پاکستان يو ځل بيا ویلي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه تمه لري "پاکستان ته د ګواښ ترهګرو ډلو پرضد پرېکنده اقدام وکړي". پاکستان پرله پسې تور لګوي تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په افغانستان کې ده او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ نه د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اوونيزه خبري غونډه کې پوښتنه شوې، تېره اوونۍ يې ویلي وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره یې د ټي ټي پي په حواله معلومات شريک کړي، په هغې کې کوم پرمختګ شوی او کوم اقدامات هم شوي دي؟
د هغې نه دا پوښتنه هم شوې، رپورټونه دي د افغانستان د استخباراتو مشر اسلام اباد ته سفر کړی دی؟
په ځواب کې بلوڅ ويلي، "د استخباراتي مشر په اړه څه نه شي ویلي ځکه دا حساس معلومات دي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بحث لاندې دي".
او د ټي ټي پي په حواله یې ويلي، "زه يواځې دا په ګوته کولی شم پاکستان د ترهګرۍ ګواښونو ته اندېښمن دی کوم چې د افغانستان نه پاکستان ته کيږي او ټي ټي پي په افغانستان کې پټې ځالې لري".
هغه زياته کړې "د افغان چارواکو (واکمنو طالبانو د مشرانو) نه تمه لرو د دغو عناصرو پرضد دې فوري اقدام وکړي چې نور دغه ګواښ پاکستان ته نه وي".
يوې بلې پوښتنې ته په ځواب کې هم اغلې بلوڅ تکرار کړې "په افغانستان کې د چارواکو سره هلته د موجودو ترهګرو د پټو ځالو په حواله په رابطه کې یو، او تمه لرو افغان چارواکي به د ترهګرو ډلو پرضد پرېکنده اقدام وکړي چې د ترهګرۍ دا نېټ ورک په مکمل ډول ختمه کړی شي".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغو تازه څرګندونو ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې یې د پاکستان دغه دعوې او تورونه چې ټي ټي پي په افغانستنان کې موجوده ده او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي، په کلکه رد کړي دي.
د روانې مياشتې نومبر په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
د پاکستاني وزيراعظم دعوو او تورونو په ځواب کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".
څيړونکي وايي، د پاکستان او افغانستان بيانونو او يو بل ته غبرګون او په وروستيو کې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو بيرته ستنولو د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې کړي دي.
Forum