لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنیامین نتنیاهو د خپل حکومت غوښتي چې د حماس سره د یرغمل شویو کسانو د تړون ملاتړ وکړي


د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي اسریل به د حماس پروړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي ، حتی که د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره د اسلامي جنګیالي ډلې(حماس) سره لنډ مهاله اوربند وشي.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي اسریل به د حماس پروړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي ، حتی که د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره د اسلامي جنګیالي ډلې(حماس) سره لنډ مهاله اوربند وشي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د نهې / سه شنبې په ورځ د خپل حکومت څخه وغوښتل چې د یو شمېر یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د یو تړون ملاتړ وکړي چې د فلسطین حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرایل د برید په وخت يرغمل یووړل شول.

بنیامین نتنیاهو د خپلې جنګي کابینې او د ملي امنیت پراخې کابینې ته د تړون چې جزیات یې تر اوسه معلوم نه دي وړاندې کولو په وخت په وینا کې وویل چې دا یوه مشکله فیصله وه خو سمه فیصله ده او دا به اسرایل ته د حماس پرضد د جګړې جاري ساتلو وړتیا ورکړي.

رویټرز د خبر ترمخه یوه امریکايي چارواکي د قطر له لوري د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې تړون کې به د 150 فلسطینیانو په بدل کې 50 تنه یرغمل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي او د څلورو یا پنځو ورځو جګړه ودرول شي.

رویټرز د خبر ترمخه په دې تړون کې به څلور یا پنځه ورځنی اوربند شامل وي، چې په غزې د اسرایل د بمباریو په شپږو اونیو کې لومړی وقفه ده.


د سه شنبې په ورځ د اوربند وړاندیز ته د کابینې د متوقع منظورې نه وړاندې په یوه ریکارډ شوي وینا کې ښاغلي نتنیاهو ژمنه وکړه چې فشار به زیاتوي.


د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي اسریل به د حماس پروړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي ، حتی که د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره د اسلامي جنګیالي ډلې(حماس) سره لنډ مهاله اوربند وشي.

بنیامین نتنیاهو وویل: «موږ په جګړه کې یو او جګړې ته به دوام ورکوو، موږ به ترهغه وخت لګیا وو ترڅو چې موږ خپل ټول اهداف ترلاسه نه کړو."

بنیامین نتنیاهو وویل د امریکا صدر جو بایډن په دې معاملې کې ښکیلتیا د دې تړون ښه کولو کې مرسته کړې ترڅو د لږو امتیازاتو سره زبات یرغمل شوي کسان پکې شامل کړل شي.


د اسرایل او حماس ترمنځ د یرغمل شویو کسانو پرسر د تړون خبرونه د څو ورځو راهیسې روانې دي. حماس ډلې د اکټوبر په ۷مه په اسرایل ناڅاپي حمله وکړه چې په نتیجه کې یې، د اسرایلي ذرائعو مطابق، ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او د د ماشومانو او بوډاګانو په ګډون شاوخوا ۲۴۰ تنان نور غزې ته یرغمل یووړل شول. د هغه نه پس اسرایلي ځواکونو د حماس خلاف جوابي کاروایي شورو کړله چې دغه پوځي عملیات تر اوسه په غزه کې دوام لري.

په غزه کې د اسرايل په هوايي بمباريو او حملو کې، د حماس تر واک لاندې حکومت وايي، د لږ تر لږه 5600 ماشومانو په ګډون لږ تر لږه 13,300 فلسطينيان وژل شوي دي.

د دې وړاندې امریکا صدر جو بایډن هم ویلي وو چې د اکتوبر پر اوومه په اسرایل باندې تر برید وروسته چې حماس په غزه کې کوم کسان یرغمل کړي، امکان لري چې هغوی ژر د یو تون له مخې را خوشي‌ کړل شي د حماس ډلې یو مشر اسماعیل هنیه دا خبره تایید کړې وو او ویلي ؤ‌ تړون ته نیژدې شوي‌ دي.

یادونه: په دې رپورټ کې د اې پي خبري ادارې نه هم معلومات اخېستل شوي دي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG