کې د ملک د نورو صوبو دعلماو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا مشر خطيب مولانا طيب قريشي هم شامل برخه درلوده، نوموړی وایي د پوځ لخوا چې کوم بيان جاري شوی دغه مسله باندې د ټولو صوبو د بېلابېلو مسلکونو سره د تړاؤ لرونکو دیني علماو لخوا ډير ژور بحث شوی دی۔

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي" څه چې ايي ايس پي ار ويلي هغه مونږ تايیدوو، دغه خبرې شوې دي، هغوي(پوځ) علما په پوره اعتماد کې واخستل، چې کوم واقعات اوس،اوس شوي دي په هغې کې دا خبره محسوسه کړی شوه چې په هغې کې د پولې پورې غاړې نه له ګاونډي هیواد څخه دترهګرۍ پېښې شوې دي"

افغانستان کې دطالبانو واک ته له رسېدو وړاندې به په پاکستان دا تورونه لګېدل چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي او د افغان طالبانو دپېښور او کوټې شورا ګانې فعاله دپاکستان دننه فعالې دي خو پاکستان به تل دغه تورونه ردول.

څېړونکي وایي په افغانستان واکمنو طالب مشرانو کې زیاترو د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې کړې دي اؤ دا خبره پخپله وخت په وخت دپاکستان د دیني مدرسو مشرانو پخپله هم منلې ده اؤ ځانونه یې د افغان طالبانو د روحاني پلارانو په نومونو یاد کړي دي.
خو دا چې د پاکستان د دیني عالمانو لخوا د افغان طالبانو ملاتړ او د پاکستاني طالبانو د عملياتو مخالفت په کوم بنياد کيږي؟ مولانا طيب قريشي يي ځواب کې وایي:

"ګورئ دا معامله هسې خلک کنفيوز کوي، د ټي ټي پي او امارت اسلامي په وجود کې د ځمکې او اسمان فرق دی، امارت اسلامي خو څه داسې ډله نه وه چې په يو کوڅه کې راوتلي وو، د افغانستان د طالب سره د هغه ټول قوم ولاړ دی، نن يي تاسو وګورئ چې په افغانستان کې يو ځاي داسې نشته چې د هغوي سره په قبضه کې نه وي"

خو مولانا قریشي بیا پوښتنه کوي چې برعکس د ټي ټې پي سره څه دي؟

"خبره دا ده چې دا باید خپلو کې ګډ نه کړل شي ، د (افغان) طالبانو تحريک د دې نه يکسر مختلف و، د پاکستان او افغانستان علماء ټول په هغې متفق وو، ښه فېصله وه يا بده وه، خو په هغې اتفاق رایې وه، اجماع وه پرې، خو د ټې ټې پي د دارالعلوم حقانيي نه واخله تر دارالعلوم کراچۍ پورې يو هم حمايت نه دی کړی"

د ټي ټي پي په اړه څيړونکي وايي څنګه چې زياتره افغان طالبان د ديوبندي مکتبه فکر سره تعلق لري همدغسې د ټي ټي پي زياتره وسله وال هم د دغې مکتبه فکر منونکي دي، ټي ټې پي چې کله په پخوانیو قبايلي سیمو کې غلبه لرله نو د خپلو فېصلو په رد کې به ېې د حقانيې مدرسې فتوه منله۔

څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د هغوي د پاکستاني علماؤ په اړه نظرونه بدل شوي، او اوس پرې هغسې اثر نه لري کوم چې به يې پرې وړاندي لرلو.

لیکوال اؤ څېړونکی ډاکټر ګلزار جلال ډیوه ته وایي"مخکې به په افغان طالبانو د پاکستاني دیني عالمانو اثر او کنټرول زيات و، خو اوس دا خبره بدله شوې ده .
دهغه په وینا "د ټولو نه غټه خبره دا ده چې (افغان) طالبان اوس هغه هومره ددې ځاي دعلماو يا واکمنو په کنټرول کې نه دي څومره چې مخکې وو"

پاکستان په دې روستيو کي دا تورونه زيات کړي چې ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي ځالې لري او هم د هغه ځاي نه په پاکستان کې بريدونه پلانوي.

افغان طالبان دا خبره په تواتر سره ردوي او وايي ټي ټي پي د پاکستان د کور دننه مسله ده، او دوي چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد پرضد وکاروي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG