لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس له اسرایلو سره د تړون په شپږمه ورځ نور بندیان خوشې کړي


واشنګټن – د حماس جنګیالیو د شوور یا چهارشنبی په ورځ چې له اسرایلو سره د شوي تړون شپږمه ورځ ده نور برمته شوي اسرایلیان هم خوشې کړي دي.

په ورته وخت کې مذاکره کونکو په دې کار وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند اوږد کړي او نور بندیان هم خوشې کړای شي.

ټاکل شوې وه چې اوربند په رسمي ډول د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي خو د قطر، امریکا، مصر او اسرایلو چارواکي په قطر کې په دې کار کوي چې څنګه او د څومره وخت لپاره اوربند اوږدېدای شي تر څو د نورو بندیانو تبادله هم وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اسرایلو ته سفر کوي په برسلز کې خبریالانو ته وویل، د تړون اوږدوالی په دې معنی چې، "نور بندیان به کورونو ته راځي، نوره مرسته به هلته رسېږي" چې په غزه کې له بې ځایه شویو فلسطینیانو سره مرسته وشي.

بلېنکېن وویل، "په واضحه توګه دا هغه څه دي چې مونږ یې غواړو." او زیاتوي، "زه باور لرم چې دا هغه څه چې اسرایل یې هم غواړي. هغوی هم دې ته کلک پام اړولی چې خپل خلک کورونو ته راولي."

قطر سي ان ان ته ویلي،‌ "دوی "زیات خوشبینه" دي چې تړون به وغځول شي، کېدای شي په همدې شرایطو چې په لومړیو شپږو ورځو کې وو، د حماس لخوا د خوشې کېدونکو د شمېر درې برابره زیات به د اسرایلو له زندانونو څخه فلسطینیان چې د بېلابېلو جرمونو له امله بندي شوي خوشې کېږي.

حماس د امریکا، برتانیې، اروپايي اتحاد او نورو لخوا یو ترهګر تنظیم ګرځول شوی.

یو اسرایلي چارواکي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي،‌ چې تړون ښايي دوه یا درې ورځې نور هم اوږد کړای شي خو د اوربند اوږدېدل به "دایمي اوربند" ته و نه رسېږي.

دغه چارواکي وویل، د حماس لخوا د اکټوبر په اومه په اسرایلو باندې له برید وروسته د یهودي دولت لپاره "په غزه کې له واک څخه د حماس د لېرې کولو هدف" پر ځای پاتې مهم هدف دي.

حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژلي وو او ۲۴۰ نور یې له ځانه سره تښتولي وو.

د دې په غبرګون کې اسرایلو په غزه باندې هوايي‌ او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه پورې پکې تر ۱۵۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.‌

د اسرایلو دفاعي‌ ځواکونو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د پوځ لوی درستیز په غزه کې د اوربند وروسته د "جګړې د دوام" پلانونه لاسلیک کړي دي.‌

د اسرایلو حکومت ویلي، چې د حماس لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ دوه خوشې شوي کسان ۵۰ کلنه ایلېنا ترومپانو او ۷۳ کلنه اېرېنا تیتي وو چې دواړه اسرایلي روسي اتباع دي.

حماس همدارنګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا هم ویلي، چې لس کلنه کېفر بېباس، د هغه څلور کلن ورور ایریل او د هغوی مور شیري سیلبرمېن بېباس په یوه نامعلوم وخت کې په غزه باندې د اسرایلو په بمباریو کې وژل شوي دي.

د اسرایلو پوځ ویلي، چې دوی د حماس د ادعا په اړه پلټنې کوي.

د حماس او اسرایلو ترمنځ لومړنی تړون د څلورو ورځو لپاره و چې له مخې یې حماس ۵۰ برمته شوي اسرایلیان خوشې کړل او اسرایلو یې په مقابل کې ۱۵۰ فلسطینیان خوشې کړل.

په جګړه کې وقفې د غزې پټۍ ته د بشري مرستو لېږل هم زیات کړل.

دوه ورځې نور هغه وخت دغه اوربند اوږد کړای شو چې حماس به هره ورځ لس لس نور برمته شوي کسان خوشې کوي.

د اسرایلو پوځ وویل، چې په غزه کې ۱۲ برمته شوي کسان یې چې لس اسرایلیان او دوه بهرنیان وو د نهې یا سې شنبې ناوخته یې اسرایلو ته ولېږدول او نور بیا د شورو یا چهارشنبې په شپه خوشې شول.

د فلسطینیانو د بندیانو کلب د معلوماتو له مخې، چې یوه نیمه غیر دولتي سازمان دی، د خوشې کړای شویو برمته شویو کسانو په بدل کې اسرایلو ۳۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل چې ۱۵ یې ښځې او ۱۵ ځوان سړي او دغه کسان د لویدیځې غاړې او بیت المقدس په زندانونو کې ساتل کېدل.

په غزې د اسرایلو له بمبارۍ سره ملګروملتونو د غزې د ۲.۳ میلیونو وګړو څخه د ۱.۸ میلیونو د بې ځایه کېدو خبر ورکړی.

د ملګروملتونو تر مشرۍ لاندې یو کانسورشیم د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې په غزه کې تر ۶۰ فیصدو زیاته کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملګروملتونو د روغتیا سازمان د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د روغتیا،‌ اوبو او پاکارۍ د سیستمونو د اغېزمنېدو له امله د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر زیات دی.‌

ټاکل شوې وه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د اسرایلو او حماس د شخړې په اړه یوه غونډه هم وکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG