لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب پاکستان ته د خپلو درې بیلینه ورکړو ډالرو د زېرمو ستنولو موده یو کال لپاره وغځوله


سعودي عرب د پاکستان د اقتصاد د ثبات لپاره پاکستان ته د ورکړو درې میلیارده ډالرو د زېرمو د بېرته ستنولو موده وغځوله.

د پاکستان اسټيټ بینک د بیان له مخې پاکستان ته به د سعودي عرب دا درې بیلینه ډالر د راتلونکې دسمبر میاشتې تر پینځمې نېټې بېرته ستنول وؤ خو وایي اوس سعودي عرب د دې پیسو د ستنولوموده د نور یو کال لپاره غځولې ده.

پروسکال د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې د تاریخ لاندې کچې ته غورځېدلې وې اؤ د اقتصادي سقوط اندېښنې یې پېدا شوې وې چې په دغسې حال کې سعودي عرب د پاکستان اقتصاد ته د ثبات ورکولو په خاطر د پاکستان دولتي بانک ته درې اربه ډالر ورکړي وؤ.

اسټيټ بینک ویلي دي چې د سعودي عرب له لوري د خپلو پیسو د ستنولو موده کې د پراختیا اقدام سره به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو پځای پاتې کیدو د ملک په اقتصادي وده کې لاس امداد وشي.

د درې ملیارده ډالرو د دې زیرمو په تړون په لمړي سر کې په کال 2021ء کې د سعودي د پراختیایي پانګې د چارواکو اؤ د پاکستان د اسټيټ بینک د چارواکو تر منځ لاسلیکونه شوي وؤ.

وروسته په کال 2022م کې د سعودي حکومت په دوهم ځل د یو شاهي فرمان له لارې د دې پېسو د ستنولو موده تر یو کال غځولې وه.

پروسکال له پاکستان سره د بهرنیواسعارو ذېرمې یوازې څه دپاسه درې نیمو اربو ډالرو ته راغورځېدلې وې اؤ د پاکستان د اقتصادي سقوط ویرې ښودل کیدلې خو وروسته بیا نړیوالې مالیاتي ادارې له پاکستان سره د لنډ مهاله پور تړون وکړو اؤ د پاکستان اقتصاد له سقوط څخه وژغورل شو.

سږکال د جولای په میاشت کې چین هم پاکستان ته د خپلو 2 اربو اؤ 10 کروړو ډالرو د قرضې ستنولو موده تر دوؤ کالو غځولې وه.

څېړونکي وایي د تېرو اوو، اتوؤ کالو په موده کې پاکستان د چین د کمرشل بینکونو نه درنې قرضې اخستي دي اؤ دا مهال د پاکستان د اقتصادي بحران یو ستر لامل د دغو بهرنیو قرضو بیرته ستنول دي .

پروسکال د ستمبر په میاشت کې د نړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم اېف لخوا د خپور شوي رپورټ له مخې پاکستان چې په مجموعي ډول کومې 100اربه ډالر بهرنۍ قرضې ورپورې دي هغې کې د چین اؤ چینایي بینکونو پورونه 30 فیصدي دي.

پاکستان ته د چین لخوا د دې قرضو زیاته برخه د پاکستان اؤ چین د اقتصادي راهدارۍ یا سي پیک د پروسې لاندې ورکړل شوې ده.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په کوم حساب سره چې د هیواد ابادي سېوا کېږي نو په هغه شرحې سره یې اقتصاد وده نه کوي چې په راتلونکي کې په بې رورګارۍ او غريبۍ کې د لا نورې اضافې سوب ګرځي.

نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د نړیوالې اقتصادي منظر نامې په اړه پخپل وروستي رپورټ کې په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې تر 2.5 فيصده پورې د رسېدو اټکل کړی دی او ویلي یې دي چي په کال 2028م کې د دې هېواد د اقتصادي ودې کچه به تر 5 فيصدى پورې رسېدای شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG