لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاک افغان ټرانزېټ ټرېډ غیر یقیني مستقبل، ایا د طالبانو د حکومت نظر د ایران په بندر ګاه دی؟


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسلو پر سر له ترینګلتیا وروسته سوداګريزې اړېکې هم د خرابېدو لوري ته روانې شوې دي اؤ د افغانستان په ټرانزیټي سوداګرۍ کې د ځینو توکو پر وارداتو بندیز او په کراچۍ بندر کې د سلګونو کانټینرونو اېسارېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا لاملونه شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د رییس الوزارا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر روانه میاشت ایران ته تللی او د ایران د چابهار بندر ارزونه یې کړې ده.

ملا غني برادر د ایران د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو سره هم کتلي او د ټرانزیټ ټرېډ په برخه کې یې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د افغان ټرانزیټ ټرېډ ستونزه څه ده؟

له څلورو خواؤ په وچه کې راګیر افغانستان لپاره له بهرنۍ نړۍ څخه د سمندر له لارې سوداګري د ګاونډیو هېوادونو په بندرونو پورې تړلې ده اؤ په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان تر منځ له ۱۹۶۵ کال راهیسې تړونونه شوي دي.

د ۲۰۱۰ کال په اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون تر نامه لاندې د همدې نوعیت یو تړون لاسلیک شوی ؤ.

د دغه تړون له مخې به افغانستان د پاکستان له لارې نړۍ ته صادرات او واردات کوي. په دې ترڅ کې د پاکستان له لوري اندېښنه ښودل شوې چې قاچاقبران له دغه تړون څخه په ګټې اخيستو د پاکستان اقتصاد ته زيان رسوي.

په دې وروستیو کې کله چې په پاکستان کې د اقتصادي بیارغونې لپاره ګامونه پورته شوي، د ټرانزیټ سوداګرۍ تړون ته هم کتنه شوې ده.

تېره میاشت، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۳مه، د پاکستان د سوداګرۍ او مالیې د وزارت له خوا د پاکستان او افغانستان پر پوله د قاچاق د مخنیوي لپاره پر هغو ۲۱۲ توکو بندیز ولګول شو، چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې افغانستان ته رسېدو وروسته بېرته پاکستان ته قاچاق کیږي.

په کراچۍ کې د پاکستان او افغانستان پر سوداګريزو چارو ژور نظر لرونکی خبریال وکیل الرحمان وایي په دې کې شک نشته، چې د پاکستان او افغانستان ترانزيټي سوداګرۍ څخه ځېنو مفاد پرسته عناصرو د قاچاق لپاره استفاده کړې ده چې د پاکستان اقتصاد يې زيانمن کړى دى.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د تورو چايو استعمال ډیر کم دي، نو د افغانستان په نوم د تورو چايو يوه زياته برخه بېرته پاکستان ته راقاچاق کېږي.

دغه راز ټایرونه او وچه مېوه چې په افغانستان کې کمه نه ده، هم د ترانزیتي سوداګرۍ له لارې افغانستان ته له رسېدو وروسته بېرته پاکستان ته قاچاق کېږي.

وکيل الرحمن وايي، هغه مهال چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ و، پاکستان له هېواده د ډالرو د وتلو د مخنيوي په موخه پر ځينو وارداتو بنديز ولګاوه. سره له دې هم دغه مالونه د افغانستان د ترانزیت له لارې پاکستان ته رسیدلي او د هغې د اداییګۍ په شکل کې ډالر د ملک نه وتل چې له دې وروسته د پاک افغان ټرانزیټ تجارت په اړه پر حکومت فشارونه نور هم زیات شول.

د افغان چارواکو په وینا د پاکستان د دغو پرېکړو له امله شاوخوا درې زره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. همدا لامل و چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۱۴مه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي پر دې مسئلې د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړ.

نوموړي په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له نګران وزیر جلیل عباس جیلاني سره وکتل. د افغان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د مالونو او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشوې.

ایا د طالب چارواکو سفر کومه ګټه کړې ده؟

د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۷ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له خوا یو لیک خپور شو چې په کې په ښکاره ډول ویل شوي وو چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه له لیدنې وروسته، یوازې یو ځل د خواخوږۍ په جذبه په کراچۍ بندر کې بند پاتې کانټینرونو ته اجازه ورکړل شوې ده چې افغانستان ته ولاړ شي.

دغو کانټینرونو ته د 10 فیصده پروسس فیس څخه هم استثنا ورکړل شوې او د بانکي ضمانت پرځای به د زړې بیمې پالیسۍ لاندې کلئیر کولی شي خو په کومو توکیو چې بندیز دی هغه به هم د کراچۍ په بندر پاتې وي .

افغان سوداګر خان جان الکوزی د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر دی. هغه په پرله پسې ډول د کراچۍ په بندر کې د ایسارو دې کانټینرونو په اړه خپل غږ پورته کوي.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "دا یوه ښه پرېکړه ده. شاوخوا درې زره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. دې کار نه یوازې افغان سوداګر بلکې پاکستاني ټرانسپورټران هم زیانمن کړي دي."

کارپوهان وايي چې د پاک افغان ترانزیټ ټریډ به په راتلونکي کې څه کیږي؟ په دې اړه په دقیقه توګه څه ویل ممکن نه دي. دا ستونزه یقینا یو څه په لنډمهاله توګه حل شوې ده. خو د همدغو ستونزو له امله افغان سوداګر ورو ورو د ایران له چابهار بندر لوري ته خپلې هیلې ورغځوي.

افغان طالبان ولې چابهار بندر ته لیواله دي؟

د افغان ټرانزیټ ټریډ نه علاوه د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ ګډه پوله هم وخت په وخت تړل کیږي اؤ د دواړو ملکونو تر منځ د وروستیو پېدا شوؤ کړکیچونوله وجې په دې وروستيو کې په چمن پوله د ويزې د شرط خلاف پرله پسې احتجاجونه روان دي.

تېره میاشت د افغانستان د رییس الوزارا مرستیال ملا برادر چابهار ته ځانګړی سفر وکړ. په همدې حال کې د دې وزارت له خوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي وؤ چې د چابهار بندر د کم لګښت او د وخت د کمښت له امله د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ او د صادراتو په برخه کې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره مهم دی.

هغه د ایران له حکومته وغوښتل چې په چابهار بندر کې افغانستان ته اسانتیاوې برابرې کړي. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ایراني چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی چې په دې برخه کې به همکاري کوي.

ایا چابهار بندر د کراچۍ بندر بدیل کیدی شي؟

د پښتونخوا چیمبر آف کامرس یو مشر او د منځنۍ ایشیاء لپاره د چیمبر د قایمه کمیټۍ مشر شاهد حسین وايي، چابهار بندر د کراچۍ بندر بدیل نه شي کېدای.

نوموړي له وائس اف امریکا سره خبرو کې وویل "د افغانستان د فراه یا هرات ولایت نه علاوه چې ایران ته نزدې دی، د افغانستان نور ولایتونه کراچۍ ته نږدې دي، په دې توګه چابهار د سوداګرو لپاره ګران دی. پاکستان د تورخم، غلام خان او چمن درې ترانزیتي لارې لري چې د افغانستان ختیځ، مرکز او سویل او شمال ته نږدې او ارزانه لارې تمامېږي.

د شاهد حسین په وینا، د کراچۍ بندر دا مهال د افغانستان د سوداګرۍ لپاره مناسب دی، ځکه د چابهار له لارې د سوداګرۍ په صورت کې به د هر کانټینر قیمت میلیونونه افغانۍ لوړ شي.

افغان سوداګر څه فکر کوي؟

د افغانستان اؤ پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر جان الکوزی وايي، د کراچۍ بندر له هر اړخه د افغان سوداګرو لپاره نږدې او ارزانه دی. مګر کله چې بندیزونه ولګول شي نو بیا به د بدیلونو په اړه فکر پکار وي.

هغه وويل کله چې زیات بنديزونه ولګي نو متبادلې لارې لټول به زمونږ مجبوري شي ځکه چې په کراچۍ بندر کې بند مالونه د زيات وخت لپاره نه ودرول کیدای. موږ به خپل تجارت یوازې د چابهار بندر ته واړوو که چیرې مجبوره شو.

د کارپوهانو په اند کراچۍ په دې لحاظ د افغان سوداګرو لپاره هم ګټوره ده چې د ایران سره هم وخت په وخت د افغانستان اړیکو کې لاندی باندې راځي .

څه موده وړاندې هم د اوبو د وېش پر سر د ایران اؤ د طالبانو د حکومت تر منځ اختلافات راپورته شوي وؤ ، وخت ناوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله هم نښتې کېږي.

پر ایران نړیوال بندیزونه او فرصتونه

خبريال وکيل الرحمن وايي، پر ايران نړيوال بنديزونه شته، چې ښايي د راکړې ورکړې په برخه کې خنډونه رامنځته کړي. نو د کراچۍ بندر مقابله کې په چابهار بندر انحصار به له وخته مخکې وي.

کارپوهان وايي ایران د نړیوالو بندیزونو له امله افغانستان اؤ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره د ځاندرې (انفراسټرکچر) په جوړولو ټينګار کوي اؤ په دې لړ کې د اورګاډي د پاټلۍ غځولو چارې هم پېل شوې دي.

د ایران د ریلوی چارواکو هم په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی ترڅو طالبانو سره د پولې په اوږدو کې د افغانستان د ریل پټلۍ ترڅنګ د ودانیزو چارو او لازیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

که څه هم کتونکي په دې باور دي چې په ټول افغانستان کې د اورګاډي د سیستم د نشتوالي له امله دا پروژه د ایران-افغان پولې په ځانګړي ډول هرات ولایت ته ګټوره ده، خو بیا هم د لرې پرتو سیمو خپلو کې سره نښلول یو ستونزمن کار دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG