د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آی ایس پي ار د نهې/سه شنبې په شپې ویلي د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د پوځ او ترهګرو د ډزو د تبادلی په مهال یو عسکر وژل شوی دی.
د آی ایس پي ار بیان زیاتوي 26 کلن عسکر احمد علي چې د چارسدې ضلعې اوسېدونکی دی "سختو ډزو په تبادله" په مهال د ترهګرو سره "په زړورتیا" جنګېدو وروسته په شهادت ورسېدو.
په دغه بیان کې ویل شوي ” په سیمه کې د هر ډول ترهګرو له منځه وړلو لپاره چاڼیزعملیات ترسره کیږي ځکه چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړلو هوډ لري“.
د پاکستان پوځ په 26م نومبر ويلي وو چې په جنوبي وزيرستان کې یې د پټو معلوماتو په اساس عمليات کړي وو او اته ترهګر یې وژلي وو.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه پوځ دغه عملیات د عمليات د جنوبي وزيرستان په سرا روغه علاقه کې ترسره کړي وو.
په 26م نومبر د پاکستان پوځ ویلي وو چې د شمالي وزیرستان ګړیوم سیمه کې په یو چاودنه کې د پاکستان د پوځ یو عسکر وژل شوی وو او ډېره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان ضلعو کې د وسله والو پرضد عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي وو.
پاکستان کې او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په وروستیو میاشتو کې د ترهګرۍ پیښې وروسته له هغه زیاتې شوي دي چې کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تیر کال په نومبرکې له حکومت سره خپل اوربند ختم کړو.
په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پي ای سي ايس ايس) لخوا خپاره شوي معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې تېره میاشت د ترهګرۍ په پېښو کې 34 فیصدي زیاتوالی راغلی دی.
د پي ای سي ايس ايس ادارې رپورټ وایي د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاته د خېبرپښتونخوا صوبه اغیزمنه شوې ده، چې د ترهګرۍ 51 پیښو کې 54 کسان وژل شوي او 81 ژوبل شوي دي.
د نومبر په میاشت کې په بلوچستان کې نهه بریدونه شوي چې په نیتجه کې یې د امنیتي ادارو 15 کارکوونکي او درې عام وګړو په ګډون 18 تنه وژل شوي دي.
د نهې/ سه شنبې په سهار د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې خواوشا نهه بجې په ورسک روډ د يو شخصي سکول مخې ته چاودنه شوې وه، د درېو ماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه اووه کسان ژوبل شوي وو.
د پوليسو چارواکو په وینا چاودنه د ورسک په بابو ګړۍ علاقه کې د وړاندې نه اېښودی شوو بارودوي موادو د لارې شوې او په ريموټ کنټرول بارودي موادو ته چاودنه ورکړی شوې ده.
د ساوت اېشين ټېرزم پورټل نومي ویبپاڼې ترمخه په خېبر پښتونخوا کې روان کال 282 د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوې دي، وایي په دې کې177عام وګړي، 291 د امنيتي ادارو عسکر او 353 وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي په هېواد کې د ترهګرۍ روانه لړۍ په کلکو ټکو غندي او وايي، تر څو چې د ملک نه د ترهګرۍ نوغی په مکمله توګه ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي.
تېره اوونۍ د صوبې ګورنر غلام علي وي او اې ډیوه ته ویلي وو د امنیت ټېنګښت د مرکزي او صوبايی حکومت ذمه داري ده او مونږ هڅه کوو د ورورولۍ په طریقه دا نفرتونه ختم کړو او چې کوم خلک د حکومت پرضد جنګ کوي هڅه کوو چې دا ګرفتار کړو.
ځايي خلک او څیړونکي وايي د شلو کالو راهسې د یوې نه ختمېدونکې جګړې سره مخ دي او لویه ستونزه دغه ده چې دا پېښې ورځ تر بلې سېوا کیږي.
Forum