لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې ژغورونکې ډله په سرنګ کې د ۴۱ تنه ګېر پاته کاریګرو ژغورلو ته نږدې شوې ده


د هند په اوتراکهنډ ایالت کې د نړېدلي سرنګ په منځ کې چې ۴۱ تنان ګېر پاته دي، داسې امید دی چې نن د جمعې په ورځ به وژغورلی شي. د ژغورنې کارکوونکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ ناوخته د ملبې د کېندلو وروستۍ څو متره فاصلې ته ورسېدل او اېمبولانسونه آماده ولاړ و چې د کاریګرو د راېستلو په صورت کې هغوی په فوري توګه روغتون ته ورسوي. دغه ۴۱ تنان قریب دوه هفتې په نړېدلي سورنګ کې بند پاته دي.

د دې کسانو د رااېستلو دپاره، د ژغورنې ډلو د ۵۷ مټرو په اوږدوالي یو سټیل یا فولادي پایپ د خاورو، کانکرېټو او ملبو لاندې تېر کړی او اوس دا پایپ وروستي قسمت ته رسېدلی دی. په دې پایپ کې به خاص سټرېچرونه یا ارابه داره کټونه دننه ورکښته شي چې بیا به یو یو ګېر پاته شوی کاریګر له هغه ځایه ورباندې راوباسي.

دغو کاریګرو په اوترکهنډ ایالت کې په یو ناتمام شوي ټنل/سرنګ کې کار کولو چې دوولس ورځې وړاندې ورباندې ټنل ونړېد او د کاریګرو د راوتلو لاره، خروارونو خاورو، ډبرو، کانکرېټ او ملبې بنده کړله.

نړېدلي ټنل ته څېرمه، د اېمبولانسونو ترڅنګ ډاکټران او د بېړنیو مرستو عمله تیاره آماده ولاړه ده چې په فوري توګه د ګېر پاته شوو کسانو خدمت ته ورسیږي. په هند کې د آفتونو سره د مقابلې قامي ځواک مشر اتل کروال د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مونږ مشقونه ترسره کړي دي چې څنګه خلک په تحفظ سره بهر راوباسو."

د ۴۱ کاریګرو د ژغورلو عمل څو څو ځله وځنډېدلو، او یوه وجه یې دا وه چې نورې ملبې راوغورځېدلې. بل دا چې د سرنګ کېندلو ماشینونه له کاره ولوېدل، او له همدې امله هم د زیارت په ورځ د ژغورنې عمل سوکه شو.

کروال وویل: " ۱۰-۱۲ مټره پاته دي، مونږ نه پوهېږو چې څه به پېښ شي، مګر مونږ یې مقابلې ته آماده یو."

هغه زیاته کړه چې په سرنګ کې ګېر پاته شوي کسان، خپل مورال او حوصلې لوړې ساتلې دي.

اوترکهنډ د هېمالیا غرونو په لمنو کې پروت دی. د هند د آفتونو د مقابلې قامي ادارې یو چارواکي سید عطا حسنین وویل چې د هېمالیا د لمنو جیالوجي، د دوی کار ورته مشکله کړی دی. هغه وویل، "دا لکه د جګړې په شان کار دی، او په جنګ کې تاسو ته پوهېږئ چې دښمن به څه وکړي، دلته هم مونږ ته نه ده معلومه چې په باقي ۱۰-۱۲ متره فاصلې کې به څه اوشي."

حسنین دا هم وویل چې په نړېدلي سرنګ کې بند پاته شوي کاریګر، او هغه ژغورونکي چې غواړي دغه کاریګر وژغوري، دواړه یې یو قسمه خطر سره مخامخ دي.

ګېر پاته شوو کاریګرو ته په یو وړوکي پایپ کې خوراک، هوا، او اوبه ور رسیږي او په تېرو ورځو کې کېمره هم ورښکته شوې چې ددوی پېژندګلوي وشي او حال یې ولیدلی شي.

د دغو کاریګرو خپل خپلوان، هغه ځای ته نږدې راټول شوي دي. هلته کې نږدې یو د هندواڼو مندر هم جوړ کړی شوی چې خلک په کې د ګېرپاته شوو کاریګرو ژوندي ژغورل کېدو ته دعاګانې کوي.

د ژغورنې عملې د ټنل بل اړخ او همدا شان د ټنل د سر نه هم د کېندلو، چاودنو او ډرېل یا سوري کولو کار پیل کړی چې که د یو طریق نه ژغورل ناکامه شي، نو د دوو نورو طریقو نه ګېر پاته کاریګرو ته ورسیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG