لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرپټو کرنسۍ تر ټولو لوی کمپنۍ د بایننس مشر ژاو د خپل جرم اعتراف کړی، او د خپلې څوکۍ نه یې استعفا ورکړې

ژاو چې یو ډیر غټ دولتمند تن دی په چین کې زیږیدلی او په 12 کلنۍ کې کېنېډا ته تللی، هغه د نهې/ سه شنبې په ماسپښین د امریکا په سیټل ښار کې په یوه عدالت کې د جرم اعتراف وکړو.
ژاو چې یو ډیر غټ دولتمند تن دی په چین کې زیږیدلی او په 12 کلنۍ کې کېنېډا ته تللی، هغه د نهې/ سه شنبې په ماسپښین د امریکا په سیټل ښار کې په یوه عدالت کې د جرم اعتراف وکړو.

د امریکا حکومتی وکیلانو یا څارنوالانو د نهې سه شنبې په ورځ ویلي د نړۍ د کرپټو کرنسۍ د ټولو لوی کمپنۍ د بایننس مشر او باني چانګ پنګ ژاو د 4.3 بلینه یا ملیارده ډالرو د جوړ جاړي په وجه د خپلی څوکۍ استعفا ورکړی، او د امریکا د غیرقانوني پیسو [مني لانډرنګ] د قانون د خلاف ورزی جرم یې قبول کړی دی.

ژاو چې یو ډیر غټ دولتمند تن دی په چین کې زیږیدلی او په 12 کلنۍ کې کېنېډا ته تللی، هغه د نهې/ سه شنبې په ماسپښین د امریکا په سیټل ښار کې په یوه عدالت کې د جرم اعتراف وکړو.

دا دې جوړ جاړي ترمخه ژاو به په شخصي توګه 50 ملینه ډالر جرمانه ورکوي، او څارنوالانو ویلی چې د امریکا په تاریخ کې ترټولو درنو کارپوریټ یا کاروباري جرمانو څخه یوه ګڼل کېږي.

د ژاو د خپل جرم اعتراف د کرپټو کرنسۍ صنعت لپاره یو بل ګوزار دی چې د ایف ټي ایکس (FTX) کمپنۍ باني سم بنک مېن فریډ د وروستی درغلیو د خبرونو وروسته مخې ته راغلې دی.

خو ‌ډېرو قانوني ماهرینو ویلي چې دا د ژاو لپاره یوه ښه جوړجاړې دی ، د هغه پراخه دولت یا شتمني یې ساتلې او هغه ته یې اجازه ورکړه چې په بایننس کې خپله حصه وساتي ، هغه کمپني چې هغه یې په 2017 کې بنیاد ایښې وو.

د عدالتي دستاویزاتو ترمخه د نړۍ د کرپټو کرنسۍ د ټولو لوی ایکسچینج بایننس د امریکا د غېر قانوني پیسو د مینځلو او بندیزونو قوانین سرغړونه کړې ده، او د حماس، القاعدې او د عراق او داعش په شمول ډلې چې امریکا ترهګر ګرځولي د یو لاک (100,000) نه ډیرو مشکوکو معاملو په اړه رپورټ ورکولو کې پاتې راغلی دی.

چارواکو وویل چې بایننس هیڅکله هم د هغه ویب پاڼو سره د لېن دېن په اړه خبر نه دی ورکړی چې ماشومانو نه د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې موادو فروخت لپاره وقف شوي دي.

یادونه: د دې رپورټ معلومات رویټرز نه اخېستل شوي دي

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG