لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پرلت برخه وال څه غواړي؟ اؤ په چمن پوله دواړو غاړو ته ورځني فعالیتونه څه وي؟


په چمن کښي په پاک افغان پوله باندي د تګ راتګ د بنديزونو له وجي د اکتوبر مياشتې د ٢١مي نيټي راهيسې په زرګونو کسان په احتجاجي پرلت کښې ګډون کوي۔
په چمن کښي په پاک افغان پوله باندي د تګ راتګ د بنديزونو له وجي د اکتوبر مياشتې د ٢١مي نيټي راهيسې په زرګونو کسان په احتجاجي پرلت کښې ګډون کوي۔

تر 2001 پورې، دا معلومه نه وه چې د پاکستان او افغانستان پوله له کومه ځایه پیل شوې. له چمن څخه تر ویش منډۍ پورې، موږ او زموږ خپلوانو ځمکې او دوکانونه درلودل"

دا د پاک افغان پولې د یوه کلي اوسېدونکی شریف الله اڅکزي خبرې دي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د راتګ لپاره د وېزې او پاسپورټ شرط پرېشانه کړی دی.

په چمن کښي په پاک افغان پوله باندي د تګ راتګ د بنديزونو له وجي د اکتوبر مياشتې د ٢١مي نيټي راهيسې په زرګونو کسان په احتجاجي پرلت کښې ګډون کوي۔

په پرلت کې ځايي قبايلو، سياسي او مذهبي ګوندونو، کارګرانو او سوداګرو برخه اخيستې، چې د پاکستان د حکومت لخوا په پوله اوښتو را اوښتو لپاره د پاسپورټ او ويزې لازمې لازمې کولو د فېصلې پرضد احتجاج کوي .

حاجي شریف الله اڅکزی وايي" په ۲۰۰۲م کال کې د لیویز چارواکي د پولې پر سر کلیو ته راغلل او خلکو ته یې وویل چې دوی غواړي د دوستۍ په نوم پر پوله دروازه جوړه کړي، څو د دواړو هېوادونو پولې مشخصې شي"

د غونډې ګډونوال څه غواړي؟

د چمن مشران او سوداګر چې په پرلت کې برخه لري وايي، د چمن، قلعه عبدالله او شاوخوا ضلعو د٩٠ فیصدي خلکو روزګارونه په دغه پوله پسې تړل شوي دي نو له همدې امله دې د چمن خلکو ته په پوله پر پاکستاني شناختي کارډونو د تګ راتګ اجازه په زاړه انداز کې ورکړل شي.

د چمن یو سیاسي او مذهبي مشر مفتي قاسم حقاني وايي، پخوا به د سرحدي سیمو خلک د شناختي کارډ یا افغاني تذکرې په ښودلو په ازاده توګه راتلل، خو اوس په ۷۶ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لګول شوی.

هغه د امریکا غږ اردو سره په خبرو کې ویلي"د پاکستان د حکومت دا پریکړه به د چمن څخه د هغو میلیونونو خلکو په روزګار اغیزه وکړي څوک چې هره ورځ د دې پولې له لارې افغانستان او پاکستان ته د کار لپاره تلل"

هغه وويل، چې د پولې دواړو غاړو ته د يو قوم، ژبې او نژاد خلک مېشت دي، چې له يو بل سره اړيکې لري او حتی هديرې یې هم شريکې دي.

د مفتي قاسم حقاني په وینا "د حکومت ددې پرېکړې له امله به نه یوازې د چمن او قلعه عبدالله خلک له اقتصادي پلوه ووژل شي، بلکې دا به د دوی پر اړیکو هم ناوړه اغېز وکړي"

هغه زياته کړه چې د اوبو د کمښت له امله د بلوچستان په دې سرحدي سيمه کې کرنه ختمه شوې او اوس د سيمې ٩٠ فیصده خلک د دې سرحدي سوداګرۍ سره تړاو لري.

د چمن یو پخوانی سوداګر حاجي غفور اڅکزی وايي چې د پاکستان تر جوړېدو مخکې د چمن خلک په دې خاوره کې اوسېدل.

د هغه په وينا، د چمن د خلکو نيمايي جايدادونه په افغانستان او نيمايي يې په پاکستان کې دي او د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال هم د چمن خلکو او قبايلو ته اجازه ورکړل شوې وه چې افغانستان ته تګ کولی شي.

