لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ښځینه زده کوونکې وایي دامریکایي ویزو په نه ترلاسه کېدو یې راتلونکې د تورتم سره مخ کیدای شي


File Photo
File Photo

نولس کلنې ډیوې (چې دا یې خپل نوم نه دی)د امریکې د یو لیسانس کالج په پروګرام کې د داخلې لیک اؤ د هغې د ټولو لګښتونو لپاره پکار راتلونکی سکالر شپ درلودو خو په پاکستان کې دامریکې سفارت یوازې په دې وینا سره د هغې د سټوډنټ یا زده کوونکې د ویزې خواست رد کړی دی چې دهغوي په اند ډیوه له دې ځایه وتل اؤ په امریکا کې پاتې کېدل غواړي.

کله چې د اګست په میاشت کې سفارت ډیوې ته د محصلې ویزې ورکولو نه انکار وکړو نو هغې په اکتوبر کې د امریکایي ګانګرس د غړي د ملاتړ لیک له لارې بیا سفارتخانې ته د ویزې لپاره مراجع وکړه اؤ په دغه ملاتړ لیک کې په سفارتخانه ټینګار شوی ؤ چې باید هغه په دې معامله "بشپړ اؤ منصفانه "غور وکړي، خو دامریکایي ګانګرس دغړي دغه ملاتړ لیک هم د هغې د ویزې مشکل حل نه کړو.

وي او ای سره په ټیلي فوني خبرو کې ډیوه وایي" د ویزو ورکوونکي افسر هغې ته یوازې دومره ویلي دي چې ثابته یې نه کړی شوه چې ګنې بېرته به خپل وطن ته راګرځي"

وي او اوی پاکستان کې د امریکایي سفارت نه په دې لړ کې د ایمیل د لارې پوښتنې کړي اؤ هم یې ورسره د ټیلي فون له لارې د تماس نیولو هڅه کړې ده خو سفارت دغه ایمیل اؤ ټيلي فوني تماس ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

دامریکې خارجه محکمې وي او ای ته ویلي چې د محصلینو په ګډون د ویزو د ټولو درخواستونو په اړه پرېکړه د امیګریشن اؤ تابیعت د ایکټ یا قانون له مخې کیږي اؤ په دې کې د کډوالۍ د ارادې په قیاس د قابو موندلو ضرورت هم شامل وي.

د خارجه محکمې ویاند وي او ای ته لیکلي "قونصلر افسران د زده کوونکو د ویزې د هر خواست کوونکي د وضعیت ارزونه کوي اؤ زمونږ لارښوونه قونصلر افسرانو ته په ګوته کوی چې هغوي باید د ویزې لپاره د خواست کوونکې د موجوده د موجوده ارادې په اساس د زده کوونکو د ویزو خواستونه فیصله کوي نه چې په راتلونکې کې څه پېښېدای شي"

دا چې اوس د پاکستان نه افغانان په زوره ویستل کیږی د ډیوې د مختصر مودې د ویزې به هم یوازې دوه اوونۍ وروسته ختمه شي اؤ هغه اوس نه فکرمنده ده چې که بېرته خپل هیواد ته ولېږدول شي نو هلته به یې مستقبل د کومو ګواښونو سره مخ کیږي ځکه چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی ، په ښځینه زده کوونکو د پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي اؤ ښځې د کار کولو اجازه نه لري.

د ډیوې پلار غواړي د یو ښه راتلونکي په خاطر یې لور باید په امریکا کې خپلې زده کړې سرته ورسوي اؤ هغه د دې مقصد لپاره پاکستان ته د سفر،دلته د استوګنې اؤ د ویزې د خواست د فیس لپاره د خپلوانو نه 4,000 امریکایي ډالر په پور اخستي دي.

ډیوه وایي "کله چې زه رامخې ته کړم چې زما د کورنۍ سره څومره پیسې یا شتمنۍ وه هغه ټول یې زما په زده کړو مصرف کړي دي نو زه یو رقم وډاریږم "

د ډیوې په ژوند کې وروسته له هغې نور هم ډیر غمونه راغلل چې د اکتوبر په میاشت کې راغلې زلزله کې په هرات ولایت کې د هغې پلرنی کور په بشپړ ډول تباه شو.

درې نورې داسې ښځینه زده کوونکې هم مخې ته راغلي چې نه یې غوښتل نومونه یې مخې ته راوړل شي ، هغوي وایي دامریکې او کاناډا سفارتونو ورله د ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

دغه دریواړو جینکو ته هم په امریکا اؤ کاناډا کې تعلیمي ادارو د اسکالر شپ ایوارډونه وړاندې کړي وؤ.

د امریکې په نیاګرا پوهنتون کې په پوسټ ګریجویټ پروګرام کې د داخلې ارزومنده فهیمه امیني وایي "زما د ویزې غوښتنلیک په دې اساس رد کړل شوی وؤ چې ګنې ما د خپل هیواد سره پیاوړې اړیکه نه وه ثابته کړې"

د شکریه احمدزئ په نوم یوه بله افغان محصله خو بیا وایي چې د کاناډا سفارت اول د هغې د ویزې غوښتنلیک ځنډولی ؤ اؤ په اخره کې مسترد کړو.

دې افغان زده کوونکو نجونو د هیواده بهر زده کړو لپاره د ویزو رد کولو عمل غیر منطقي بللی اؤ وایي د ښو زده کړو اؤ روښانه راتلونکي خوبونه یې نیمګړي نیمه خوا پاتې شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG