لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانۍ لومړۍ میرمن روزلین کارټر ته په یوه تقریب کې د عقیدت پيرزونې وړاندې شوې


 د پخواني امریکايي صدر جیمي کارټر مېرمن روزلین کارټر د نومبر په 19مه د 96 کلونو په عمر کې مړه شوې وه.
د پخواني امریکايي صدر جیمي کارټر مېرمن روزلین کارټر د نومبر په 19مه د 96 کلونو په عمر کې مړه شوې وه.

د امریکا پخوانۍ لومړۍ میرمن روزلین کارټر ته د نهۍ/ سه شنبې په ورځ په اټلانټا کې جوړې شوې یوې دستورې کې د عقیدت پيرزونې وړاندې شوې.

د پخواني امریکايي صدر جیمي کارټر مېرمن روزلین کارټر د نومبر په 19مه د 96 کلونو په عمر کې مړه شوې وه.

99 کلن جیمي کارټر چی په خپله هم د فبروري میاشتې راهیسې سخت ناروغه او د آخرې طبي څارنې(هسپېس کېر) لاندې دی، په دغه مراسمو کې د هغه په شمول د امریکا ټولو ژوندیو لومړۍ میرمنو او دریو صدرانو ګډون وکړو.

د امریکا صدر جو بایډن او د هغه میرمنې جېل بایډن، د امریکا مرستیالې صدرې کاملا هېریس او د هغې میړه ډګ ایمهوف، پخواني امریکایي صدر بل کلنټن او د هغه میرمن او پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن، د پخواني صدر بش میرمن لورا بش ، د پخواني صدر براک اوباما میرمن مېشېل اوباما او د پخواني امریکایي صدر ډونلډ ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ په دغه تقریب کې ګډون وکړو.

روزلین کارټر د سیاسي مدافعې لپاره مشهوره وه، او د امریکا پخوانۍ اولنۍ میرمن بېس ټرومین وروسته د امریکا دویمه ډیر عمر لپاره ژوندۍ لومړۍ میرمن وه، بېس ټرومین په 97 کلونو په عمر کې مړه شوې وه.


د میرمن روزلین کارټر د جنازې وروستي مراسم به د شورو/چهارشنبې په ورځ د امریکا جارجیا ایالت په پلنیز ښارګوټي کې ترسره کیږي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات د اې پي، ایف پي، او رویټرز نه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG