حماس ویلي چې د دوی وسله والې څانګې د شنبې په شپه په غزه کې ۱۳ اسرایلي یرغمل شوي او څلور بهرني وګړي د سره صلیب نړیوالې ادارې ته سپارلي دي.
یوې قطري سرچینې رویټرز ته ویلي د خوشې شوؤ کسانو دا ډله له مصر سره ګډې پولې ته روانه ده.
د امریکې صدر جوبایډن د شنبې په ورځ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره ټيلي فوني خبرې کړي او هغه ته یې ویلي چې( د فلسطیني بندیانو اؤ یرغمالیانو ) تبادله بیرته پیل شوې او د سره صلیب نړیواله کمیټه د یرغمل شویو کسانو د راټولولو لپاره فعالیت کوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن ویلي ، بایډن ته د شنبې په ورځ د یرغمل شوؤ کسانو د خلاصون د تړون دعملي کیدو په اړه وروستي معلومات ورکړل شول.
تر دې څو ساعته مخکې، د حماس وسله والې څانګې د شنبې په ورځ د یرغمل شویو کسانو دخوشې کولو دویم پړاو ځنډولی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې اسرایل د اوربند ټول شرایط نه دي پوره کړي اؤ نه یې هم شمالي غزې ته د شوې ژمنې سره سم د مرستو د لاریو ننوتلو اجازه ورکړې ده.
د حماس ویاند اسامه حمدان ویلي، د جمعې له ورځې راهیسې غزې ته د ۳۴۰ مرستندویه لاریو څخه یوازې ۶۵ یې د غزې شمالي سیمې ته رسېدلي دي، چې دا د هغه څه نیمایي برخه ده چې اسرایل پرې موافقه کړې وه.
د فلسطین د بندیانو د چارو مشر یا کمشنر قدورا فارس هم ویلي وؤ چې اسرایل د ژمنې سره سم د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو شرایط نه دي پوره کړي.
د اسرایلو د امنیتي کابینې یوه غړي، ایوی ډیکټر، چینل 13 نیوز ته وویل چې اسرایل له حماس سره د هغې تړون پابند دی چې قطر یې منځګړیتوب کړی و.
د اوربند پر سر شخړه کې وروسته له هغه د یرغمل شویو کسانو او بندیانو د خلاصون د دوهمې ورځې هیلې له منځه ولاړې چې د جمعې په ورځ د حماس له خوا د ۱۱ بهرنیانو په ګډون ۱۳ اسرایلي ښځې او ماشومان خوشې شول. اسرائیلو له خپلو زندانونو څخه ۳۹ فلسطیني ښځې او تنکي ځوانان خوشي کړي دي.
د جمعې په ورځ د خوشې شویو اسرایلي یرغمل شویو اتوؤ تنو د اسرایل د شنایډر د ماشومانو په طبي مرکز کې درملنه وشوه.
دغه طبي مرکز ویلي، څلور ماشومان او څلور ښځې ټول په ښه فزیکي حالت کې ښکاري.
د جمعې په ورځ، د اسرایل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ټولنیزه رسنۍ ایکس( پخواني ټویټر) لیکلي چې هغه هوډ لري په هر حالت کې ټول یرغمل بیرته راولي.
د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو رابطه کار مارتین ګریفیتس د جمعې په ورځ هیله څرګنده کړه چې "د بشري وقفې دا لومړۍ ورځ د ډیری نورو لخوا تعقیب کیږي او دا د اوږدې مودې بشري اوربند لامل کیږي - د غزې، اسرایل او هاخوا د خلکو په ګټه "دې وقفې ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړې چې خپلې بشري مرستې غزې ته او په مجموع کې زیاتې کړي.
د جمعې په ورځ له نطزانه څخه ۲۰۰ لارۍ د رفح لارې ته واستول شوې او په نزدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې له خوا په غزه کې ۱۳۷ لارۍ مالونه بار کړل شول.
د تیلو څلور ټانکرونه او د پخلي د ګیس څلور ټانکرونه له مصر څخه د رفح له لارې د غزې په سویل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمانونو ته لیږدول شوي.
د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه چې د اسرایل، فلسطیني اورپکو ډلو، قطر، مصر او امریکې په ګډون د خبرو اترو په ترڅ کې ترسره شوي.د جګړې د بندیدو په جریان کې باید حماس لږترلږه 50 یرغمل شوي کسان، او اسراییل 150 فلسطیني بندیان خوشې کړي،
اسرایل وایي په جګړه کې څلورورځنۍ وقفه به د هرو 10 بندیانو له خوشي کولو سره یوه ورځ نوره و غزول شي.
د قطر یوه ویاند ویلي، دوحه هیله لري چې د اوربند په څلورمه ورځ له غزې څخه د نورو یرغمل شویو کسانو خوشې کولو لپاره یوه بله موافقه لاسلیک کړي.
صدر بایډن د جمعې په ورځ خپلو څرګندونو کې وویل چې په عارضي توګه د جګړې ودرولو لپاره "چانسونه ریښتیني دي". هغه زياته کړه چې په ورکو شويو کسانو کې دوه امريکايي مېرمنې او يو څلور کلن امريکايي ماشوم پاتې دی.
بایډن د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو او د اسرایل لخوا د بندیانو خوشې کولو لپاره د خبرو اترو جزوی کریډیټ یا افتخار پخپله واخیست او ویې ویل چې دا د "د امریکا د پراخې ډیپلوماسۍ پایله ده"
(د وي او ای انګلش نه اخستل شوي دې رپورټ کې د ایسوسي ایټیډ پریس، آژانس فرانس پریس او رویټرز خبري شبکو د معلوماتو څخه استفاده شوې ده )
Forum