د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د منځني ختیځ د ورستۍ دورې په وړمبي پړاو ترکي ته رسېدلی دی او د خالي، شنبې، په ورځ به په استنبول کې د ترکي صدر رجب طیب اردوان سره د اسرایل او حماس جنګ د خپرېدو مخنیوي او غزه ته د انساني امداد د زیاتېدو په اړه خبرې کوي.
سټېټ ډپارټمنټ، د امریکې خارجه وزارت، وویل بلېنکن به دا غوښتنې تکراروي چې غزه ته دې بشري امداد زیات کړی شي.
منځني ختیځ ته د بلېنکن د وروستي سفر هدف دا دی چې د اسرایل او حماس جنګ لبنان او وېسټ بېنک ته خپور نه شي په سور سمندر کې دې د تجارتي سمندي جهازونو لارې خلاصې وساتل شي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې او د دې په جواب کې د حماس خلاف داسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته دا د بلېنکن څلورم سفر دی. د ترکې ته پس به بلېنکن اسرایل، وېسټ بېنک، یونان، اردن، قطر، متحده عرب اماراتو، سعودي عرب او مصر ته هم ورځي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې او د دې په جواب کې د حماس خلاف د اسرایل د جنګ له امله منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی او مطبوعات سیمه د باردو ډېری بلي.
د اسرایل او حماس جنګ د پراخېدو دا هفته پس له دې نور هم زیات شو چې د حماس یو لوړ رتبه چارواکی صالح العاروري د لبنان په بېروت ښار کې په ډرون ووژل شو. که څه هم اسرایل د حملې ذمه واري نه ده منلې خو داسې ګڼل کېږي چې د العاروري په وژنه کې د اسرایل لاس دی.
په لبنان کې مېشته شیعه وسله والې ډلې حزب الله د جمعې په ورځ په العاروري د حملې د بدل اخیستلو لوظ وکړو.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د حزب الله مشر حسن نصرالله وویل چې د داسې "ډول سنګین خلاف ورزۍ" په اړه خاموشه نه شي کښېناستلی. هغه وویل د جواب ورکولو نه د خاموشه پاتې کېدو خطر زیات دی.
حماس او په سیمه کې امینتي چارواکي په العاروري حمله د اسرایل پورې تړي. اسرایل په دې اړه د څه وېلو نه ډډه کړې ده.
حزب الله چې د حماس په شان یې ایران ملاتړ کوي، د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې د شمالي سرحد نه په اسرایل د راکټو حملې کړي د ي.
بلېنکن منځني ختیځ ته سفر په داسې حال کې کوي چې د انساني امداد او د بيړني حالاتو دپاره د ملګرو ملتونو د مشر رابطه کار مارټن ګرفېت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل په تېرو میاشتو کې غزه نه د "مرګ او مایوسۍ" ځای جوړ شوی دی.
ګرېفېتس وویل په لسګونو زره خلک، زیاتره ښځې او ماشومان، وژل شوي او یا زخمیان شوي دي، خلک په یخ ساړه کې د شین اسمان دلاندې اوده کېږي، هغه ځایونه چې ملکي خلکو ته وېل شوي وو چې د خپل تحفظ دپاره دې ورشي د بمبارۍ دلاندې شوي دي او د صحت په مرکزونو مسلسل حملې کېږي.
په مرکزي ښار غزه او جنوبي ښار خان یونس کې درنه جګړه دوام لري اسرایلي پوځ وویل په خان یونس کې د حماس عسکري چوکاټ زیاتره بحال دی.
د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګلانټ وویل په زرګونو د حماس وسله وال اوس هم په شمالي غزه کې موجود دي.
د اسرایل پوځي چارواکو وویل جنګي جهازونو پرون شپه په مرکزي غزه کې د وسله والو په هغه ډله بمباري وکړه چې په اسرایلي ټېنک يې د حملې تیاری کولو. اسرایلي پوځ وویل په خان یونس کې په جګړه کې ګڼ شمېر فلسطیني وسله وال وژل شوي دي.
اسرایل ویلي د اووم اکتور وروسته د حماس خلاف شروع شوي جنګ کې یې 8000 وسله والي وژل دي. د زیارت په ورځ اسرایل وویل د حماس وسله والو خلاف به زیات هدفي دریځ خپلوي.
په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي تر 240 پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي دي. ځینې یرغمالان ازاد کړی شوي خو یو شمېر کسان لا اوس هم د حماس په ولکه کې دي.
امریکې، برطانیې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
په غزه کې فلسطینیان وايي اسرایل په رهایشي علاقو مغاز، البریخ او البصیرت تېره شپه ځمکۍ او هوايي حملې زیاتې کړې وې. د صحت فلسطیني چارواکو وویل په تېرو 24 ګنټو کې 162 د غزه په مرکزي او په ساحلي علاقو کې وژل شوي دي.
په مجموعي توګه په جنګ کط د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې 22600 کسان وژل شوي چې زیاته شمېره په کې د ښځو او ماشومانو ده.
د فرانس خبري ادارې ای اېف پي د اسرایل د پوځ له قوله وویل د غزه په جنوبي برخو خان یونس او رفح او په مرکزي علاقه کې اسرایلي ځواکونو 100 هدفونه وویشتل چې په کې د راکټونو د چلولو مرکزونه، د وسلو د ذخیره کولو ځایونه او نور عسکري سهولتونه شامل دي.
Forum