لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوالې ادارې وايي په پاکستان کې به نزدې دوه لکه د ايډز ناروغان وي خو شمېرې يې ډېرې کمې ښودل کيږي


‎کارپوهان وایي د بده مرغه ایډز صرف جنسي تعلق سره تړلې یوه بیماري ګڼل کیږي نو ځکه د دې مریضان ځان نه رجسټر کوي، پټ ګرځي او ددې ناجوړتيا د خورولو سوب جوړیږي.
‎کارپوهان وایي د بده مرغه ایډز صرف جنسي تعلق سره تړلې یوه بیماري ګڼل کیږي نو ځکه د دې مریضان ځان نه رجسټر کوي، پټ ګرځي او ددې ناجوړتيا د خورولو سوب جوړیږي.
سيد مدثر شاه
واشنګټن (وي او ای)- د حکومتي شمېرو تر مخه په پاکستان کې
‎د ایډز 53718 ناروغان دي خو نړیوالې ادارې وایي دغلته به کم نه کم 200000 د دغه ناروغۍ رنځوران وي.
‎کارپوهان وايي د ایډز زياتره مریضان خپله بیماري پټوي. دوی په دې عمل نه یوازې ځان بلکې نور خلک هم د خطر سره د مخ کوي.
‎هسې خو د پاکستان د ایډز کنټرول پروګرام تر مخې په پاکستان کې 53718 رجسټر د ایچ ايي وي ایډز مریضان دي خو د ګلوبل ایډز مانیټرنګ او یو این ایډز د روان کال جون یو رپورټ ښيي پاکستان کې به د پنځلسو کالو نه پورته کم نه کم 200000 د ایډز مریضان وي چې پکې به 39000 زنانه هم وي.
‎کارپوهان وایي د بده مرغه ایډز صرف جنسي تعلق سره تړلې یوه بیماري ګڼل کیږي نو ځکه د دې مریضان ځان نه رجسټر کوي، پټ ګرځي او ددې ناجوړتيا د خورولو سوب جوړیږي.
‎د خیبر ټیچنګ هسپتال میډیکل سپیشلسټ پروفيسر ډاکټر فهد نعيم وي او ای ډيوه ته په دې حقله په خپله وينا کې وويل د ایچ ايي وي داسې بیماري ده چې وینه د وینې سره شريکه شي نو دا به بل ته لګي.
‎هغه وايي “دا خلک نوک تراشونه هم استعمالوي، نو په هغې کې هم امکان شته چې د ګوتې د پرېکېدو نه ولګي. داسې ریزر استعمالیږي. د ټوت برش (غاښو برش) نه هم که اکثر تاسو کتلې وي چې لږ ګم (اورۍ) د چا کمزوري وي، نو وينه ترې راوځي”.
‎هغه وايي اوس که هاغه برش مثال بل څوک استعمال کړي او وينه د وينې سره شريکه شي نو دا ناروغي بل ته لګېدلی شي. او زياتوي په جينسي توګه هم دا ټرانسفر کیدی شي.
‎هغه وايي “خو زمونږ په ځایونو کې ما چې څنګ تاسو ته ذکر وکړو، چې پریکټس صحیح نه دی سټینډرډ والا. نو هم یو سرنج شپږ اوو مریضانو ته لګول، آلات جراحي یا دا غاښونو والا کوم آلات استعمالوي. ددې پراپر سټیریلایزیشن نه کیږي”.
‎د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو اداره یونیسف دعوه کوي په 2022 م کې په ټوله نړۍ کې د لسو نه تر نولسو کالو عمر لرنکو 98000 جینکو ته ایډز ولګیدو. یعني یوه هفته کې 1900 جینکۍ په ایچ ايي وي مرض اخته شوې.
‎یونیسف وایي تیر کال د صفر نه واخله تر نولسو کالو پورې عمر لرونکي 270000 نوي تنان د ایچ ايي وي نه اغیزمن شول چې په نړۍ کې ورسره په ایچ ايي وي د اخته ځوانانو شمیره 2.6 میلینه تنانو ته ورسیده.
‎کارپوهان وایي پاکستان کې صرف 20 فیصده د ایچ ايي وي مریضانو ځانونه رجسټر کړي او باقاعده علاج یې روان دی.
‎د خیبر پښتونخوا د ایډز کنټرول پروګرام ډایریکټر ډاکټر طارق حيات وايي “ستاسو اېن کیس، الله دې نه کړي که اېن کیس پازیټیو وي هم نو څه د ویرې خبره نه ده. تاسو به رجسټرډ شئ. ستاسو علاج به شروع شي او دا علاج جي، ټوله زندګي به دا فري وي. او زه تاسو ته جي دا یوه ښکلې خبره کومه.چې ایچ ايي وي دا نه ده چې تاته وي نو بس ته مړ شوې.”.
‎هغه وايي زه به تاسو ته دا ووایم چې مونږ سره دلته پراپر آرګنایزیشنز لګیا دي او د دې ناروغانو بلکل عادي ژوند تیریږي، زما او ستا په شان بچي یې دي، ښځې یې دي او هغه ایچ ايي وي نیګیټیو دي. “ایچ ايي وي کې داسې ده اوس نن سبا حالاتو کې، چې ته به یې صرف دوایي په ټایم خورې. او ته به ټیک ټاک نارمل ژوند تیروي”.
‎ډاکټر طارق وایي پښتونخوا کې دا مهال دوی سره د رجسټر شوو ایډز مریضانو شمیره 5598 ده. تر 2022 م پورې په صوبه کې د ایډز د علاج د خصوصي مرکزونو شمیره شپږ وه خو اوس د اوه نوو مرکزونو جوړولو سره دا 13 شوي دي. هغه زیاتوي حکومت هرضلعي هيډ کوارټر کې د ایچ ايي وي ایډز د ویړیا علاج خصوصي مرکز جوړولو اراده لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG