لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: هوشاب کې په موټر چاودنه کې درې تنه وژل شوي


File Photo
File Photo

د پاکستان د بلوچستان صوبې د کيچ ضلعې په هوشاب علاقه کې په يو روان موټر ګاډي چاودنه شوې درې تنه پکې وژل شوي دي.
د مکران ډويژن او کيچ ضلعې چارواکو ويلي، د اتوار/يکشنبې په ورځ نامعلومو ترهګرو د چاودنې د لارې موټر په نخښه کړی او په موټر کې د ناستو درېو تنووژنه یې تاييد کړې ده.د کيچ مرستيال کمشنر حسنېن بلوچ ډان ډاټ کام ته ويلي، پېښه د هوشاب په بالګتار علاقه کې شوې ده. په پېښه کې د وژل شوو کسان په اړه څه نه دي ویل شوي خو زياته کړی شوې مړي يا جسدونه یې د تربت روعتون ته وړل شوي دي.


چارواکو ويلي، د پېښې وروسته امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پيل کړي دي. د پاکستان بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ ده.

د روانې مياشتې په سر کې د بلوچستان په ساحلي ښار او د چین پاکستان د اقتصادي راهدارۍ سیپېک په مرکز ګوادر کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وسلوال برید شوی لږ تر لږه 14 پوځیان پکې وژل شوي وو. د پاکستان پوځ ویلي وو، "د نومبر په درېیمه د امنیتي ځواکونو دوه ګاډي په ګوادر ضلع کې له پسني څخه اورماړې ته روان وو، ترهګرو په نخښه کړل، په پېښه کې 14 پوځیان وژل شوي" وو.


په درېم او څلورم نومبر د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، د بلوچستان په ګوادر او د پنجاب په میانوالي ښارونو کې په وسلوالو بریدونو، چاودنو او عملیاتو کې د پوځیانو او وسلوالو په ګډون ټول 34 تنه وژل شوي وو.

يادو پېښو ته په غبرګون کې د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير داخله سرفراز بګټي په اېکس (پخواني ټويټر) ویلي وو، "په ډېره اسماعیل خان، پسنی (ګوادر) او ميانوالي کې د حمله کوونکو ترهګرو نومونه ځانله ځانله دي خو دښمن يو دی" هغه ویلي، "د ترهګرۍ تازه څپه د پاکستان بيا د بې یقينۍ او بې ثباتۍ ښکار کولو سازش دی".
بګټي زياته کړې، "ټولې غېر پوځي او پوځي ادارې به د وینې د اخري قطرې پورې د ملک دفاع کوي او د دښمنانانو سازشونه به ناکاموي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG