د پوځ ویاندې ادارې آې ايس پي ار د نهې /سه شنبې په ماښام دغه خبر خپور کړی دی۔
په خبر کې لیکل شوي، ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس د قلات په نګاو غرنۍ سیمه کښي عمليات کړي او د زیاتو ځوابي ډزو په ترڅ کې یې دوہ ترھګر وژلي۔
په بیان کې دا ندي ویل شوي چې عملیات کوم ځواک کړي خو څو ورځې وړاندې ھم د بلوچستان ترھګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) د نومبر د ۲۲ او ۲۳ ترمنځ شپه کې د څلورو ترھګرو د وژنې دعوہ کړې وه۔
سي ټي ډي ھغه وخت وېلي وو چې د وژل شوو کسانو شناخت د بالاچ مولا بخش، سېف الله، ودود او د شکور په نومونو شوی چې پر ځواکونو په بریدونو او ترھګري کې یې لاس درلود۔
د وژل شوو کورنۍ او سیاسي ګوندونو دا جعلي پولیس مقابله بللې۔ د دې عملیاتو او ځوانانو د وژنې پر ضد سیاسي او مدني فعالان له تېرو څلورو ورځو راهیسې د تربت ښار پر شهید فدا چوک کې د وژل شوي ځوان بالاچ له مړي سرہ پر احتجاج ناست دي۔
احتجاج کونکي وایي بالاچ له اوله له پولیسو سرہ په بند کې وو بیا ولې ووژل شو؟
خو پولیس دعوہ کوي چې بالاچ د ترھګرۍ په مقدمه کې نیول شوی۔
د تفتیش پر وخت بالاچ د ھغه د نورو ملګرو معلومات ورکړي او پولیسو ھلته چاپه وھلې چې په دې وخت کې د بالاچ وسلوالو ملګرو پر پولیس وسلوال برید وکړ او د دوی په ډزو د پولیس په موټر کې له اوله سپور/ناست بالاچ ووژل شو، او په ځواب کې پولیس د ھغه درې وسلوال ترھګر ملګري وژلي۔
د تربت د احتجاج کوونکو غوښتنه ده چې د پېښې د تحقیقاتو لپارہ دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي او د سي ټي ډي پولیس خلاف دې مقدمه درج شي۔
د بلوچستان حکومت په یادو عملیاتو کې د بالاچ د وژنې د پلټنو لپارہ پینځه کسیزہ کمېټه جوړہ کړې، چې په پینځلس ورځو کې به حکومت ته رپورټ جمع کوي۔
د لادرکه بلوڅانو تنظیم وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز ویلي د سي ټي ډي په لاس د وژل شویو څلورو واړہ ځوانانو شناخت په هغو کسانو کې شوی چې له اوله په زورہ لا درکه کړل شوي وو، او معلومات يې له یاد تنظیم سره ثبت وو۔
سي ټي ډي دا خبره رد کړې او ویلي دا ترھګر وو۔
بلخوا د لادرکه بلوڅانو کورنیو او اسلام اباد کې د بلوځ یووالي کمېټۍ غړو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د بشري حقونو د نړیوالو ډلو او نړیوالو مطبوعاتو تر څارنې لاندې دې د لادرکه بلوچانو د قضيو پلټنې دې وکړي.
دوی غوښتنه کړې چې حکومت دې دا خبره هم باوري کړي چې نور به بلوځ ځوانان په جبري توګه نه لادرکه کېږي او نه به په جعلي پوليس مقابلو کې وژل کېږي. د پاکستان مرکزى حکومت لا هم د دوی غوښتنو ته جواب نه دی ویلی.
په جبري توګه د لا درکه بلوڅانو خپل خپلوان له تېرو څلورو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د خپلو لادرکه تنانو او په جعلي پوليس مقابلو کې د هغو د وژنو خلاف د لوږې علامتي کېمپ کې په احتجاجي پرلت ناست دي.
د لا درکه بلوڅانو د کورنیو غړي په داسې وخت کې احتجاج کوي چې اسلام اباد هاىکورټ د 50 نه د زياتو لا درکه بلوچ زده کوونکو په نه راخوشې کېدو د ملک نګران وزیر اعظم، د کورنیو او بهرنیو چارو وزيران، سکرټريان او د بشري حقونو وزیر په 29 نومبر عدالت ته بللي دي.
هايکورټ ویلي دي چې د بې درکه بلوڅ طالب علمانو په اړه د جوړ کمېشن رپورټ ښیي چې امنیتي ادارو بلوڅ زده کوونکي له تعليمي ادارو څخه پورته کړي دي.
نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ ویلي په 29 نومبر به هغه په هېواد کې نه وي نو ځكه عدالت ته یې وړاندې کېدل ممکن نه وي.
د لا درکه کسانو خپلوان، د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه اکثر په جبري توګه د خلکو د لا درکۍ تورونه د پاکستان د پوځ په خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.
پوځ وايي کېدی شي چې لا درکه کسان د بلوچ وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي او له امنیتي ادارو سره په نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته تښتېدلي وي.
د پاکستان د پوځ د قلات د عملیاتو په تازہ بیان کې دعوہ شوې، “وژل شوي ترھګر دامنيتي ځواکونو باندې په بریدونو او دبې ګناه ملکي وګړو په وژنو او په زياتو تروريستي فعاليتونو کې لاس درلود، له وژل شویو ترهګرو څخه وسلې، او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي، په سیمه کې د نورو ترهګرو د ختمولو لپاره عملیات روان دي ځکه چې د پاکستان امنیتي ځواکونه هوډ لري چې له هیواد څخه د ترهګرۍ خطر له مینځه یوسي۔”
اې ایس پي آر ویلي، د پاکستان پوځ به ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې په بلوچستان کې امن ګډوډ کړي۔
Forum