لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د نېټو غونډه کې د ګډون دپاره براسلز ته ولاړ


د امریکا د خارجه وزارت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې امریکا به په دې هفته کې د نېټو د نورو غړو هېوادونو سره په شریکه، د اوکراین دپاره د روس سره د جنګ په برخه کې خپله د ملاتړ «کلکه ژمنه» بیاهم تازه کړي.

په همدې لړ کې د ګل/دوشنبې په ورځ [د نوامبر ۲۷مه] د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د بلجیم پایتخت براسلز ته روان شو. په براسلز کې د نوامبر له ۲۷ تر ۲۹ نېټې پورې د نېټو د خارجه وزیرانو غونډه ده.

د نېټو سرمشریزې آینده ناسته به د امریکې په کوربتوب، په واشنګټن کې د ۲۰۲۴ کال د جولای د ۹ نه تر ۱۱ مې نېټې ترسره شي.

بلېنکن به په روانه دوره کې د خپلو هم منصبانو سره د واشنګټن په کوربتوب د نېټو د آینده غونډې په لومړیتوبونو خبرې وکړي. آینده کال به د نېټو غړي هېوادونه د دې دفاعي تنظیم د جوړېدو ۷۵ یمه کلیزه هم ولمانځي.

د شورو/چهارشنبې په ورځ به ښاغلي بلېنکن د امریکایي پلاوي په مشرۍ شمالي مقدونیې ته هم ولاړ شي. شمالي مقدونیه هم د نېټو غړی هېواد دی او هلته به د دې هفتې په آخره کې، د او اس سي اي (یورپ کې د امنیت او همکارۍ تنظیم) د ممبرانو خارجه وزیران غونډه ولري.

د او اس سي اي په غونډه کې د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف هم بلل شوی دی، او هغه ویلي که چېرته بلغاریه د هغه جهاز ته خپل فضایي حدود پرانېستل، نو په هغې ناستې کې د ګډون دپاره به شمالي مقدونیه ته ولاړ شي.

په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل وروستو، اکثره یورپي ملکونو د روس د جهازونو په وړاندې خپل فضایي حدود وتړل.

د اوکراین په اړه د نېټو د خارجه وزیرانو بحث

ټاکل شوې ده چې د امریکا خارجه وزیر د نېټو-اوکراین کونسل په لومړنۍ د خارجه وزیرانو د کچې په غونډه کې برخه واخلي.

اوکراین کوښښ کوي چې د نېټو تنظیم غړیتوب ترلاسه کړي.د امریکا د خارجه وزارت د یورپي او یورېشیا د چارو مرستیال جېم اوبراین وایي، "[د نېټو-اوکراین] کونسل له نېټو سره د اوکراین د نږدې شراکت ملاتړ کوي. تر هغو پورې چې روس خپل د یرغل جګړه نه وي ختمه کړې، اتحادیان به د اوکراین ملاتړ جاري وساتي چې خپله دفاع وکړي."

د نېټو-اوکراین کونسل د جولای په ۱۲مه نېټه، د نېټو په اجلاس کې پرانېستل شو، چې د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي او نورو حکومتي مشرانو هم هغې ناستې کې موجود و.

د نېټو د خارجه وزیرانو د دې هفتې په غونډه کې د نېټو د خارجه وزیرانو یوه ناسته په دې ده چې په مغربي بالکان کې په امن او ډېموکراسۍ بحث وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG