اسرایل د نهې - سه شنبې په ورځ د غزې په دوهم لوی ښار خان یونس او شاوخوا سیمو باندې خپلې بمبارۍ زیاتې کړې. او امبولانسونه او شخصي موټرونه د جګړې په دې نوي خونړي پړاو کې د ټپیانو یو ځایي روغتون ته د رسولو لپاره په زغل لیدل کیږي.
د حماس سره جګړه کې په لویه کچه د خلکو د وژنې مخنیوي په اړه د امریکې د فشار له امله اسرایل وایي په داسې حال کې چې په جنوبي غزه کې خپل برید پراخوي ، له زیات احتیاطه کار اخلي.
په تېرو عملياتو کې د غزې زياتره شمالي برخه ويجاړه شوې ده اؤ فلسطینیان وايي، داسې سیمې نه شته چې دوی پکې ځانونه خوندي وګڼي. او ډیری ویره لري چې که دوی خپل کورونه پریږدي، نو بېرته ورته کله هم د راستنېدو اجازه ورنه کړل شي.
د الوتکو نه د بمبارۍ اؤ ځمکني برید له امله د سیمې 23 لکه ابادۍ کې د ریمه برخه خلک له وړاندې څخه له کورونو وتلي دي اؤ د خان یونس د شا وخوا سیمو د خالي کولو د امر له امله له وړاندې نه د غزه دې وړه شان سمندري غاړه کې د خلکو لپاره ځمکه بې کچه تنګه شوې ده.
د خان یونس ناصر هسپتال ته ایمبولینسونه په لسګونو ټيپان وړ وړي اؤ په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو داسې تنکی هلک هم هسپتال ته ور وړل کیږي چې په وینو لړلی کمیس یې په تن دی اؤ دواړه لاسونه یې د بم په چاودنه کې الوتي دي..
اسرایل د جګړې په لومړیو ورځو کې د غزې له شمالي سیمو خلکو ته په بشپړ ډول د وتلو امر کړی ؤ او د خلکو د بیرته ستنیدو مخه یې نیولې وه اؤ اوس د خان یونس خواوشا د څلېریشتو سیمو خلکو ته یې د وتلو حکم کړی دی.
د فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو رابطه کار لین هیسټګس وایي په غزه کې هیڅ یو ځای خوندي نه دی چې څوک دې ورته لاړ شي ، داسې هیڅ یو ځای خوندي نه دی پاتې شوی اؤ حالات داسې نه دي چې تر خلکو مرستې ورسول شي.
اسرایل وایي د حماس پوځي بنسټونه به ورته په بشپړ ډول ختمولو اؤ د حماس واکمني ړنګول وي تر څو هغوي بیا.د اووم اکتوبر په څېرد برید جوګه نه شي.
د اسرایلو پوځ وايي، د ملکي وګړو د ژغورلو لپاره تر خپله وسه هڅه کوي. او پر حماس تور پورې کوي چې دوی عام خلک د انساني ډال په توګه کاروي.
د حماس د اووم اکتوبر په حمله کې تر1200 زیات خلک وژل شوي اؤ حماس له ځان سره 240 خواوشا کسان یرغمال کړي هم وؤ چې د هغوئ له جملې څخه یې اوس څه خوشې کړي هم دي.
د امريکا ټيلي ویژن اين بي سي او د ترکيې خبري ادارې انتوليا خبر ورکړى چې د اسرايل په ځوابي بریدونو کې د وژل شوؤ کسانو شميره تر دې مهاله شپاړس زره اؤ دوو سوو نه زیاته شوې ده.
د امریکې د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیک سلیوان د دوشنبې په ورځ ویلي وؤ د اسرایلي کارروایو په هکله څه فیصله کول به اوس له وخته مخکې وي ، خو د یو عصري پوځ لپاره د حملو په لړ کې د ځانګړو سیمو ټاکنه اؤ خلکو ته له وړاندې له هغو ځایونو د وتلو وینا،څنګه چې اسرایل کړي دي،یوه غیر معمولي خبره ده.
يادونه : ددې رپورټ مواد د اې پي نه اخستل شوي دي
Forum