لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سږ د ترهګرۍ 798 پېښې رپوټ شوې، زیاتې په پښتونخوا او بلوچستان کې شوې دي


په خېبر پښتونخوا کې په تېرو څو ورځو کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي، څيړونکي وايي د ترهګرۍ دا نوې لړۍ په راتلونکې کې امکان لرې چې نوره هم سېوا شي.

د څېړونکو په وېنا د ټي ټي پي سره سره داعش خراسان ډلې هم بريدونه سېوا کړي دي، کوم چې به د پاکستان په راتلونکو ټولټاکنو کې يو لوی چېلنج وي.

د ساوت اېشين ټېرزم پورټل نومي ویبپاڼې ترمخه په پاکستان کې روان کال 798 د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوې دي، وایي په دې کې 555 عام وګړي، 564 د امنيتي ادارو عسکر او 717 وسله وال وژل شوي دي.

روان کال په خېبر پښتونخوا کې په 282 بريدونو کې 177 عام وګړي، 291 د امنيتي ادارو اهلکار او 353 وسله وال وژل شوي دي.

په بلوچستان کې 155 پېښې رپورټ شوې، په دې کې 151عام وګړي، 177 د امنيتي ادارو اهلکار 118 وسله وال وژل شوي دي.

نن د نهې په ورځ په بنو کې د پوليو ټيم په ساتونکو هدفي بريد کې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی، تېرهه ورځ هم په باجوړ کې د پوليو په ټيم بريد شوې وو چې کومه مرګ ژوبله پکې نه وه اوښتې.

د دې ترڅنګ په بنو کې د امنيتي ځواکونو په قافله بريد کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، درې امنيتي عسکر او اووه ملکي وګړي ژوبل شوي وو. تېره اوونۍ هم په باجوړ، خېبر، او وزيرستان کې په هدفي بريدونو او بمي چاودنو کې نهه تنه وژل شوي وو.

څېړونکی او خبريال لحاظ علي وايي په دې وروستيو کې د خېبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي. لحاظ علي وي او اې ډیوه ته وویل:

"داعش يو څو ورځې وړاندې د سياسي او انتخابي عمل خلاف يو پلان جاري کړی او په هغه کې یې ويلي چې انتخابي عمل د دې نظام د سمولو د پاره سم نه دی، داعش هم د دې خلاف دی او ټي ټي پي هم د دې عمل خلاف دی، نو کېدی شي دوی د خپلې سټرېټجي عملي کولو د پاره سياسي ګوندونه په نخښه کړي".

د پاکستان وزيراعظم انوارالحق کاکړ څو ورځې وړاندې له پاکستاني مېډيا سره په خبرو کې ويلې وو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګړۍ پېښې 60 فيصده زياتې شوې دي.

څېړونکی او خبريال حقنواز وايي پاکستان تورونه لګوي چې په پاکستان کې بريدونه په افغانستان کې پلان کيږي، خو افغانستان دا خبره ردوي، کوم چې د ده وینا د دواړو هېوادونو تعلقات یې اغېزمن کړي دي.

ښاغلی حقنواز وي او اې ډیوه ته وایي، د طالبانو او پاکستان د حکومتونو تر منځ کوم اعتماد چې ختم شوی دی، په راتلونکي وخت کې به دا بداعتمادي نوره هم سېوا کيږي:

"خاص کر دا کوم خلک چې واپس لاړل، حل به يې هم دا وي چې اخره کې به دوي بيا خبرو ته کښېني، خو په موجوده وخت کې داسې نه ښکاري چې د دواړو هېوادونو اړيکې واپس هغه ځای ته واپس راشي".

نګران وزیراعظم انوارالحق په هیواد کې د ترهګرۍ روانه لړۍ په کلکو ټکو غندلې او ويلي يې دي، تر څو چې ملک نه د ترهګرۍ نوغی په مکمله توګه ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکول کېږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG