پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين په نيولو اندېښنه څرګنده کړې او د هغه "د نيولو د بې طرفه پلټنو غوښتنه" یې کړې ده.
منظور پښتين پرون د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې نيول شوی، نن د بلوچستان صوبې پوليسو د خېبرپښتونخوا انتظاميې ته سپارلی، او وروسته سرچينو تاييد کړې پښتين اسلام اباد ته وړل شوی دی.
اېچ ار سي پي نن په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، "په چمن کې د منظور پښتين نیولو په باب متضاد خبرونه مخې ته راغلي چې د پښتين د قافلې د امنيتي چاوراکو سره نښته شوې ده".
پرون د پي ټي اېم د بلوچستان صوبې مشرانو ويلي وو، منظور پښتين د چمن نه کوټې ته تلو، په باب چمن يې په قافله پوليسو نېغې ډزې کړې وې خو دوی پکې بچ شوي او وروسته بيا منظور پښتين نيول شوی وو.
د چمن مرستيال کمشنر راجه اطهر عباس جيو ټي وي ته ويلي وو، "امنیتي چارواکو د پي ټي اېم مشر منظور پښتين او د هغه د ملګرو د قافلې ودرولو هڅه وکړه، هغوی خپل موټر نه وو ودرولی او پر پوليسو يې موټر مخامخ ور وستولو تر څنګ پر پوليسو ډزې هم کړې چې پوليسو په ځواب کې د هغه د موټر پر ټايرونو ډزې کړې دي".
پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي وو.
او د منظور پښتين تر نيولو څو ساعته وړاندې په هغه د کېدونکو ډزو په باب د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي ویلي وو، "مونږ په ډزو نه يو خبر، د هغه (منظور پښتين) سره خپل ساتونکي دي کېدای شي د هغوی په وجه ډزې شوي وي".
د بشري حقونو کمېشن ويلي، "دا په ډاګه ده چې د پي ټي اېم مشرتابه او ملاتړي په دوامداره توګه ځورول کيږي او رياست د دوی باره کې د رياست ضد فعاليتونو غلط فکر کوي".
کمېشن زياته کړه، " پي ټي اېم کله هم د تشدد لاره نه ده خپله کړې او يواځې د پرامنه غونډو او د بيان د ازادۍ حق یې کارولی دی".
اېچ سي ار سي پي د منظور پښتين د "نيولو د بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې" او په رياست یې غږ کړی، "رياست بايد د (پي ټي اېم) د مشرتابه ضد ناحقه دوښمني ختمه کړي. د دوی جايزه شکايتونه دې واوري".
پي ټي اېم د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو تور لګوي چې د غورځنګ غړي ځوروي او نيسي يې.
د پاکستان پوځ يا حکومت د پي ټي اېم تازه تورونو ته کوم غبرګون نه دی ویلی خو وړاندې د پوځ پخواني وياند اصف غفور د پي ټي اېم ځينې غوښتنو ته سمې ویلې خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.
پي ټي اېم تل دغه تورونه رد کړي او وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.
Forum