د چمن پولې ارزښت :

تورخم او چمن د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره مهمې پولې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې د خېبر پښتونخوا د تورخم په پوله د اوښتونکو لپاره پاسپورټ او وېزه لازمي کړل شوه. خو د پاکستان حکومت له ډېرو هڅو باوجود په دې نه توانېدلی د چمن په پوله هم دتګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه عملي کړي.

د پاکستان اؤ افغانستان ګډه پوله شاوخوا ٢٦٠٠ کيلومتره اوږده ده، چې شاوخوا ١٢٢٩ کيلومتره يې د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې او پاتې برخه يې له بلوچستان ايالت سره ده.

د سرحدي دروازو له جوړېدو تر ویزو اؤ پاسپورټونو:

د چمن اوسېدونکي وايي، چې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو له راتګ وروسته د سرحدي لارو د منظمولو لړۍ پیل شوه.

د هغوي په وينا، له دې امله د پولې پر غاړه کلي تر ټولو ډېر اغېزمن شوي، چې خپلوان يې له پولې هغه خوا مېشت دي. د پولې په اوږدو کې د افغانستان د کندهار ولایت د سپین بولدک په سرحدي ولسوالۍ کې د ویش ښارګوټی پروت دی چې په پښتو کې د ویش معنا لري.

خو کله چې په ۲۰۰۲ کال کې د حامد کرزي په مشرۍ په افغانستان کې موقت حکومت رامنځته شو، پرېکړه وشوه چې د چمن پر پوله د باب دوستي دروازه د پولې په توګه جوړه شي.

د باب دوستي دروازې له جوړېدو سره سم د پاکستان او افغانستان پر پوله د حدبندۍ چارې پيل شوې، چې په ترڅ کې يې ډېر کورونه، کلي او ځمکې د دواړو هېوادونو تر منځ ووېشل شوې.د پاکستان حکومت هغه مهال د سرحدي دروازې د جوړولو پر سر د افغان حکومت د یو شمېر وزیرانو په ځانګړې توګه د دفاع د وزیر جنرال فهیم له سخت مخالفت سره مخ شو.

په افغانستان کې د طالبانو ضد وسله والې ټلوالې "شمالي ټلوالې" مهم مشر جنرال فهیم اعتراض کړی ؤ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ختمېدو وروسته د پاکستان حکومت د افغانستان پولو ته ننوځي او سرحدي دروازې لګوي.

خو د افغان ولسمشر حامد کرزي له مداخلې وروسته په هغه وخت کې د کندهار والي ګل اغا شیرزي له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او د پاکستان حکومت د سرحدي دروازې د جوړولو کار پیل کړو.

د ۲۰۰۳ کال په ډسمبر کې د سرحدي دروازې د پرانیستلو په مراسمو کې ګل اغا شیرزي او افغان چارواکو ګډون کړی و.

د چمن سیاسي او مذهبي مشر مولانا قاسم حقاني وايي، پر پوله د باب دوستي دروازې له جوړولو سره په لومړیو کلونو کې له دواړو غاړو څخه خلکو او ګاډو هم پرته له کوم خنډه تګ راتګ کولو.

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل چې د پاکستان حکومت له ۲۰۱۰ کال راهیسې له پولې د اوښتو لپاره پاکستاني شناختي کارډونه او د افغانستان رسمي سند تذکره ضروري بللې وه.د هغه په وينا، له دې سره هم مهاله به افغان وګړو هره ورځ د تذکرو له لارې پاکستان ته د را اوښتو لپاره په پوله ولاړو پاکستاني عسکرو ته د سلو کلدارو یو نوټ ورکولو.د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار د لګولو یوه پروژه پیل کړه، چې اصلي موخه یې د لوېدیځو پولو امنیت ساتل او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوی و.

کارپوهان وايي، د پاکستان حکومت د خلکو د ناقانونه تګ راتګ او قاچاق د مخنیوي لپاره پر پوله اغزن تار لګولو او همدا راز غوښتل یې چې له دې لارې دا پوله دمستقل سرحد په ډول وپېژندل شي چې د تېرو افغان حکومتونو له خوا تل د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منل شوې.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان کې په واک قبضه وکړه او خپل حکومت یې جوړ کړ، دوی هم د پاکستان د حکومت له لوري په پوله د اغزن تار د لګولو د پرېکړې سره مخالفت پیل کړو اؤ یوازې په ۲۰۲۲ کال کې د چمن پوله د اغزن تار پر سر د رامنځته شوې سرحدي شخړې له امله پنځه ځله تړل شوې وه.

د ویش بازار ارزښت :

د چمن د ویش منډۍ سیمه هم د تورخم په څیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو مهم سوداګریزه دهلیز دی چې د افغانستان دوهم لوی ښار کندهار او سویل لویدیځ ولایتونه له پاکستان سره نښلوي.د تورخم په څېر هره ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ ګڼ شمېر خلک او ګاډي په دې لاره تګ راتګ کوي.

د بلوچستان اووه ضلعې له افغانستان سره ګډه پوله لري، چې په کې ژوب، قلعه سیف الله، پښین، قلعه عبدالله، چمن، نوشکي او چاغی شامل دي.

له دغو ضلعو څخه څلور – پښین، قلعه عبدالله، چمن او نوشکي – د افغانستان له کندهار ولایت سره پولې لري. له دې ټولو ضلعو څخه د خلکو تګ راتګ دی، خو تر ټولو لویه لاره ویش منډۍ ده، چې د چمن ضلعې سره پیوست پرته ده.

د افغان ټرانزیټ ټرېډ په نوم د شوي تړون له مخې د کراچۍ له بندر څخه افغانستان ته ګاډي او نور بهرني مالونه راځي چې په پاک افغان پوله تر تېرېدو وروسته په ویش منډۍ کې ساتل کېږي.

د ویش منډۍ له امله د بلوچستان له سرحدي ښار چمن څخه هم په زرګونو پاکستاني سوداګر او ورځني دیاړي ماران په دغه پوله اوړي را اوړي .

د فبرورۍ په میاشت کې د چمن سرحدي دروازې د لیدنې پر مهال په پوله میشتو پاکستاني چارواکو امریکا غږ ته وویل چې هره ورځ شاوخوا ۲۵ زره کسان له پولې اوړي چې اکثره یې د چمن او قلعه عبدالله اوسېدونکي دي.

د دوی په خبره، دغه کسان د چمن سرحدي دروازې ته څېرمه خپل موټرونه پارکوي او په کمپیوټري تذکرو کې د چمن یا قلعه عبدالله ادرس ښيي او د سوداګرۍ او یا د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره ویش منډۍ یا د کندهار نورو سیمو ته ځي.دا د ریاست پریکړه ده'

له چمن څخه شاوخوا 10000 څخه تر 12000 پورې پاکستانیان په سپین بولدک کې دوکانونه، د موټرو شورومونه او ګودامونه لري او یا یې کاروبار کوي.

دغه کسان هر سهار افغانستان ته ځي او د مازدیګر په پنځو بجو د پولې له تړل کېدو مخکې بیا پاکستان ته ستنېږي.

همدا رنګه افغان وګړي هم کولای شي د کندهار د رسمي تذکرو په لرلو سره د چمن او قلعه عبدالله له پولو پاکستان ته داخل شي.

پاکستاني چارواکي په دې اند دي، چې د پولې په اوږدو کې مېشتو قبايلو ته د تګ راتګ لپاره له ورکړل شوي رعایت څخه ناوړه ګټه پورته کېږي.

د پاکستاني چارواکو له خوا تور پورې شوی چې د افغانستان له نورو سیمو هم خلک په غیر قانوني توګه پاکستان ته ننوتي اؤ ترهګر هم په پوله له دې نرمښت ګټه پورته کوي.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی وايي، دا د پاکستان د ریاست پرېکړه ده چې د پاکستان په پولو کې د «یو سند» پالیسي عملي کړي او د پاکستان په ټولو سرحدي پولو کې تګ راتګ په پاسپورټونو پورې تړلی دی.

هغه وایي، په چمن او قلعه عبدالله کې د پاسپورټ دفترونه په بشپړ ډول فعاله شوي دي اؤ سلګونو وګړو ته یې پاسپورټونه او د پاسپورټونو ټوکنې ورکړې دي.

د امریکا غږ سره په خبرو کې هغه وویل "پاکستان کوم د ټوکو ریاست نه دی، نو له همدې امله هیڅ یو پاکستانی یا افغان وګړی د پاسپورټ له شرطه خلاص نه دی"

له دې وړاندې هم وخت په وخت د چمن خلکو او سوداګرو د سیاسي ګوندونو په مرسته د پاکستان د حکومت له خوا د پولې د تړلو او پر پوله د تګ راتګ د سختولو پر ضد لاریونونه کړي دي.

( د ضیاء الرحمان خان دا رپورټ د وي او ای اردو څخه اخستل شوی دی )

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG