لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ ار سي پي اؤ د خبریالانو تنظیمونو کراچۍ نه د یو خبریال په جبري بې درکۍ اؤ د بل په کور په چاپې وهل کېدو اندېښنې ښودلي


په پاکستان کې د بشري حقونو کمیشن اؤ د خبریالانو سازمانونو د کراچۍ نه د یو خبریال په جبري توګه په بې درکه کولو اؤ د بل خبریال په کور د سرکاري ادارو لخوا په چاپې وهلو سختې اندېښنې ښودلي اؤ دا عمل یې دمیډيا د ویرولو یوه حربه یا حرکت بللی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پخپل یو بیان کې ویلي چې په کراچۍ کې میشت د HNow ټي وي خبریال علي سرور اؤ انیس منصوري په مبینه توګه د سرکاري ادارو لخوا د هغوي د خبریالۍ په دنده په هدف کړی شوي دي.

ایچ ار سي پي وایي علي سرور په مبینه توګه 24 نومبر په جبري توګه لادرکه کړی شوی ؤ اؤ تېره شپه نامعلومه کسان د بل خبریال انیس منصوري کور هم په داسې حال کې ورغلي چې هغه په کور کې نه ؤ.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن وایي نامعلومو کسانو د انیس منصوري بوډۍ مور ته ګواښونه اؤ دهغوي د کورنۍ خلک یې ځورولي دي.

د کراچۍ نه د یو خبریال په جبر د بې درکه کولو اؤ د بل په کور د امنیتي ادارو د مامورینو لخوا د چاپې وهل کیدو دا پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې تېره میاشت د خبريالانو پرضد جرمونو باندې نظر لرونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک په خپل رپورټ کې پاکستان دقانون سازۍ باوجود دصحافیانو پرضد دجرمنو مخنیوي کې یو ناکام هیواد بللی دی.

خو د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي ویلي نګران حکومت هڅه کوي چې صحافت د هر رقم بندیزونو څخه ازاد وساتي اؤ د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې خنډان راپورته نه شي .

د ایچ ار سي پي په بیان کې د سیند ایالت د حکومت نه غوښتنه شوې ده چې ددې پېښو په سمدستي توګه نوټس واخلي د پلټنو د لارې دې د دغو خبریالانو په ځورونه اؤ تښتونه کې د ککړو ادارو محاسبه یا احتساب وکړل شي.

د بشري حقونو کمیشن پخپل بیان کې زیاته کړې ده چې په پاکستان کې د راتلونکو انتخاباتو پروسه به تر هغې په داؤ لګیدلې وي تر څو چې میډيا د دغسې ګواښونو سره مخ وي.

په کراچۍ کې د خبریالانو سازمان کراچي یونین اف جرنلسټس هم کراچۍ نه د یو خبریال په جبري بې درکۍ اؤ د بل په کور د چاپې وهلو غندنه کړې اؤ په دې پېښو یې خپله ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

د کراچۍ یونین اف جرنلسټس مشر ښاغلي فهیم صدیقي پخپل یو بیان کې د سیند صوبې د وزیراعلا نه غوښتنه کړې ده چې په کراچۍ کې د خبریالا د تښتونو اؤ ځورونو د پرله پسې پېښو په کلکه نوټس واخلي اؤ تښتول شوی خبریال علي سرور دې راخوشې کړی شي.

د تېرې میاشتې په پائ کې پخپل رپورټ کې فریډم نیټ ورک ویلي وؤ چې د تېرو دوو کلونو په مهال پاکستان کې د خبریالانو د تښتولو، په هغوي د تشدد پېښو اؤ د بغاوت بې ثبوته تورونو لګولو کې تر خطرناک حده اضافه شوې ده.

دغه نړیوال تنظیم وایي پاکستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د صحافیانو د تحفظ لپاره یې قانون سازي کړې ده خو وایي د دې باوجود هم د پاکستان ریاست په دې نه دی توانېدلی چې د صحافیانو پرضد د جرمونو مخه ونیسي یا هم له دغه جوړ شوي قانون نه استفاده وکړي.

فریډم نیټ ورک ویلي وؤ پاکستان کې د صحافیانو پرضد تر ټولو زیات جرمونه په اسلام اباد اؤ سیند صوبه کې مخې ته راغلي دي.

د پاکستان نګران حکومت د فریډم نیټ ورک دغه رپورټ ته خپل غبرګون نه ؤ ښودلی خو د تېرې میاشتې په پیل کې مطبوعاتو سره خبرو کې د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضی سولنګي ویلي وؤ حکومت هڅه کوي چې د مطبوعاتو ازادي پرځای وساتي اؤ رسنۍ د بې ځایه بندیزونو لاندې را نه ولي.

دپاکستان داطلاعاتو موجوده نګران وزیر مرتضا سولنګي چې پخپله هم په تېرو وختونو کې یو خبریال پاتې شوی دی اؤ له وزارت سمبالولو مخکې به یې اکثره د صحافت په ازادۍ خبرې کولې، د کله نه چې د اطلاعاتو وزارت ورسپارل شوی نو د میډیا په ازادۍ ډیرې کمې خبرې کوي.

د صحافيانو د حقونو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډز د کال 2022م په خپل رپورټ کې د صحافتي ازادۍ په لحاظ سره پاکستان د 185 هېوادونو په فهرست کې په 157 نمبر اچولی ؤ او دا هېواد یې د صحافيانو لپاره د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې يو ګرځولی ؤ.

دصحافيانو د حقونو د څار نړیوال تنظيمونه په پاکستان کې د ميډيا د بندېزړنو، سینسرشپ او د صحافيانو د ځورونو تور ددې هېواد په طاقتور پوځ او خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه تل رد کړي دي.

څېړونکي وایي پاکستان کې وخت په وخت د شخصي ټى وي چېنلو ،ورځپاڼو او خبري وېبپاڼو تړل او پرانستل امروزه معمول دی چې د فشار وروسته بيا پرانستل کېږي او شخصي مطبوعات نه شي کولی چې په ډاډه زړه په دغه هیواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د هلو ځلو، لادرکه تنانو د ستونزې او په بلوچستان صوبه کې د روان وسله وال بغاوت رپورټنګ وکړی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG