لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی وایي د طالبانو حکومت دې په زوره نه نسکوره کیږي - دې خبرې یې غبرګونونه راوپارول


پخوانی افغان صدر حامد کرزی اوس مهال د طالبانو واک اختیار لاندې کابل کې اوسېږي
پخوانی افغان صدر حامد کرزی اوس مهال د طالبانو واک اختیار لاندې کابل کې اوسېږي

د طالبانو د حکومت په اړه د افغانستان د پخواني صدر حامد کرزي وروستیو څرګندونو، په افغانانو کې یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.

ښاغلي کرزي د جاپان د کیودو خبري رسنۍ سره په یوه مرکه کې، چې د نهې/سې شنبې په ورځ خپره شوله، ویلي دي چې نور په افغانستان کې جنګ نه غواړي، ځکه جنګ جګړې به حالات نور هم پسې خراب کړي.

په دې مرکه کې ښاغلي کرزي ټینګار کړی دی چې نړېواله ورورولۍ ته په کار ده طالبان وهڅوي چې خپل سیاستونه اصلاح کړي او بین الافغاني خبرو ته دې غاړه کېږدي. پخواني صدر په طالبانو غږ کړی چې جېنکو ته دې په فوري توګه د تعلیم اجازه ورکړي. د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سکولونو د شپږم جماعت نه پورته جېنکۍ تعلیم ته نه پرېږدي او ښځې یې هم د اکثرو کارونو نه منعه کړې دي.

خو دغه پخواني صدر، د دې خبرې مخالفت ښودلی چې ګني د طالبانو حکومت دې د جبر له طریقه نسکوره کړی شي.

د حامد کرزي وینا ده چې افغانستان کې د نظامونو د نسکوره کېدو ډېرې تجربې تکرارې شوې دي او د اوسني [د طالبانو] د نظام چپه کېدل نه غواړي.

د افغانو ښځو د حقونو ځینو فعالانو د پخواني صدر حامد کرزي څرګندونو ته په غبرګون کې، د هغه خبرې غندلي او ویلي یې دي چې واک اختیار ته د طالبانو د بیا رسېدلو یوه وجه د ښاغلي کرزي د حکومت کړنې وې.

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ د شورو/چهارشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او هغه کې یې د پخواني صدر حامد کرزي د وروستیو څرګندونو د غندلو ترڅنګ، او له خلکو یې غوښتي چې په یو آنلائن کمپېن کې دې د ښاغلي کرزي د څرګندونو د غندلو لپاره برخه واخلي. په دې لړ کې ځینو ښځېنه فعالانو په سوشل مېډیا باندې د ښاغلي کرزي د وینا په باب د خپل غبرګون ویډیوګانې او پوسټونه شریک کړي دي.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې وخت کې د نظام د تحفظ خبرې کړې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د اوسني نظام په وړاندې د مقاومت ملي جبهې او د افغانستان د آزادۍ جبهې د وسله وال مزاحمت اعلان کړی او له افغانستانه بهر ځینو پخوانیو چارواکو هم ویلي چې دوی آماده دي د طالبانو په وړاندې د جګړې دپاره وطن ته ولاړ شي، خو نړېوال ملاتړ ته ضرورت لري.

د تاجېکستان په پایتخت دوشنبه کې دا هفته د "هرات امنیتي ناسته" جوړه شوه چې په کې ګڼ شمېر د طالبانو مخالفو سیاستوالو او پخوانیو چارواکو برخه اخېستې وه. اکثرو یې د طالبانو د حکومت سره تعامل، یوه تېروتنه وبلله او نیوکې یې ورباندې کولې.

[د وي او اې افغان سروس او آزادي رېډیو نه په مننه]

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG