لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: افغان کډوال د پاکستان نه بيرته لېږل د هغوی ژوند ته ګواښ جوړېدلی شي


د نړيوالو اړيکو څېړونکي وايي بايد پاکستان په خاصه توګه د هغو کډوالو د ويستلو څخه ډډه وکړي کومو چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا وکمنېدو وروسته په پاکستان کې د خپل امنيت په خاطر پناه اخیستې او درېم هېواد ته د تللو په لټه کې دي.
د نړيوالو اړيکو څېړونکي وايي بايد پاکستان په خاصه توګه د هغو کډوالو د ويستلو څخه ډډه وکړي کومو چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا وکمنېدو وروسته په پاکستان کې د خپل امنيت په خاطر پناه اخیستې او درېم هېواد ته د تللو په لټه کې دي.
عبدالرزاق
واشنګټن (وي او ای ډيوه)- د بشري حقونو د مدافعت کونکو نړیوال فېډرېشن، د مدني او بشري حقونو فعالانو، خبريالانو، پخواني پوځيانو، قاضيانو، مدافع وکيلانو او د افغان ټولنې نورو وګړو په پاکستان کې د امنيتي ادارو لخوا د افغان کډوالو په نيولو او د ملک نه په ويستلو اندېښنه ښودلې او د نړیوالې ټولنې نه يې غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ساتنه وکړي.
د نړيوالو اړيکو څېړونکي وايي بايد پاکستان په خاصه توګه د هغو کډوالو د ويستلو څخه ډډه وکړي کومو چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا وکمنېدو وروسته په پاکستان کې د خپل امنيت په خاطر پناه اخیستې او درېم هېواد ته د تللو په لټه کې دي.
د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته ويلي چې په پاکستان کې پناه اخېستونکي کډوال اوس مهال افغانستان ته ستنول د دوی ژوند د لوی ګواښ سره مخ کولې شي.
نوموړي زياته کړه د دې کډوالو د ستونزو د حل لپاره نړيوالې ټولنې او طالبانو سره ناسته کول مهم دي.
هغه وايي "دې د پاره کېښناستل کېدای شي، افغان طالبان انګېج کول کېدای شي، د نړۍ نورو هېوادونو سره خبره کېدای شي چې دې خلکو سره به څه کوو، او دا خلک د وړاندې نه خطر سره مخ دي او پکار نه ده چې افغانستان ته داسې ستانه کړل شي چې د نورو خطرو سره مخ شي"
د پاکستان حکومت د اکتوبر په درېمه اعلان کړی و چې په دې هيواد کې په نا قانونه توګه مېشت غېر ملکي وګړي دې خپلو هېوادونو ته ستانه شي ګينې په زوره به ويستل کېږي.
د پاکستان له خوا ورکړل شوي مهلت پوره کېدو وروسته افغان کډوال په چټکتيا سره خپل هېواد ته ستنولی شي.
په جرمني کې مېشته د افغان مېرمنو او د کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ د پاکستان دا اقدام د نړيوالو قوانينو پرضد بولي او وايي دې سره به ستنېدونکي افغان کډوال پخپل هېواد کې مختلف چېلجونو سره لاس او ګريوان وي.
اغلې ستانکزۍ وايي "د پاکستان دغه ګام چې افغان کډوال اوباسي د نړيوال کنوېنشنونو او د کډوالو د نړيوال قانون خلاف عمل دی، په دې يخ کې د کډوالو ويستلو د مېرمنو او ماشومانو لپاره لوی ننګونې پېدا کړي دي چې اقتصادي، ټولنيزې او امنيتي مسلې پکې شامل دي"
د وي او ای پښتو څانګې د خبر ترمخه ياد نړيوال فيډرېشن د نومبر په 25 مه په خپل غوښتنلیک کې ويلي چې د طالبانو بيا واکمنېدو وروسته دغه کډوال د خپل امنیت د خوندیتوب په لټه کې د تېرو دوو کلنو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او د کډوالۍ خپلو دوسيو ته په انتظار دي چې د ځانونو خوندي کولو دپاره درېم هېواد ته لاړ شي.
ډاکټر عبدالشکور په دې نظر دی چې د دغو کډوالو په پاکستان کې د پاتېکېدو معياد بايد سېوا کړل شي او که چرې نور هېوادونه د افغان مهاجرينو بوتللو ترڅنګ د پاکستان سره مالي کومک وکړي نو ممکنه ده چې پاکستان په خپله پرېکړه نظرثاني وکړي.
هغه وايي "که د افغان مهاجرينو په لړ کې د پاکستان سره مالي امداد وکړل شي نو زما خيال دی چې د دې مسلې حل راوتللې شي"
د پاکستان حکومت د اسنادو پرته مېشت کډوالو د ويستلو د پروسې دفاع کوي او وايي چې دا پرېکړه د هېواد د کډوالۍ داخلي قوانينو په اساس عملې کېږي او په ترڅ کې يوازې هغه تنان په نښه کېږي چې په غېر قانوني توګه په دې هېواد کې ژوند کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG