لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګروملتونو مشر: مونږ باید د غزې له بحران څخه مخ وا نه اړوو


واشنګټن – د ملګروملتونو مشر د شورو یا چهارشنبې په ورځ له حماس او اسرایلو څخه وغوښتل چې لنډمهاله اوربند دې اوږد کړي.

ده وویل، په دې اته هفته یي جګړه کې "ريښتیني بشري اوربند" ته اړتیا ده.

انټونیو ګوټېریش په دې اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د وزیرانو د کچې غونډې ته وویل، "مونږ باید مخ وا نه اړوو." او زیاته یې کړه.

"د غزې خلک د نړۍ د سترګو مخې ته د بشري ناورین په منځ کې دي."

هغه همدارنګه غزې ته د اوربند پر وخت د مرستندویه ټرکونو د تللو او د تېلو د رسولو هرکلی وکړ.

د دغه اوربند راهیسې حماس ۶۰ برمته کړي کسان او اسرایلو ۱۸۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.‌

خو ګوټېریش وویل، "زیات زیات نورو" ته اړتیا ده چې په غزه کې د ۲.۲ میلیونو اوسېدونکو بشري اړتیاوې پوره شي.

هغه له اسرایلو څخه وغوښتل چې له یوې سرحدي لارې څخه زیاتې دې پرانیزي او له خصوصي سکتور څخه یې وغوښتل چې خپل تجارتي فعالیتونه دې بیا پیل کړي.

حماس په اسرایلو باندې د اکټوبر د اوومې نېټې په برید کې ۱۲۰۰ کسان وژلي وو او په اسرایلي ښارونو باندې یې د راکټونو توغولو ته دوام ورکړی.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرایلو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۵۰۰۰ څخه زیات ښودلی.

تر اوسه لا زیات کسان د ویجاړو شویو ودانیو لاندې ورک دي.‌

روغتیايي چارواکو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو له ویجاړو شویو ودانیو څخه ۱۶۰ مړي موندلي دي.‌

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG