د سولې نړیواله جایزه ګټونکې او د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې ملاله یوسفزۍ وایي په افغانستان کې په میلینونو نجونې له تعلیمه د محرومه کېدو له کبله د طالبانو د جنسي اپارتایډ په قید کې دي او له نړیوالو یې غوښتي چې له افغانو نجونو سره ودرېږي.
پرون د دسمبر پینځمه جنوبي افریقې د پخواني صدر او په دې هېواد کې د نسلي توپیر یا اپارتایډ خلاف د مبارزه کوونکي نېلسل منډېلا لسم تلین وو او په دې مناسبت ملالې یوسفزۍ ته د وینا بلنه ورکړل شوې وه.
ملالې یوسفزۍ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت جنسي اپارتایډ وباله او ویې ویل سره له دې چې دوی د نجونو تعلیم د مذهب پر نامه ځنډولی خو وایي ډېرو اسلامي دیني عالمانو د دوی د دې پرېکړې مخالفت کړی دی. وایي طالبانو پر ښځو او نجونو شاوخوا 80 فرمانونه عملي کړي دي:
"که موږ د نړیوالې ټولنې په توګه د طالبانو فرمانونه ومنو، نو موږ هر ځای نجونو ته یو تباه کوونکی پیغام لېږو، هغه دا چې دوی کم انسانان دي، دا چې ستاسې حقونه د بحث وړ دي، دا چې موږ مخ ترې اړوو".
ملالې یوسفزۍ ته د وینا په وخت په سلګونو کسان ناست وو، د هغې وینا تقریباً ټوله په افغانستان کې د ښځو او خصوصاً د نجونو د حالت او تعلیم په اړه وه. ملاله وایي یواځې دوه کاله وړاندې ښځو هلته کار کاوه، د رهبرۍ مقامونه یې لرل، وزارتونه یې چلول او آزادانه سفر یې کاوه، د هر عمر نجونو کرکټ او فوټبال کاوه او سکولونو ته تللې:
"که ته نجلۍ یې او په افغانستان کې ژوند کوي طالبان به ستا د راتلونکي پرېکړه کوي، په حقیقت کې طالبانو د نجونو پېغلتوب غیرقانوني کړی دی، تاسې نه شئ کولای ثانوي سکول یا پوهنتون یا د مطالعې لپاره کتابتون ته لاړې شئ، ستاسو میندې او مشرې خویندې هم ستاسو غوندې بندې دي، کار، پارک، وېښتانو جوړولو او حتی ډاکټر ته نه شي تلای او که څوک ځي سزا یې تر نامعلوم وخته قید، جبري واده، وهل او مرګ دی".
ملاله وایي جنوبي افریقا د نسلي اپارتایډ خلاف مبارزه وکړه او نړۍ ورسره ملګرتیا وکړه خو جنسي اپارتایډ تر اوسه نه دی تشریح شوی او له نړۍ یې وغوښتل چې جنسي اپارتایډ د انسانیت خلاف د جرم په توګه وپېژني:
"زه پر هر حکومت او هر هیواد غږ کوم چې جنسي اپارتایډ یا توپیر د انسانیت خلاف جرم وګرځوي، زموږ لپاره همدا اوس د دې کار موقع ده، ملګري ملتونه اوس مهال د انسانیت خلاف د جرمونو د نوي تړون پر مسوده بحث کوي".
ملالې یوسفزۍ وویل، له افغانو ښځو سره سره مطیع الله ویسا هم د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوله خو وایي طالبانو هغه ونیو، وایي که د بشري حقونو تنظیمونو او فعالانو په افغانستان او نړۍ کې احتجاجونه نه وای کړي او "که د نړۍ فشار نه وای کېدای شي موږ هغه بیا نه وای لیدلی".
ملالې یوسفزۍ افغانې نجونې اتلانې وبللې او په وار وار یې له نړۍ وغوښتل چې نور باید انتظار ونه کړي او له هغوی سره ودرېږي او د طالبانو پر ظلمونو غلي پاته نه شي، وایي "موږ باید د جنسي اپارتایډ خلفا یو نړیوال تحریک جوړ کړو".
طالبانو د ملالې یوسفزۍ په ګډون د نېلسن منډېلا د لسم تلین په غونډه کې د افغانو ښځو او نجونو خلاف د "جنسي اپارتایډ" تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د بشري حقونو د نړیوالو ادارو دا ډول څرګندونو ته ویلي چې ښځو ته یې "د اسلامي شریعت" په رڼا کې حقونه ورکړي دي.
ملاله یوسفزۍ له خپل پلار او خاوند سره د جنوبي افریقې جوهانزبرګ ښار ته ورغلې وه او د نېسلن منډېلا د تلین غونډې ته یې له وینا پرته هغه مذاکره هم وچلوله چې د افغانو مېرمنو د حقونو یوې مبارزې، د نېسلن منډېلا مېرمنې او دوو نورو ښځو هم پکې ګډون وکړ.
طالبانو له څه باندې دوو کلونو راهیسې تر شپږ ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او د 2022م کال له دسمبر میاشتې راهیسې یې د نجونو پوهنتونونه بند ساتلي دي، خو د نړۍ او افغانانو پر پرله پسې غوښتنو باوجود یې تش بیا بیا دومره ویلي چې د نجونو د اعلی تعلیم مخالف نه دي بلکې د دې لپاره یې تیارۍ روانې دي.
Forum