لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوليو ويکسين په اړه په کوټه پوهنتون کې انځوريز نندارتون جوړ شوی


د بلوچستان د پوليو مخنيوي پروګرام په انتظام د کوټې په بيوټمز يا ای ټي پوهنتون کې په يوه ورځني نندارتون کې سلګونه هغه انځورونه نندارې ته وړاندې شوي وو چې په کې د پوليو وايرس په اړه ټولنې ته پيغامونه نغښتې وو.

په نندارتون کې شريک زده کوونکي وايي، پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده، چې د ماشوم اندامونه فلج کوي، په نندارتون کې هغه توکي نندارې ته ايښوول شوي، چې د پوهنتون د زده کوونکو له لوري رسم يا جوړ شوي دي.

د بيوټمز زده کوونکې ګل مينه بلوڅ وايي،

"ما خپل پينټنګز په دې اړه جوړ کړی چې هر ماشوم له وايرس د خوندي کولو حق لري او دا د ټولنې د هر فرد ذمه واري ده. پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده، بايد موږ خپل ماشومان له دې ناروغۍ خوندي وساتو او تر پينځو کلونو پوري قطرې ورکړو. زما پيغام د ټولو ميندو لپاره دا دی، چې خپلو ماشومانو ته پوليو ضد قطرې ورکړي. قطرې د پوليو وايرس مخه نيسي."

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې (يونيسيف) چارواکي وايي، د نندارتون جوړولو موخه دا ده چې زده کوونکي د خپلو هنري اثارو له لارې ټولنې ته د پوليو ويکسين د ارزښت او د وايرس د منفي پايلو په اړه مثبت پيغامونه وړاندي کړي.

په ټولنه کې ځوانان د بدلون سمبول دي، او ارټيسټ يا هنرمند د خپل هنر له لارې ټولنې ته مثبت پيغام ورکولای شي.

د يونيسيف چارواکې معصومه قربان وايي،

"پوليو تقريبا اوس په ټوله نړۍ کې ختمه شوې، خو يوازي دوه هيوادونه پاکستان او افغانستان دي، چې په کې دغه وايرس اوس هم وجود لري. يو وخت داسي وو، چې په پاکستان کې شل زره مثبت کېسونه رپوټ کېدل خو سږکال په بلوچستان کې يو کېس نه دی رپوټ شوی، البته په پاکستان کې يوازي څو کېسونه رپوټ شوي دي. د ارټ په ژبه ټولنې ته دا پيغام ورکول دی، چې پوليو هيڅ علاج نه لري."

په بلوچستان کې د پوليووايرس د مخنيوي لپاره حکومت د نړيوالو ادارو په کومک يو لړ پروګرامونه پر مخ بيايي او وخت په وخت د کوټې ترڅنګ د صوبې په نورو برخو کې غونډې او سيمينارونه جوړېږي، چې خلک د پوليو وايرس له خطرناکو پايلو خبر او خپل ماشومان د ويکسين له لارې خوندي وساتي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG