لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویرجینیا پولیس: د ویرجینیا په یوه کور کې له چاودنې مخکې ډزې شوې وې

د ویرجینیا د ارلېنګټن کاونټي د پولیسو مشر انډي پین د نهې/سه شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کانفرنس کې وویل چې 56 کلن جیمزیو هغه تن دی چې پولیس پس د هغه ارلېنګټن کور ته ورغلل چې هغه د کور دننه له 30 څخه ډیر ځله خپل ګاونډ کې د "فلیر ټایپ ګن " ډزې وکړې.

د امریکا په ویرجینیا ایالت کې پولیسو د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي چې د یو کور مالک هغه مهال ووژل شو کله چې پولیس د تلاشۍ امر یا سرچ ورانټ عملي کولو لپاره ورغلل. چارواکو ویلي 56 کلن جیمزیو د ګل په ورځ د چاودنې په مهال وژل شوی دی. د معلوماتو له مخې جیمزیو په سوشل میډیا او عدالتونو کې د خپلو ګانډیانو او نورو خلکو پرضد ډېر شکایتونه کړي وو.

د ویرجینیا د ارلېنګټن کاونټي د پولیسو مشر انډي پین د نهې/سه شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کانفرنس کې وویل چې 56 کلن جیمزیو هغه تن دی چې پولیس پس د هغه ارلېنګټن کور ته ورغلل چې هغه د کور دننه له 30 څخه ډیر ځله خپل ګاونډ کې د "فلیر ټایپ ګن " ډزې وکړې.

د ارلېنګټن کاونټي د پولیسو مشر انډي پین زیاته کړه چې پولیس د ګل په ورځ د ماښام په 4:45 بجې د ډزو رپورټونو وروسته کور ته ورغلل، او کله چې د جیمز یو سره د خبرو اترو کولو هڅې ناکامه شوې نو دوی بیا د تلاشۍ ورانټ ترلاسه کړو.

د پولیسو مشر پین وویل کله چې پولیسو کور ته د ننوتلو لپاره دروازه ماتوله نومشکوک تن د کور دننه څو ډزې وکړې. هغه وويل، دا څرګنده نه ده چې ډزې له کوم ځاى څخه شوې او دغه تن په څه ډزې کولی.

د فایر‌ډیپارټمنټ یا د اور وژنې چارواکو ویلي، د چاودنې د علت په اړه پلټنې روانې دي. پولیسو ویلی چې هر هغه څوک چې د سیمې عکسونه یا ویډیو لري له پلټنې کوونکو سره یې شریک کړي.

یو په خپل ژوند کې د ډېرو خلکو پروړاندې په عامه توګه شکایتونه خپاره کړي وو. په لېنکډېن نامي ویب پاڼه کې هغه پدې وروستیو کې د خپلو ګاونډیانو او یو پخواني همکار په اړه سختې لیکنې کړې وی.

هغه د خپلې پخوانۍ ښځې او د کشرې خور پرضد عدالتونو کې مقدمې هم کړې وې خو د نیویارک سترې محکمې بې بنیاده ګرځولو وروسته مسترد کړې وی.

یادونه: د دې خبر معلومات د اې پي نه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG